د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان امريکا ته ماته ورکړه او سوپر فور ته بريالی شو

کرکټ څانګه 11.02.2010 07:20

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوريزو لوبو دنړيوال جام د غوراوي په لړ کې نن په يوه بله لوبه کې د امريکا متحدو ایالاتو لوبډلې ته په ۲۹ منډو په ماتې ورکولو سره سوپر فور يا د څلورو غوره لوبډلو په کتار کې ودرېدله. افغان لوبډله به په دې پړاو کې دوه لوبې کوي چې یوه یې سبا په ۱۲ بجو د هالينډ اوبله یې د خالي په ورځ د اماراتو سره ده.

د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته له A ګروپ څخه افغانستان او ايرلينډ او له B ګروپ څخه امارات او هالينډ بريالي شول. افغانستان او امارات دواړو له لومړي پړاو څخه دويم پړاو ته له ځانه سره دوه دوه نمرې هم راوړي دي چې په دې ترتيب له ايرلينډ او هالينډ څخه مخکې دي.

د څلورو غوره لوبډلو په پړاو کې د څلورو واړو لوبډلو حال په دې ترتيب دی:

لوبډله کړې لوبې ګټلې بايللې نمرې د منډو اوسط  
امارات ۱ ۱ ۰ ۲ 0.721  
افغانستان ۱ ۱ ۰ ۲ 0.650  
ايرلينډ ۱ ۰ ۱ ۰ -0.650  
هالينډ ۱ ۰ ۱ ۰ -0.721  

افغان لوبډلې په شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدا ۱۳۵ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې دامريکا لوبډله په ټاکلي مهال کې د اوو لوبغاړو په سوځېدا ۱۰۶ منډې جوړې کړې چې په دې سره افغان لوبډلې وکولای شول د ۲۹ منډو په توپير خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

ياده دې وي چې ددغې سياليو ګټونکی او دويمه لوبډله به د۲۰/۲۰ يا شل اوريزو لوبو په نړيوال جام کې چې ټاکل شوې دغرب الهند يا ويسټ انډيز په ټاپوکې ترسره شي ګډون کوي.

د لوبې سکور کارډ:

لوبډله منډې اورونه سوځېدلي
افغانستان ۱۳۵ ۲۰ ۴
امريکا ۱۰۶ ۲۰  ۶

دا لږ مخکې د لوبغالي انځور دی.

- د لومړي ځل لپاره په لوبه کې پوليس راغلي دي.

- شهزاد وسوځېد.

- شهزاد او نور علي د افغانستان پيلونکي دي.

د افغانستان د بيټنګ کارډ:

Batting - Afghanistan 1st innings Runs B 4's 6's S/R
Noor Ali run out ( Imran Awan ) 26 27 3 0 96.3
Mohammad Shahzad+ c †Wright b Cush 0 5 0 0 0
Nowroz Mangal* run out ( Baker ) 30 27 3 0 111.11
Karim Sadiq st Wright b Allen 25 26 2 0 96.15
Mohammad Nabi not out 25 18 2 1 138.89
Raees Ahmadzai not out 26 17 2 0 152.94
Shafiqullah   0 0 0 0 0
Hamid Hassan   0 0 0 0 0
Shapoor Zadran   0 0 0 0 0
Mirwais Ashraf   0 0 0 0 0
Samiullah Shenwari   0 0 0 0 0
Extras (b 2, lb 1, w 0, nb 0, pen ) 3  
Total 135

د افغانستان د توپ اچونې کارډ:

Bowling - Afghanistan 1st Innings O M R W NB WD E/R
Shapoor Zadran 4.0 1 13 0 0 1 3.25
Mirwais Ashraf 4.0 0 14 1 0 0 3.5
Karim Sadiq 3.0 0 25 0 0 0 8.33
Samiullah Shenwari 2.0 0 12 0 0 0 6
Mohammad Nabi 3.0 0 22 2 0 1 7.33
Hamid Hassan 4.0 0 14 3 0 0 3.5

افغانستان نن د امريکا د متحده ايالاتو له لوبډلې سره لوبه کوي. لوبه د ۲۰ اورونو نړيوال جام د غواروي په ترڅ کې ترسره کېږي. لوبه د اماراتو په وخت ۱۲ بجې (د کابل په وخت ۱۲:۳۰ بجې) پيل کېږي. لوبه د دوبۍ سپورټ سيټي په کرکټ لوبغالي کې ده او د لوبې کتنه وړيا ده.

لوبې ته نن ځانګړې اهميت ورکړل شوی دی. د کرکټ نړيوالې شورا ټول افغان ته وويل چې ل وبغالي ته یې نن اضافي امنيتي ځواک وروغوښتی دی او یو رسمي رسنيز کنفرانس ته هم تابيا نيول شوې ده.

ډېرو افغانانو هوډ کړی دی چې ننۍ لوبې ته به د ډهلونو او بيرغونو سره لوبغالي ته ځي او لوبډله به په اتڼونو بدرګه کوي او ملاتړ به یې کوي.

د سوپر فور يا څلورو غوره لوبډلو کتارته د افغانستان رسېدل لا کره نه دي. ځکه اوس هم دا چانس شته چې که امريکا سبانۍ لوبه وګټي او ايرلينډ سکاټلينډ ته ماته ورکړي نو د افغانستان، ايرلينډ او امريکا به څلور څلور نمرې شي او سوپر فور ته د وتلو لپاره به د دې لوبو د منډو اوسط ته کتل کېږي.

له بله پلوه په تخنيکي حساب سکاټلينډ اوس هم چانس لري چې سوپر فور ته بريالی شي خو په دې شرط چې سبا ته ايرلينډ ته ماته ورکړي او افغانستان امريکاته ماته ورکړي چې په دې ترتيب به د امريکا، ايرلينډ او سکاټلينډ دوه دوه نمرې شي او د دې درې لوبډلې اوسط ته به کتل کېږي چې له افغانستان برسېره سوپر فور ته بريالۍ شي.

تر اوسه سوپر فور ته د عربي متحده اماراتو وتل کره شوي دي چې په B ګروپ کې دي. په B ګروپ کې سوپر فور ته د دويمې لوبډلې چانس هم د کينيا او هالينډ ترمنځ شته دی.

د يادونې ده چې په افغانستان کې بېلابېلې راديوګانې دعوه کوي چې ګنې له اماراتو څخه په ژوندۍ بڼه د لوبو احوال خپروي او هلته یې استازي شته خو ټول افغان تر اوسه په لوبغالي کې يواځې د ننګرهار راديو تلويزيون او سلام وطندار راديو استازي ليدلي دي چې د لوبې احوال په ژوندۍ بڼه خپلو ارګانونو ته ورکوي. (هر کس ديګه که دعوه حال دادن زنده از ستيديم کند دعوه اش باطل است).

د نن ورځې لوبډله: کپتان نوروز منګل، مرستيال کپتان محمد نبي، کريم خان صادق، حميد حسن، اصغر ستانکزی، ريس احمدزی، دولت احمدزی، ميرويس اشرف، محمد شهزاد، نور علي ځدراڼ، سميع الله شينواری، شفيق الله شفق، شاهپور ځدراڼ او افتاب عالم.

په اماراتو کې افغانان د نورو معلوماتو لپاره په دې نمره اړيکي نيولای شﺉ: 0552185985


لوبه نن د دوبۍ په کرکټ لوبغالي کې (پورته په انځور کې) ترسره کېږي.

لوبغالي ته د ورتګ او ادرس لپاره دلته نقشه او لارښونه کتلای شﺉ.