سعودي د نوم د بدې مانا له وجې د پاکستان سفير ونه مانه

--- 08.02.2010 12:36

سعودي عربستان د پاکستان وړانديز شوی سفير اکبرزېب د سفير په توګه ونه مانه. سره د دې چې سعودي د نوموړي د نه منلو وجې نه دي روښانه کړي خو عربۍ رسنۍ وايي چې نوموړی ځکه په سعودي کې د پاکستان د سفير په توګه نه دی منل شوی چې نوم یې په عربي کې د ((ستره تناسلي اله)) مانا لري.

په عربي ژبه کې ((اکبر)) د ((ستر)) او ((زېب)) د ((سړي د تناسلي غړي)) په مانا دي.

تر دې دمخه متحده عربي اماراتو او بحرين هم ښاغلی اکبرزېب د سفير په توګه نه و منلی. هغه مهال پاکستان فکر کاوه چې ښايي دا په دې هېوادونو د امريکا فشار وي خو اوس پته ولګېده چې د نوموړي د نه منلو وجه بل څه وه.

په پاکستان کې اکبرزېب، عالمزېب، اورنګزېب، جهانزېب او ورته نومونه ډېر دي.

یوې عربي ويبپاڼې ليکلي دي چې که دې هېوادونو اکبرزېب د سفير په توګه ټاکلی وای نو بايد چې په اخبارونو کې خپاره شوي وای چې(( ښاغلي اکبرزېب (سترې تناسلي الې) جلالتمآب ريس دولت یا پاچا ته خپل د قبولي اسناد وړاندې کړل او جلالتمآب د اکبرزېب اسناد ومنل. بل دا چې دا هم سخته وه چې ووايي چې اکبرزېب د جلالتمآب سره په کتنه خوښي وښوده او جلالتمآب یې هرکلی وکړ او د پاکستان ملت ته یې د نوموړي له لارې نېکې هيلې ولېږلې.))

دا په داسې حال کې چې په پاکستان کې د متحده عربي اماراتو برحاله کونسل قضيب حمد سیف العواني نومېږي. ((قضيب)) د ((سړي د تناسلي غړي)) مانا ورکوي. خو سره له دې هم پاکستان نوموړی کونسل په خپل هېواد کې پرېښی دی.

د يادونې ده چې ښاغلی اکبرزېب په کاناډ کې د پاکستان سفير پاتې شوی دی او بېلابېلې دولتي دندې یې سرته رسولي دي.

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


13.03.2010 11:46 ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو: * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 11:44 طمع: شیرین اغا جهانګیر

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه: - بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم

13.03.2010 10:04 بیلتون

نوریه وهاب

13.03.2010 10:03 غزل

راليږونکی : سندريز شور

12.03.2010 19:02 د فضل الربي رستم ازاد نظم د جلال امرخېل په غږ کې ، ویډیو

12.03.2010 16:11 د اغزو څوکې =شاعر: انجينر متين

وينې د زړگي وې توى لـــــه څـوکــــو د بـــڼو شولې = اوښکې هم ياغي لـــــــه سلطنـــــته د لېـــــمو شولې

12.03.2010 14:01 ژوندی ناخوالی

بلي ! شيريني ته خبري كوي ؟

11.03.2010 14:27 د چا په نوم ؟

11.03.2010 13:04 ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هر

11.03.2010 10:33 د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا

14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی