مک کرسټل بیالویه خبره وکړه

قاري حبیب 08.02.2010 14:08

واشنګټن پوسټ امریکایي ورځپاڼې په خپله یوه وروستۍ ګڼه کې دهلمند په راروانو عملیاتو لیکنه خپره کړې ده او ددې عملیاتو او سیمې دبیلابیلو اړخونو په څیړنو سربیره یې په افغانستان کې دامریکایي مشرجنرال سټینلي مکرسټل خبرې هم رااخیستې دي .
دجنرال خبرې دپخوا برخلاف بي ساري قاطعانه اوکوټلي دي چې سړی ته دنوموړي په حافظه او ذهني روغتیاشک ورولاړوي ،ځکه هغه جنرال چې دڅه موده وړاندې یې واشنګټن ته په خپلو راپورونو کې دافغاني مقاومت کچه ترهغه خورا پياوړې او ځواکمنه ښودله چې پینټګان فکرکوي داځل یې په اصطلاح نه وړي اونه راوړي او دواشنګټن پوست له لارې دهلمند په طالبانو غږ کوي چې (طالبان باید بي قید اوشرطه دمارجې په شمول خپلې ټولې سیمې پریږدې اوسم دستي کډې بارکړي ځکه دمقاومت په صورت کې به سخت وټکول شي )دغه لنډکي او الټیماټوم ماته څوکاله وړاندې دامریکایانو یوبل همداسې لنډکی اخطار راپه یادکړچې وروسته یې ډيرزر تخفیف په کې راووست .
دیرغل په پیل کې داناکونډا دعملیاتوپه مهال هم امریکایانو په لومړۍ ورځ په مجاهدینو له الوتکو څخه یوه لنډکی پيغام وشینده چې خبره یې ډیره لویه وه (مقاومت بس کړئ کنه تباه کیږئ ) خومقاومت بس نه شو او له پنځلس ورځو وروسته چې څوامریکایي چورلکې رانسکورې، ګڼ امریکایي عسکر وژل شوي اوپنټګان ته ویتنام ورپه زړه شوی وه خومجاهدین لاهم نه وه تباه؟؟شوي نوایله یې سدسرته ورغی اوله وروستی عقل نه په استفاده یې دپیغام لهجه واړوله چې داځل په کې خبره له الټیماټوم نه زارۍ اوننواتي ته رسیدلې وه .
زه وایم هغه مهال دمجاهدینو ضعف او تازه دمي امریکایي یرغل ته په پام سره دیرغلګروپه شرمنده کولو کې دالله تعالی غرض ددښمن دهغې فرعونې ادعا غلط ثابتول وه چې په لومړي سرکې یې کړې وه ځکه کبر اولویي غوښتنه دالله تعالی هغه بلاکیف (څادر)دی چې په کې ورسره هرځان شریک بلونکی ډيرزر رسواکوي چې بشري تاریخ هم ددې خبرې پریمانه مثالونه لري .
خبره دمکرسټل وه چې دکلاسیک لویدیځوال عادت له مخې یې یوځل بیا ستره لاپه وهلې اوله نوروفرعوني څرګندونو سره یې داهم زیاته کړې چې طالبانوته به په دې عملیاتوسره قوي پيغام ولیږدوي .
لکه څنګه چې دهلمنددمجاهدینویومشرمطبوعاتوته څرګنده کړې دابه وخت وښیي چې آیا غوریدلی مکرسټل به رښتیاهم همدومره ووریږي لکه چې وایي که څنګه ؟خویوڅه چې همدااوس دراتلونکي قضاوت لپاره ښه لاسوندبلل کیدای شي هغه په افغانستان کې دامریکایانو تیراته کلن عملیات او زورآزموینه ده چې هرچایې پيل او پایلې دسرپه سترګو لیدلي دي .
مونږ په تیروڅوکلونو کې لیدلي دي چې دامریکایانواونورویرغلګرو داډول خونړۍ څرګندونې او هوایي توپ بازۍ بالاخره له کومو لاسته راوړنو سره غلي شویدي که ددوی داخیال وي چې په دې اوازو به دهلمند خروښیدلی اولس رام کړي خو..کلاوحاشا...ځکه اولس په دې پوهیدلی چې په سیمه یې امریکایي سلطه په کومه بیه ورته تمامیدای شي دمارجې اولس دمکرسټل دپوځیانو حکومتداري یوځل لیدلي نوځکه یې بیاښایي تجربه نکړي دتیرکال دپسرلي په پای کې دمارجي په لویه چارراهي دامریکایانو چاپه دهرچاپه یادده چې دلوي چارراهي ۴۰۰ دوکانونه ۵۰ ملکي موټران ۲۵ موټرسایکل یې وسوزول دغه راز یې په کروچارراهي قاري صدی اونوروسیموکې له ۵۰ ډیرملکي خلک ووژل او له پنځه ورځې حکومتدارۍ وروسته بیرته ستانه شول .
نوایاداوینې هدر کیدلای شي ؟
په پای کې ویلای شوچې راځئ دهلمند دراتلونکوعملیاتو په اړه له وړاندینیو قضاوتونو او دمکرسټل په چم د پریکنده څرګندونو په ځای څوورځې نورهم انتظار وکړو ځکه تراوسه لادمکرسټل سرتیري اوټانګان دسیستاني په دښته کې دي او دمارجه والو په دام کې نه دي ښکیل شوي اوښایي تراوسه لاددې عملیاتو دپایلوپه اړه قضاوت ته وخت وي .
په اخرکې دجنرال دې لویې اولنډې خبرې ته په ځواب کې ددې وطن دیوه مومن موحدشاعر ذبیح الله احساس دالنډکی بیت کافي بولم چې وایي

دومره په کبرراته مه وایه چې ساه دې باسم
داواک دهغه دی چې ماته یې راکړی نفس

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


15.03.2010 15:55 د درويش ياد

د مقاومت شاعر

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

په ډاډه زړګي راځه وېرېږه مه * یار دیارپښتنه کړي شرمیږه مه

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

16.03.2010 12:36 پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې

د سپين سحر خبرې

16.03.2010 09:46 غزل // فريد خوست

ځمه ويده کيږم دچينار لاندې //ګوندې جانان راشي د غرمې په خوب

16.03.2010 09:02 په ايميل کې H I V/ اجمل آټک یوسفزی

16.03.2010 08:05 خبرتيا

16.03.2010 05:22 دافغان مهاجرینوسره دپاکستاني فوځیانو چلند/ویډیو

د طالب او مجاهد تر نامه لاندې پښتانه د علمي ،فرهنګي او فزیکي جینوسایډونو په درشل کې

16.03.2010 04:28 ستــــــــــرګې په ټپو کښی

سترګی می تا ته تورولې * چی ته رانغلې په سالو یئ پاکه ومه

15.03.2010 21:07 محمدامين مجبور تڼئ

یار می کفن ته سرف غوټې ورکړې * مجبوره ده يار نښانه پريښوده

15.03.2010 20:05 څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر

وعده وکړه چې ته به مې هم ساتې په زړګي کې ـــ لــــــــرمــــه درته ډېـــرې نـنـواتې په زړګي کې

15.03.2010 20:02 غوسه: شیرین اغا جهانګیر

ناګهانه يې سترګې په هغو کرښو پرېوتې چې کوچني زوي يې په ګاډي ویستې وې: - پلار جانه! زه درسره مینه کوم!

15.03.2010 19:58 د کشیش د طوطیانو دعا: شیرین اغا جهانګیر

نور نو دعاوې بس کړه! زمونږ دعا ګانې قبولې شوې.