پاکستاني طالبانو ومنله چې مشر يې وژل شوى دى

عبدالهادي حېران 09.02.2010 10:15

په پاکستان کې د طالبانو تحريک له اوږده ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره منلې چې د دوى مشر حکيم الله محسود وژل شوى دى.

ځوان حکيم الله محسود وروسته له هغې د پاکستاني طالبانو د عمومي مشر په توګه وټاکل شو چې د تېر اګست په پنځمه نېټه د طالبانو پخوانى مشر بيت الله محسود د يوې بې پيلوټه طيارې په بريد کې ووژل شو. طالبانو تر ډېره وخته د هغه مړينه هم پټه ساتلې وه خو په پاى کې يې د يوې ويډيو په خپرولو سره د پاکستان او امريکا د حکومت ادعا تصديق کړه.

د بيت الله محسود له مړينې سمدستي وروسته د پاکستان حکومت دا ادعا هم وکړه چې حکيم الله محسود او د طالبانو يو بل پياوړى قوماندان ولي الرحمان د مشرۍ په سر په يوه خپلمنځي جګړه کې وژل شوي دي خو دغه او وروسته نورې ادعاوې محسود او ولي دواړو په خپله په وار وار سره رد کړې.

د حکيم الله محسود، چې د پاکستان حکومت يې پر سر دروند انعام هم ايښى و، د طالبانو د مشر په توګه له راښکاره کېدو وروسته په پاکستان کې پر حکومتي ځواکونو ځانمرګي او نور مرګوني بريدونه بېخي زيات شول چې په ځواب کې يې حکومت هم په جنوبي وزيرستان او نورو سيمو کې درانده عمليات ترسره کړل. د پاکستاني عملياتو تر څنګ امريکايي بې پيلوټه الوتکو هم په جنوبي وزيرستان کې د طالبانو ډېر داخلي جنګيالي او بهرني همکاران له منځه يوړل. خو د هغه په وړاندې د امريکايانو د زغم حد هغه وخت پاى ته ورسېد چې هغه په يو ويډيو کې د هغه تن سره راښکاره شو کوم چې په يو ځانمرګي بريد سره په خوست کې د سي ايي اى اوه لوړپوړي ماهرين وژلي وو. حکيم الله محسود د دغې پېښې له مسووليت اخيستلو لږې ورځې وروسته، د پاکستاني چارواکيو په ادعا، د يوې بې پيلوټه الوتکې د بريد ښکار شو.

د خوست په ولايت کې د سي ايي اى په مرکز دغه بريد د دسمبر پر ٣٠مه نېټه شوى و. څو ورځې وروسته حکيم الله محسود د هغې مسووليت واخيست او تر هغې څو ورځې وروسته د پاکستان يو چارواکي رحمان ملک د هغه د وژل کېدو ادعا وکړه. وروسته د بي بي سي اردو پاڼې د يو سيمييز قومي مشر په حواله هم وويل چې نوموړى وژل شوى دى او دغه مشر زياته کړه چې ده په خپله په اورکزي ايجنسۍ کې د هغه په جنازه کې ګډون کړى دى. مګر پاکستاني طالبانو بيا هم دا خبره ردوله او ويل يې چې حکيم الله به ډېر ژر د رسنيو په مخکې ښکاره شي. خو بيا يې وويل چې هغه ځکه رسنيو ته نشي ښکاره کېدلى چې امريکايان يې په لټه کې دي او غواړي چې له منځه يې يوسي.

خو نن د اورکزۍ ايجنسۍ طالب مشرانو پاکستاني رسنيو ته په تليفون کولو سره تصديق کړه چې حکيم الله محسود وزيرستان کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ټپي شوى و او له هغه ځايه کراچۍ ته د علاج لپاره وړل کېده چې په ملتان کې يې ساه ورکړه او بيا وروسته په اورکزي ايجنسۍ کې خاورو ته وسپارل شو. د پاکستان نامتو ژورنالست رحيم الله يوسفزي هم دغه خبره تاييد کړه او نړيوالو رسنيو لکه سي اين اين او نورو هم وويل چې د طالبانو باوري سرچينو د حيکم الله محسود مړينه تاييد کړه.

اوس پاکستاني چارواکي دا ادعا هم کوي چې تر حکيم الله وروسته د طالبانو د مشرۍ په سر په خپلمنځي جګړه کې د قاري حسين په نامه هغه تن هم وژل شوى چې د ځانمرګيو بريد کوونکيو ماهر يا استاد و. خو دا خبره طالبانو لا تر دې دمه نده تاييد کړې. اما په پاکستان کې ځينې کړۍ په دې فکر دي چې د طالبانو د دغو پياوړو مشرانو له وژل کېدو او د هغې په نتيجه کې د دوى ترمنځ د اختلافاتو د رامنځته کېدو له امله ډېر ژر ده چې دا تحريک له پښو ولوييږي. د داخلي چارو کوم ماهرين چې دا خبره کوي د هغوى پر وړاندې يو دليل د باجوړ د طالبانو دى چې پخوانى پياوړى قوماندان مولوي فقير محمد يې له مشرۍ ليرې کړى دى او دغې خبرې په سيمه کې د طالبانو ترمنځ سختو جنجالونو ته لاره هواره کړې ده. 


د ليکوال څو نورې لیکنې

حامد 09.02.2010 16:51

هادي جانه،
محسود نه دی، مسعود دی. محسود له حسد څخه اخیستل شوی چې داسې چاته ویل کېږي چې کرکه ورنه کېږي او په دې ډول دا د پښتنو د یوه لوی قوم مسعودو سپکاوی دی.

درناوی
حامد

<#%= link_to t("ta.buttons.all_comments"), comment_path(:id => @post.id), :class => "button"%>

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


10.03.2010 03:34 د طالبانوسخت نظام دی/ټپيزې: محمدحنيف حيران

ژوند لکه ډک د ميو جام دی د هلکانو نوم بدنام دی څه وکړم عمر مې ډېر خام دی د طالبانو سخت نظام دی چپه کاکل تر خولۍ لاندې ګرځومه

09.03.2010 13:29 د میرمن بهیر د راتلونکې غونډې خبریتا

توبا ندا ساپۍ دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر د دارالانشآ مشره

09.03.2010 10:08 ژړیږي

سیدشاه خروټئ-لندن

09.03.2010 10:06 حیران

سیدشاه خروټی لندن

09.03.2010 10:01 غزل

بورېوال کاکړ

09.03.2010 09:59 د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى

د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى بورېوال کاکړ‎ ‎

08.03.2010 20:02 ازاد نظم/ فضل الربي رستم

د هلمند( مارجې) وحشي عملیاتو ته

08.03.2010 16:59 غزل -- شېرحسن کمالزی

داسې نه ده چې هرچا ته پاتې کيږي -- دا دنيا به يو الله ته پاتې کيږي

08.03.2010 16:46 د تعصب پرخلاف هڅې د تعصب اور بلوي

لکه څنګه چې دکرزي صاحب نوې کابينې ته دټولوخلکوکلکه سوداوه،ما هم د هرمحترم کانديدله خولې دمثبت اوبشپړ بدلون ټپې اورېدلې وې.ځکه خو ورته په تلو

08.03.2010 16:39 په پېښور داسې څه چل شوى ؟ فرهاد هلمند

په ١٩٩٩ کال کې زه د پېښور صدر په مدرسه جامعه امدادالعلوم کې د متوسطې درجې زده کوونکى وم.

11.03.2010 14:27 د چا په نوم ؟

11.03.2010 13:04 ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هر

11.03.2010 10:33 د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا

11.03.2010 10:08 نورمحمد سعيد

يو څو شيبې لانورې مې دمات.....

11.03.2010 08:07 غزل

سندريز شور

11.03.2010 08:04 د ښاغلي روح الله وفا ښکلې غزلې

روح الله وفا

11.03.2010 08:01 د كوچني اقتصاد اصول

روح الله وفا

10.03.2010 14:33 د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم

په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! ــــــ د هيلو مات څراغ مي ايښى د شمال په مخ کې

10.03.2010 11:19 رواج:(لنډه کیسه)

لیکوال:محمدالله ارین احمدزی

10.03.2010 06:25 جنتي خوب/ سمیع الدین افغاني

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته زما دخاوند په وينو سرو ډک شو