د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افتاب عالم دوبۍ ته ورسېد. سبا به د ملي لوبډلې سره د هالنډ خلاف په لوبډله کې برخه اخلي

کرکټ څانګه 12.02.2010 02:32

افتاب عالم د دوبۍ په هوايي ډګر کې دوبۍ ته د رسېدو په مهال

د ملي لوبډلې تر ټول کم عمره لوبغاړی افتاب عالم دوبۍ ته رسېدلی دی. نوموړی د روزونکي کبيرخان او د لوبډلې د مشرانو لوبغاړو له خوا د عبيدالله کونړي پر ځای په لوبډله کې شامل کړای شوی دی. عبيدالله کونړي ونشو کړای چې د ټپ له وجې د ملي لوبډلې سره د شل اوريزو د نړيوال جام د غوراوي سيالۍ کې چې په اماراتو کې ترسره کېږي برخه واخلي.

ملي لوبډلې کوښښ وکړ چې ۱۷ کلن افتاب عالم درې ورځې مخکې دوبۍ ته ورورسوي . د پنجشنبې په ماخستن ۱۰:۳۰ بجې نوموړی د دوبۍ هوايي ډګر ته ورسېد.

ټول افغان د افتاب عالم سره په هوايي ډګر کې ليدلي دي. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې تر اوسه د لوبډلې سره نه و، وويل چې د عربي متحده اماراتو ويزه یې نه لرله نو ځکه تر اوسه په کابل کې پاتې شو. نوموړي په کابل کې د اماراتو د سفارت او په کې د افغان کارکونکو د هڅو ستاينه وکړه چې په کم وخت کې یې ورته ويزه برابره کړه.

سره د دې چې د ۱۹ ټيټ لوبډلې په نيوزيلانډ کې دافغانستان د کرکټ په تاريخ کې بدترينه لوبه وکړه او په ۱۶ لوبډلو کې ۱۶مه راغله خو ورسره ځلېدلی و. افتاب عالم په نيوزيلانډ کې ثابته کړه چې په ۱۳۸ کيلومټره کې تېز توپ ويشتی شي.

د افتاب عالم بله ځانګړنه دا ده چې توپ سوينګ (تاوولای شي) چې توپ وهونکی پرې په اسانۍ غولېږي او د سوځېدو امکان ډېر وي.

د عبيدالله په نه شتون کې د لوبډلې روزونکي او مشرانو لوبغاړو مناسبه وګڼله چې بل تېز توپ اچونکی په لوبډله کې شامل کړي ځکه چې حميد حسن او شاهپور ځدراڼ - چې تېز توپ اچونکي دي - کله ناکله له ټپونو شکايت کوي.
ريم صادق او ورور یې افتاب عالم د دوبۍ په هوايي ډګر کې