د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان، هالينډ ته لوبه بايلوده. بشپړ او انځوريز رپوټ

کرکټ څانګه 12.02.2010 10:15

د ننۍ لوبې کتلو لپاره د اتو او لسو زرو منځ کې افغانان په لوبغالي کې حاضر وو.

د ننۍلوبې انځورونو كتلو لپاره دلته ټک ورکړﺉ.

 هالينډ نن په سوپر فور یا د غوره څلورو لوبډلو په پړاو کې افغانستان ته په ۴ ويکټو ماته ورکړه.

افغانستان نن کمزوری بيټنګ او بالنګ وکړ او بريالی نه شو چې هالينډ ته د منډو جګ هدف ورکړي. د منډه جوړونکو ترمنځ د پلان او تفاهم د نشتوالي له وجې نن محمد شهزاد محمدي او نور علي ځدراڼ چې د افغانستان د بيټنګ د ملا د تير حیثیت لري وسوځېدل. شهزاد محمدي هغه وخت وسوځېد چې ريس احمدزی له نيمايي لارې څخه بېرته ستون شو او د خپلې ويکټې ساتلو کوښښ یې وکړ. شهزاد په دې وخت کې کريز يا د توپ اچونکي خواته رسېدلی و. که ريس منډه پوره کړې وه امکان یې و چې نه و سوځېدلی. که سوځېدلی هم وای د نوموړي له ويکټې څخه د شهزاد ويکټه ډېره مهمه وه چې بايد ولاړه پاتې شوې وای. افغان لوبغاړي بايد د لوبې د ګټلو په موخه د قربانۍ کولتور په لوبه کې رايج کړي.

 د پياوړي توپ وهونکي شهزاد محمدي په منډه سوځېدلو د افغانستان د بيټڼګ ملا ماته کړه.

په فيلډ کې نن دوه مهم کيچونه هم وغورزېدل چې یو له کيپر شهزاد محمدي څخه او بل له شاهپور ځدراڼ څخه وغورزېدل. دې دواړو کيچونو د لوبې مخه بدلولی شوه. شهزاد په لومړي اور کې د کرويزي په نامه د لوبغاړي کيچ وغورزاوه چې بيا وروسته همدې کرويزي هالينډ ته ۳۹ منډې جوړې کړې.

نن په لوبغالي کې په زرګونو کسان د لوبې کتلو ته ناست و. د ټول افغان د حساب له مخې ننۍ لوبه له اته زره څخه زياتو افغانانو وکتله او هره لحظه یې د افغان لوبډلې د ملاتړ لپاره شعارونه ورکول.

د لوبډلې روزونکي کبيرخان ټول افغان ته وويل چې سبانۍ لوبه به برخليک ټاکونکي وي . سبا افغانستان د اماراتو سره د دوبۍ په وخت د دوبۍ د کرکټ په لوبغالي کې په ۱۲ بجو لوبه کوي.

نن په یوه بله لوبه کې ايرلينډ د اماراتو لوبډلې ته ماته ورکړه چې په دې ترتيب اوس افغانستان، ايرلينډ، هالينډ، او امارات څلورواړه دوه دوه نمرې لري او سباته دواړه لوبې به برخليک ټاکونکي وي. که افغانستان سبا اماراتو ته ماته ورکړي نو هم به د شل اورونو نړيوال جام ته او هم د دې سيالۍ پايلوبې ته لار ومومي.

د يادونې ده چې په ځينو رسنيو دعوه کړې ده چې ګنې د افغانستان په لوبډله کې اختلافاتو له وجې ننۍ لوبه افغانانو بايلودله خو د لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملوک او کپتان نوروز منګل دواړه دا خبره په کلکه رد کړه او ویې ويل چې لوبډله پوره په اتفاق او اتحاد ده او له رسنيو یې هيله وکړه چې له ځانه اوازې خپرې نه کړي.

د نمرو جدول په لاندې ډول دی:

TeamsMatWonLostTiedN/RPtsNet RR
ايرلينډ 2 1 1 0 0 2 +0.225
افغانستان 2 1 1 0 0 2 +0.031
هالينډ 2 1 1 0 0 2 0.000
امارات 2 1 1 0 0 2 -0.226

د ننۍ لوبې سکور کارډ:

لوبډله منډې اورونه سوځېدلي
افغانستان ۱۲۸  ۲۰

 ۸

 

هالينډ ۱۳۲  ۲۰ اورونه  ۶ کسان وسوځېدل

- دا مهال په سلګونو افغانان د لوبډلې ملاتړ ته په لوبغالي کې حاضر دی. افغان لوبډله لګيا ده تمرين کوي.

افغانستان د هالينډ سره لوبه کوي. لوبه د اماراتو په وخت ۱۲ بجې او د افغانستان په وخت ۱۲:۳۰ بجې د دوبۍ د سپورټ سيټي په کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان د بيټنګ حال:

 

Batting - Afghanistan 1st innings Runs B 4's 6's S/R
Karim Sadiq c Seelaar b Jonkman 18 17 1 0 105.88
Nowroz Mangal* b Jonkman 10 11 1 0 90.91
Mohammad Shahzad+   11 10 0 1 110
Mohammad Nabi c Borren b ten Doeschate 1 3 0 0 33.33
Raees Ahmadzai c ten Doeschate b Mohammad Kashif 23 23 2 0 100
Noor Ali   18 25 0 0 72
Shafiqullah c Mohammad Kashif b Seelaar 2 6 0 0 33.33
Samiullah Shenwari   19 14 1 0 135.71
Mirwais Ashraf   19 9 0 2 211.11
Hamid Hassan not out 2 2 0 0 100
Shapoor Zadran   0 0 0 0 0
Extras (b 1, lb 1, w 3, nb 0, pen ) 5  
Total 128

د افغانستان د توپ اچونې کارډ:

Bowling - Afghanistan 1st Innings O M R W NB WD E/R
Shapoor Zadran 2.0 0 20 0 0 0 10
Mirwais Ashraf 3.0 0 17 0 0 0 5.67
Karim Sadiq 3.0 0 16 0 0 1 5.33
Samiullah Shenwari 3.0 0 26 1 0 3 8.67
Mohammad Nabi 4.0 0 23 3 0 1 5.75
Hamid Hassan 3.5 0 22 1 0 0 6.29

Fall of wickets: 1 - 64 (Kervezee, 8.5), 2 - 71 (Szwarczynski, 10.3), 3 - 74 (Zuiderent, 11.1), 4 - 109 (van Bunge, 15.1), 5 - 113 (Borren, 16.2), 6 - 118 (Buurman, 16.6)

مخکينی حال:

افغانستان که ننۍ لوبه وګټي، د شل اورونو نړيوال جام ته په دې شرط وځي چې امارات نن مازديګر ايرلينډ ته په ډېرو منډو ماته ورنه کړي.

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوريزو لوبو دنړيوال جام د غوراوي په لړ کې پرون د امريکا متحدو ایالاتو لوبډلې ته په ۲۹ منډو په ماتې ورکولو سره سوپر فور يا د څلورو غوره لوبډلو په کتار کې ودرېدله. افغان لوبډله به په دې پړاو کې دوه لوبې کوي چې یوه یې نن په ۱۲ بجو د هالينډ اوبله یې د خالي په ورځ د اماراتو سره ده.

د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته له A ګروپ څخه افغانستان او ايرلينډ او له B ګروپ څخه امارات او هالينډ بريالي شول. افغانستان او امارات دواړو له لومړي پړاو څخه دويم پړاو ته له ځانه سره دوه دوه نمرې هم راوړي دي چې په دې ترتيب له ايرلينډ او هالينډ څخه مخکې دي.

ياده دې وي چې ددغې سياليو ګټونکی او دويمه لوبډله به د۲۰/۲۰ يا شل اوريزو لوبو په نړيوال جام کې چې ټاکل شوې دغرب الهند يا ويسټ انډيز په ټاپوکې ترسره شي ګډون کوي.