د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريکا ته د ماتې ورکولو انځوريز رپوټ

کرکټ څانګه 11.02.2010 23:35

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوريزو لوبو دنړيوال جام د غوراوي په لړ کې نن په يوه بله لوبه کې د امريکا متحدو ایالاتو لوبډلې ته په ۲۹ منډو په ماتې ورکولو سره سوپر فور يا د څلورو غوره لوبډلو په کتار کې ودرېدله.

افغان لوبډلې په شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدا ۱۳۵ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې دامريکا لوبډله په ټاکلي مهال کې د اوو لوبغاړو په سوځېدا ۱۰۶ منډې جوړې کړې چې په دې سره افغان لوبډلې وکولای شول د ۲۹ منډو په توپير خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

د لوبې انځوريز رپورټ په لاندې ډول دی:


د امريکا لوبډله ځان ګرموي.

له لوبې مخکې د امريکا او افغان لوبډلو تمرين وکړ او ځانونه یې ګرم کړل. تاج ملوک او د لوبډلې ډاکتر صيب په لوبډلې خواري کوي.

کبيرخان لوبډلې ته د لوبې له پيل څخه مخکې تمرين ورکوي

پچه افغانانو وګټله او نوروز منګل بيټنګ کول غوره کړل.
افغانستان ته نن بيا ډېرې منډې جوړول مشکل تمام شول. د افغانستان لومړۍ ويکټه په درېم اور کې وغورځېده. لومړۍ ويکټه د شهزاد وه چې په پنځمه منډه ولويده.
د افغانستان دويمه ويکټه د نورعلي رن اوټ، درېمه دکريم خان صادق او څلورمه د نوروز منګل وغورزېدې. افغانستان ټولې ۱۳۵ منډې وکړې. په دې کې نوروز منګل ۳۰، ريس احمدزي ۲۶، نور علي ۲۶، محمد نبي ۲۵، او کريم خان صادق ۲۵ منډې وکړې.
د افغانستان ملاتړي په خپل ملي لباس کې لوبغالي ته راغلي وو.

افغانان ورو ورو زياتېدل، خو
خو بهر ډېر شمېر افغانان ولاړ وو چې پوليسو اجازه نه ورکوله چې دننه لوبغالي ته ننوځي. دوی لوبغالي ته ناوخته راورسېدل او پوليسو نه غوښتل چې اجازه ورکړي. پوليسو دا بهانه کوله چې د امنيتي وجوهاتو له کبله نورو خلکو ته اجازه نه ورکوي چې لوبغالي ته ننوځي. 
په بېرون پاتې شوو کسانو کې ملي هنرمند عبدالله مقری او ملي سوداګر حاجي شېر محمد - چې د کرکټ د ملي لوبډلې کلک ملاتړی دی - هم شامل وو. د ډهل او باجې والا هم په بانډه کسانو کې شامل وو.
خو د کرکټ نړيوالې شورا سره له خبرو کولو وروسته د افغانانو په هڅو پوليس په دې راضي شول چې کابو ۳۰۰ نورو پاتې افغانانو ته هم اجازه ورکړي چې لوبغالي ته ننوځي. له ښه شامته ټولو وکړای شول چې لوبغالي ته ننوځي او په ډهل او اتڼ د افغانستان ملي لوبډله تشويق کړي.
د افغانانو یوه ستونزه دا هم وه چې په کتار کې نه ودرېدل او ټولو یو بل ته نصيحت کاوه چې په کتار کې ودرېږي خو هر ناصح پخپله پرې عمل نه کاوه.
 پوليسو په ډېر مشکل افغانان په یو کتار کې ودرول.

له افغانستان څخه یو څو شمېر سيل کونکي هم راغلي ول چې ځينې یې د اماراتو په کلتور نه پوهېدل او په دې هېوادکې مېشت افغانانو ته یې د پوليسو سره ستونزې پيدا کولې. يو په کې د سيدو په نامه یو مشروټ و چې د دروغو یې په دعوې کولې چې په ملي لوبډله کې لوبغاړی دی او هسې په هسې یې د پوليسو سره شور جوړ کړی و. د يادونې وړ ده چې په اماراتو کې چارواکي د شعارونو او مظاهرو ډېر سخت مخالف دي.

 
امريکا بيټنګ چې پيل شو

دا مهال ډهل والا لوبغالي ته ننوتی و او اتڼونه پيل شوی و.

د امريکا لومړۍ ويکټه د ميرويس اشرف په توپ نوروز کيچ وسوځوله. سره د دې چې لومړۍ ويکټه تر ۷م اور پورې ودرېده خو امريکايانو په کې ډېر منډې ونه کړای شوې. امريکايانو په لومړي ۷ اورونو کې ۲۵ منډې کړې وې.

نوروز کيچ نيسي

شهزاد د ډېر سټمپونو کوښښ وکړ. دا هم د یو رن اوټ کوښښ و چې بريالی نه شو

حميد حسن درې ويکټې واخيستې چې یوه یې دا ده.

حميد حسن یوه بله ويکټه نمانځي. په درې ويکټو اخيستلو حميد حسن د لوبې غوره لوبغاړی شو

شفيق الله شفق د يو کيچ په نيولو خوښي کوي او ...
او د ملګرو سره یې نمانځي
افغانان د یوې ويکټې د نمانځلو په مهال له لرې څخه

افغانان د لوبې سيل د لوبغالي له دويم منزل څخه کوي. افغانانو ته پوليسو اجازه نه ورکوله چې په لومړي منزل کې کېني ځکه چې له هغه ځايه د دې امکان و چې څوک لوبغالي ته کېوزي.

سړی د لوبې سيل وکړي که د ښکلي لوبغالي. الله ج دې هغه ورځ زر راولي چې موږ هم په هېواد کې داسې ښکلي لوبغالي ولرو.
امريکايانو په ډېر مشکل ۱۰۶ منډې وکړې او ۲۰ اورونه یې بشپړ شول. افغانان بری نمانځي

د بري  د نمانځنې په مهال له لرې څخه

د لوبډلې اداري کسانو لوبه له لرې څارله، خو ګرمه کړې دې لاندې خلکو وه:

دې ښاغلو بې شکه د لوبې په ګټلو کې ډېر مهم رول لرلو، نو ځکه

شهزاد د افغان ملاتړ کونکو مننه کوي. له بري وروسته ټوله لوبډله د سيل کونکو خوا ته لاړه او د مننې لاسونه یې ورته وښورول او د د هغوی د ملاتړ مننه یې وکړه.
ملي لوبډلې ته له بري وروسته افغانان درناوی کوي.
کريم خان صادق له بري وروسته د جامو په کوټه کې د خدای ج شکر ادا کوي