د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زېری : افغانستان ايرلنډ ته ماتې ورکړه

زمه وال 09.02.2010 14:48

د کرکټ د شل اوريزو سياليو د نړيوال جام د غوراوي په لوبو کې افغانستان ايرلينډ ته د ۱۳ منډو په توپيرماتې ورکړه .

دغه لوبه چې نن په متحدو عربي اماراتو کې ترسره شوه افغانستان په لومړۍ پاړۍ کې ۱۳۹ منډې جوړې او مخالفې لوبډلې ته يې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه چې د افغان توپ ويشتونکيو د ښې لوبې په برکت مخالفه لوبډله په ۱۲۶ منډو وسوځېده.

د شل اورېزو لوبو نړيوال جام چې ټاکل شوې دوه مياشتې وروسته د غرب الهند په جزايرو ( ويسټ انډيز) کې ترسره لپاره د غوراوي سيالۍ په عربي اماراتو کې روانې دي.

د تفصيل لپاره دلته ټک ورکړﺉ.