د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسلامي بانګدارۍ پيژندګلوي

شاکر جلالي 13.02.2010 13:51

د اشتراکي نظام له ماتي وروسته پانګه والي نظام په نړي باندي خپلي ننداري پيل کړي کله چي نړي کي يو زبر ځواک وي د مظلومانو پکي وينه وچه او د ګور غاړي ته رسيدلي وي خو چي بيا دوه شي نو بيا د مظلومانو لپاره د دوي اختلاف رحمت وي.
همدارنګه کله چي د پانګه وال نظام مقابل کي اشتراکي نظام ژوندي وو نو د دريمي نړي هيوادونو لپاره يو څه رحمت وو خو کله جي د زوال پر لوري مخه شوه نو نړي پانګه والو ته پاتي شوه ډير اسلامي هيوادونه تر غوږو پوري په پور کي ډوپ شول زما ددي خبري ښه بيلګه د پاکستان او ترکيه اسلامي هيوادونه دي.
اما د يو زبر ځواک پاتي کيدل تر ډير مودي پوري نا شوني وي د 2008 ز کال اقتصادي کړکيچ پانګه وال نظام هم په ګونډو کړ او په مقابل کي مسلمانانو ته دا چانس په لاس ورغي تر څو وکولاي شي چي نړيوال لدي اقتصادي کړکيچ څخه و باسي.
دا اقتصادي نظريه يوي پراخي مباحثي او څيړني ته اړتيا لري اما غواړم چي يواځي ددي اقتصادي نظري يوي برخي ته په تاريخي ډول ړنا وا چوم.
دادي اسلامي پانګداري پدي وروستيو کي يو څه لاسته راوړني درلودي د لومړي ځل لپاره د
)DMI)
دارالامال الاسلامي مو سسي د يو ميليارد امريکايي دالرو په درلودلو سره په کال 1981 په جون کي تاسيس شوه.
د 1982 کال خالصه ګټه ئي 9/7 ميليون دالر ول چي کار او بار يي قيمتي کاڼي او فلزاتو په سوداګري باندي مصروف وه.
دي نړيوالي موسسي په مختلفو هيوادونو کي خپله پانګونه پيل کړه لکه باهاما ، بحرين، ګينه، فرانسه ، نيجر، سنګال ، سودان، سويس ، متحده عربي امارات او برتانيه وه.
ددي موسسي رئس شاهزاده محمد فيصل السعود وه.
دوهم ستر نړيوال اسلامي بانک
دا ډله د البرکه اسلامي بانک په نامه ياديږي چي په کال 1982 په لندن کي بنسټ کيښودل شوه.
د 500 ميليون دالرو سره د نړي په ځينو هيوادونو کي لکه لندن ، تونس، سودان، ترکيه ، سعودي عربستان ، دبي ، بحرين ، مصر ، عراق او سنګاپور کي خپل کار پيل کړ.
ددي بانک رئس شيخ صالح کمال نوميږي.
دريم ستر نړيوال اسلامي بانک
د لوکزامبورک اسلامي بانک
(IBS)
25% سلنه پانګه د بانک البرکه اسلامي پوري اړه لري 15% سلنه پانګه ئي د کويت اسلامي بانک
Kuwait financial house
پوري اړه او پاتي 60% سلنه يي پانګوالو پوري اړه لري او همدارنګه د ددنمارک اسلامي بانک
IBI
هم دي پوري اړه لري.
د
IBS
اسلامي بانک د نړي له کاميابو بانکونو څخه شميرل کيږي په ځانګړي ډول د فارس په خليج لويديځ کي ، دا بانک د دنمارک د قوانينو په چوکاټ او د غرب له اقتصادي فلسفي څخه اغيزمن شويدي په اسلامي محور خوځيږي.
ددي بانک پانګه له 10 ميليون دالرو نه 100 ميليون دالرو ته لوړه شوه.
له 31 دسامبر 1982 څخه تر جون 1983 پوري د بانک پانګه له 6/14 ميليونو نه 8/14 ميليونو دالرو ته لوړه شوه.
ددي بانک رئس کمال اتيه نوميږي.
Kuwait Financial House
هم يو له کاميابو نړيوالو اسلامي بانکونو څخه شميرل کيږي په ځانګړي ډول په منځني ختيځ کي په کال 1978 په کار پيل کړي.
دوه کاله وروسته ياني 1980 کال کي خالصه ګټه يي 7/9 ډنمارکي کرونو ته ورسيده.

اسلامي پراختيايي بانک
اسلامي پراختيايي بانک يا:
)Islamic development bank(
د سعودي عربستان د جدي په- ښار کي د اسلامي شريعت په اساس منځته راغي.
ددي بانک لمرړني پانګوال دسعودي عربستان، کويت، بحرين، پاکستان، بينګلاديش، ترکيه او اندونيزيا هيوادونه ول.
دي بانک له ٨٢-١٩٨٣ز په ٣٩ هيوادونو کي پانګونه وکړه چي خالصه ګټه يي ٢٦ ميليونه امريکايي ډالره ول، ددي بانک ريس احمد محمود علي پدي باور دي چي د نړۍ په اقتصادي کړکيچ کي دده بانک بياهم له ثبات سره پرمختګ کوي.
په نړۍ کي د پاتي اسلامي بانکونو ليست:

١دبي اسلامي بانک.
٢ عرب البنين اسلامک بانک.
٣ بحرين اسلامک بانک.
٤ فيصل اسلامک بانک.
٥ اسلامک بنګلاديش.
٦ ميزان اسلامک بانک.
٧ اوردن اسلامک بانک.
٨ قطر انترنيشنل اسلامک بانک.
٩ يمن اسلامک بانک.

د اسلامي بانکونو کاري تګلاره:
د اسلامي او غير اسلامي بانکونو ترمنځ ستر توپير سود دي چي اسلامي بانکونه پور په سود نه ورکوي او همدارنګه ګټه او تاوان دواړه په شريک ډول سر ويشي.
اسلامي بانکونه په لاندي ميتود کار کوي:
١- مشارکت، ٢- مضاربت، ٣- مرابحه، ٤- بيع سلم، ٥- بيع موجل، ٦- اجاره، ٧- استضاح، ٨- حسنه پور.

١. مشارکت:
مشارکت د دوو يا څو ګډونوالو سوداګريز شرکت ته وايي. مشارکت او مضاربت د سود له ختميدو وروسته د هغه اصلي او غوره بديل دي.
د مشارکت څخه هدف دادي چي دوه يا زيات کسان په يوه کار کي د پانګي په شريکولو سره شريک شي او د معاملي ګټه او تاوان ددوي ترمنځ شريک وي.

٢. مضاربت:
مال يا سرمايه د يو کس يا يو ګروپ له لوري او کار د بل کس او بل ګروپ پواسطه کيږي.
که تاوان وشي هغه يواځي د سرمايي څښتن وي او د کارکوونکو زيار ضايع کيږي او مالي تاوان پري نه وي.

٣. مرابحه:
له بيعي مرابحي څخه هدف دادۍ چي يو شۍ د هغه په پخوانۍ بيه واخيستل شي ( وپيرودل شي) د اخيستني بيه طي شي او له ټاکلي ګټي اچولو نه وروسته بيا خرڅ کړي شي.

٤. بيع مؤجل:
لدي څخه موخه په پور باندي خرڅول دي يعني پدي کي نرخ يو ځل او يا په قسطونو خو څه موده وروسته ادا کيږي خو قيمت له مخکي څخه ټاکل شوي وي او د قيمت ورکولو وخت هم ټاکل شوي وي. او دا هم ذکر شوي وي چي يو ځلي او که په قسطونو سره يي خرڅوي.

٥. بيع سلم:
دا هغه بيعه ده چي نرخ پکي نقد يا لاس په لاس ادا کړي شي او جنس وروسته ورکړي شي.
د نبي کريم ص د يو تقريري حديث څخه ددي جواز څرګنديږي، اصحاب کرامو د بيع سلم کاروبار کولو نبي کريم ص لدي څخه دوي منع نه کړل خو يو څه اصلاحات يي پکي وکړل.

٦. استضاح:
دا بيع سلم ته ورته تړون دي، د استضاح له تړون څخه هدف کوم کارګر يا صنعت کارته د څه شي د جوړولو په بدل کي وړاندي قيمت يا مخکي بيه ورکولو ته واي ( پيشکايي)

٧. اجاره:
د پانګوني دغه طريقه هم د شريعت له نظره جايزه روا ده، او په پرمختللو هيوادونو کي په پراخه کچه له دي څخه کار اخيستل کيږي، بالخصوص په بانکارۍ کي په ياد ولرۍ، چي په بنسټيز ډول اجاره د اسلامي فقهاوو ايجاد او په لويديځ کي هم دا تصور په نږدي ماضي کي منځته راغلي دي. د اجاري نه مطلب داسي راکړه ورکړه ده چه په هغه کي د يوه جايې شي ملکيت په ځان سره وساتل شي مګر د هغه څخه د ګټي اخيستلو (حق الانتفاع) د يوي معيني مودي لپاره په بل يا نرخ کړاي شي.

٨. قرض حسنه:
هغه قرض چي په مقابل کي کومه ګټه لاسته راوړي او چي څه ورکړي وي هغه بيرته واخلي.
دا سمه ده چي د حسني پور په مقابل کي کومه ګټه نشته خو مونږ مسلمانان پدي ايمان لرو چي دهري حسني په مقابل کي به له مونږ سره نيکي کيږي يا پدي نړۍ کي او يا په اخرت کي، دا هم په خپل ځاي پريږدو د قرض حسني په ورکولو سره په ټولنه کي د ورورګلوۍ او مرستي حس را ژوندي کيږي.
په پاي کي الله تعال ج ته ددعا لاسونه لپه کوم تر څو په نږدي راتلونکي کي افغانستان هم ددي جوګه شي تر څو د سودي بانکونو پرځاي اسلامي بانکونو ته د کار لار پرانيزي او افغان ولس هم د اسلامي بانکارۍ څخه په استفادي د پرمختګ لوړو منزلونو ته ورسيږي.
په همدي هيله!!!
_____________________________________

شاکر جلالي د نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد د اسلامي بانکاري او مالياتو محصل.