د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ د ستر بري په لور

ډاکټر نجيب 10.02.2010 23:42

دانټرنيټ هم څه اجيبه شی دی، ريښتيا هم چې نړيوال جال دی. ورک ملګري درته پيدا کوي نوي ملګري دې زياتوي د چا پسې چې غوټې وهې په لاس په درشې.
نه غواړم چې خبره راڅخه اوږده شي ، د همدغه انټرنيټ له لارې ماته دا وياړ را په برخه شو چې د افغانستان د وياړونو او ننګونو او اتلانو هر يو ښاغلي تاج ملوک، ښاغلي سميع شينواري او منيجر ښاغلي نظري صيب سره لږې ډېرې خبرې وکړم. دا د هر چا ارزو وي چې خپل اتلان وګوري او خبرې يې واوري هغه د خوستوالو په لهجه ګپه ورسره وکړي ان تردې چې ځنې خو يې لا د ليدنې پر مهال لېواله وي چې لاسليک ( اتوګراف ) يې د ياداښت په ډول واخلې او کله يې چې لاسليک ګويا لکه ټوله نړۍ يې چې ده ته ورکړي وي او دا لاسليک تر کلونو کلونو ساتې.
راځم آر موخې ته! ما چې څه د منيجر صيب په خبرو کې واورېدل هغه يو ډاډ وو او ځني تکي بيا داسې وو چې ريښتيا هم يو ستونزه وه چې پام ورته وشي.
دا چې نه زه په کرکټ بلد يم او نه مې د کرکټ لوبه کړې ده ما ته ياد شې په سريلانکا کې دوۍ په لوبه پوخت وو ما او زما ملګرو لوبه څارله چې د لوبې پر مهال باران شو نو بيا يې پرېکړه په ډي ايل D/L سيستم وکړه نو موږ يو هم نه پوهيدو تر څو مو د ګوګل له لارې دا ستونزه اواره کړه او زړه مو ارام شو. خو دا اوس شوق مو ددغه اتلانو د برياوو لوريينه ده چې زه او زما په څېر زرګونه افغانان يې اړ کړي چې هره ورځ لوبه وڅاري نو همدغه اړتيا دلته هم اړ کړي يم چې څو کرشې تورې کړم او ددغه اتلانو حق اداکړم.
راځم د منيجر صيب خبرو ته چې هغه په افغانستان کې دننه د کرکټ د لوبې لپاره د ميدانونو نه شتون دی.
دی وايي چې په افغانستان کې ډېر تکړه ځوانان وجود لري که ددوۍ لپاره ميدانونه جوړ شي او بيا ددوۍ تر مينځ ټورنمنټونه او مسابقې برابرې شي نو دا کار په لوبغاړي وهڅوي او هم به د کرکټ د مينه والو لپاره نوې ساه وي او له دې سربېره به د کرکټ راتلونکې تضمين شي او له دې ور آخوا به په اسانۍ سره هغه تکړه لوبغاړي دټولو له مينځه راووځي چې کوم چې د کرکټ لوبې اړتيا او غِوښتنه ده
داچې زما په آند دا ستونزه پر ځاي ده او هم د حل لار لري نو زه په دې هيله يم چې د کرکټ چارواکي به ددوی دغه غوښتنو ته غوږ کيږدي او غور به پرې وکړي تر څو د کرکټ لوبه هاغسې بريالۍ پر مخ ولاړه شي لکه دا اوس چې روانه دهو
د مضمون په اخره شېبه کې مې خبر ترلاسه کړ چې سکاټلنډ ماتې وخوړه نو د خوشالۍ مې اوښکې راغلې زه يې ټولو وطنوالو او په ځانکړي ډول د کرکټ اتلانو ته مبارکي وايم او د نورو برياوو په هيله