واقعي اودايمي سوله

د.ب.هيښ 08.02.2010 11:41

په انساني ژوند کې هغه ټولنه نیکمرغه ګڼل کیږي چې دازادۍ او خپلواکۍ په موجودیت کې ئې افراد ،سازمانونه او ډلې په سوله ایزه توګه خپلې سیاسي ،ټولنیزې ،اقتصادي او کلتوري چارې په مخ بیایي او دجنګ ،تیري،نفرت ،کینې او جبر په ځائ دمینې ،تفاهم ،تعقل او تحمل په بنسټ دنظرونو او عقایدو توپیرونو ته منطقی او معقولې لارې او ګودرونه لټوي.په دا ډول ټولنو کې ټولو سیاسی،اجتماعي،کلتوري ،روزنیز،امنیتی او اقتصادي ستونزو او دهغې په اساس راولاړو شویو پوښتنو ته دتفاهم،مباحثو،مشورو او مذاکرو په فضا کې دپوهې ،عقل او تدبیر په اساس دحل مناسبې او معقولې لارې او ځوابونه پیدا کیږي. تصمیمونه اوفیصلې ئې دټولنې دګټو او ارزښتونو په نظر کې نیولو سره په ډیر غور او دقت سره دتدبیر او تفکر په اساس نیول کیږي او داحساساتي ،جذباتی او هیجاني دریځونو او برخوردونو نه ځانونه لیرې ساتي. دټولنې د غړیو او سازمانو په منځ کې داعتماد او باور روحیه نوره هم ټینګیږی او دهر رنګه داخلی اوخارجې مداخلو ،لاسوهنو او مزاحمتونو په مقابل کې ثابت او پایداره موقعیت اختیاروي او ټولنه دهرې دسیسې او توطئې په مقابل کې مصئونه او محفوظه پاته کیږي.دائمي سوله قائمیږي او دترقئ او پرمختګ دپاره لازمي شرایط برابریږی او دټولنې افرادوته درفاه او سوکاله ژوند امکانات برابریږي.

له دې کبله دیوې ارامه ،باامنه اوباثباته سولې نه برخورداره ټولنې دمنځ ته راتلو له پاره ترټولو اول په ټولنه کې دازادۍ او خپلواکۍ موجودیت اساسي او ضروري شرط دئ چې په ټولنه کې دهررنګه ناورین او مصیبت دراپیداکیدو مخنیوئ تضمینولائ شي او دمسلحانه برخوردونو او کشمکشونو دځاني او مادي تاوانونونه ئې په امان کې ساتلائ شي.

هغه ټولنې چې دازادۍ او خپلواکې دنعمت نه محرومې وی طبعاًداخلي اویا خارجې استبداد پرې مسلط دئ او چیرته چې استبداد حاکم وی هلته نه سوله شته ،نه ثبات شته ،نه ترقې شته او نه پرمختګ .بلکه خشونت ،ظلم ،ناروا ،ترور ،اختناق او جنګ خپله وحشتناکه لمن خوره کړې ده چې نه د چا سر په امان دئ ،نه ناموس ،نه حقوق شته اونه مسؤلیت ،نه اصول شته او نه مقررات.بې بندوبارې او بې سري حاکمه ده او دټولنې افراد دهر ډول تعرضونو او تجاوزونو قرباني دي او د ټولو انساني او معاشرتي حقوقو او کراماتو نه بې برخې دي .

بناءً ټولې بدامنئ ،ناخوالې،انساني ناورینونه او بدمرغئ دمسلط استبداد ثمره ده چې ټولنه ئې اسیره اوګروګان نیولې ده او په افتونو او مصیبتونو کې ئې راګیر کړې ده او ترڅو چې ستم او استبداد حاکم وي دا مصیبتونه به دوام لري . له دې کبله دجنګونو ،دښمنیو او قتل وقتال دختمولو له پاره او په ټولنه کې ددایمي ،باثباته او محکمې سولې د ټینګیدو دپاره باید استبداد ته که داخلي دئ او که خارجي د رد ځواب وویل شي او ناولې او نامشروع څیره ئې دټولنې څخه محو شي.

که دافغانستان تاریخ ته په ژور نظر وګورو افغان وولس او افغاني ټولنه دخپل تاریخ په ټول دوران کې دجنګونو او کړکیچونو سره مخامخ وو،داځکه چې کله ئې خپلواکې دپردیو تر تاخت وتاز لاندې راغلې او دخارجی تیري کوونکو او مهاجمانو دوحشیانه یرغل سره مخامخ شوي دي .دبهرني ښکیلاک سره ئې دخپلې خپلواکۍ دلاسته راوستلو له پاره په مبارزه او جهاد لاس پورې کړئ دئ او کله چې ئې بهرنیو یرغلګرو ته دخپلو قربانیو او شهادتونو په بیه ماتې ورکړې ده او خپله خپلواکي ئې حاصله کړې ده ،له بده مرغه دداخلي استبداد په پیژندلو اوله منځه وړلو کې پاته راغلئ دئ . دداخلي استبداد دوحشیانه سلوک سره مخامخ شوی او دټولو خدایي،طبیعي،انساني او اخلاقي حقونو څخه داستبدادي شخص ،کورنۍ ،ډلې او یا یوګوند له لوري دمختلفو تو جیهاتو او انګیزو په اساس محروم او دمشقت او اختناق ژوند ئې په نصیب شوئ دئ .په ټولنه کې دوولس رول دحاکمه او مستبدو قوتونو داهدافو او ګټو دتاءمینولو او ساتلو دپاره دیوې وسیلې په توګه په کار اچول شوئ نه دیوې ټولنې دټولو واکونو او قدرتونو داصلی او اخري منبع په توګه.

همدا وجه وه چې افغاني ټولنې هیڅکله دیوې عادلانه سولې او ارامتیا مخ نه دئ لیدلئ، دیوه مصیبت دختمیدو سره دبل ناورین سره مخامخ شوی او دغې تراژیدې تر نن ورځې پوري چې دغربې وحشي ستمګرانو دیو لک نه زیاتو حرفه اي قاتلانو ناولۍ وجود او حضور زموږ په پاکه خاوره کې دئ دوام پیدا کړئ دئ او افغانی ټولنه دجنګونو ،قتلونو او ځانی او مادي قربانیو او وحشتونو ډګر ګرزیدلې ده.

په افغانستان کې د اوسنئ تپل شوې جګړي او انساني ناورین اصلي عاملین دامریکا په مشرئ دغربي ستمګرانو غیر انسانی او وحشيانه یرغل او دافغانستان نظامي اشغال او داشغالګرانوسره دافغانستان دجنګي جنایتکارانو او ملي خائینانو نوکري او مزدوري ده چې د۲۰۰۱م کال څخه راپه دیخوا دټولو انساني ،اخلاقي او نړیوالو منل شویو اصولو او معیارونو خلاف جریان لري او دسولې اوثبات په ځائ ئې دعاموژنې ،شکنجې ،ترور اواختناق فضا منځته راوستلې ده .

افغان وولس دخپلې خپلواکۍدلاسته راوستلو اودسولې او ثبات داحیا له پاره جبراًدتجاوز داولې ورځې نه خپل مقاومت شروع کړ . دتیرو جګړو پرهرونه ئې لانه وو ملهم شوي چې دیوې بلې نا انډوله تجاوزي او تحمیلي جګړې بارئې په اوږو ور بارشو .خو څرنګه چې تاریخ ثبت کړې ده ،دبهرني ښکیلاکګروسره په مبارزه کې افغان وولس دخپل شهامت ،سرښندنې او شهادت غوښتنې په اساس میدان ګټلئ دئ او یرغلګرو او اشغالګرو په ټیټو سترګو دا وطن پرې ایښئ دئ .

افغان وولس دخپلو اصیلو زامنو په شاهکارئ او فداکارئ سره چې دمقاومت په جبهه کې تنظیم شوي دي دمغروره او شریر دښمن دشرارت او تکبر خیالونه او خوبونه په خاورو بدل کړل او شیطاني ارمانونه ئې په خوا کې وروچ کړل ،چې انشاءالله په نږدې وخت کې به ددوئ د شرمیدلې ناکامئ تابوت بار او دتاریخ دهدیرې کندې ته به ورغوځار شي،چې دا به په افغانستان کې دعادلانه او دائمي سولې هدف ته درسیدو له پاره دلمړني پړاو طئ کول وي .لاکن دپوره سولې راوستل به هلته دافغان وولس په برخه شي چې افراد،ډلې ،سازمانونه ،تحریکونه او ګوندونه ئې دداخلي ازادۍ اهمیت ،ضرورت او تقدس دسولې او امن دټینګیدو او قائمیدو دپاره درک کړي او وفاداره ورته پاته شي او دداخلي استبداد سره که تر هرنامه او عنوان لاندي وي شدیداً مبارزه وکړي او پرې نه ږدي چې دخارجې استبداد ځائ داخلی استبداد ونیسي.

نو ددې دپاره چې سوله او ثبات دافغاني ټولنې په برخه شی په او ل قدم کې باید دخارجي ستمګرانو ، اشغالګرانواو دهغوئ د کرایه شویو جنګي جنایتکارانو ناولي حضورته دپائ ټکئ کیښودل شي او دمقاومت جبهه چې په ډیر اخلاص او فداکارئ سره دافغانستان دخپلواکۍ او داشغالګرانو دشړلو له پاره دوولس تر څنګ ولاړدی او په میړانه ددې وحشیانو سره مبارزه کوي تقویه او هررنګه مرسته ورسره وشي ،ترڅو دتجاوزګرانو او اشغالګرانو وحشت ختم شي او افغاني ټولنه دخپلواک ژوند کولو نعمت په لاس راوړي او په دوهم قدم کې ددې دپاره چې افغان وولس دتیرو په شان بیا دبهرني استبداد څخه دخلاصون نه وروسته دداخلي استبداد په زولنو کې بندي نه شي او دجنګونو او تاوتریخوالي په ګرداب کې راګیر نه شي همزمان باید د داخلي ازادۍ تحریک هم راژوندئ کړي او دمقاومت دجبهې غوږونو ته دا ورسوی چې دخارجی استبدادڅخه خلاصون دداخلي ستم داستقرار په بیه نه شي زغملائ او لکه څرنګه چې ئې خارجی استبداد ردولو په همغه اندازه دداخلی استبداد څخه هم نفرت لري او د ا غږ را پورته کړي چې دوامداره او دایمي سوله او ثبات دخپلواکۍ سربیره دازادۍ وجود ته هم اشد ضرورت لري اویوازې دخپلواکۍ او ازادۍ موجودیت دئ چې په راتلونکي ژوند کې دجنګونو، جنایتونو او انساني فاجعو مخه نیولائ شی او دايمي سوله او امن تضمینولائ شي.

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


15.03.2010 15:55 د درويش ياد

د مقاومت شاعر

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

په ډاډه زړګي راځه وېرېږه مه * یار دیارپښتنه کړي شرمیږه مه

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

16.03.2010 12:36 پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې

د سپين سحر خبرې

16.03.2010 09:46 غزل // فريد خوست

ځمه ويده کيږم دچينار لاندې //ګوندې جانان راشي د غرمې په خوب

16.03.2010 09:02 په ايميل کې H I V/ اجمل آټک یوسفزی

16.03.2010 08:05 خبرتيا

16.03.2010 05:22 دافغان مهاجرینوسره دپاکستاني فوځیانو چلند/ویډیو

د طالب او مجاهد تر نامه لاندې پښتانه د علمي ،فرهنګي او فزیکي جینوسایډونو په درشل کې

16.03.2010 04:28 ستــــــــــرګې په ټپو کښی

سترګی می تا ته تورولې * چی ته رانغلې په سالو یئ پاکه ومه

15.03.2010 21:07 محمدامين مجبور تڼئ

یار می کفن ته سرف غوټې ورکړې * مجبوره ده يار نښانه پريښوده

15.03.2010 20:05 څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر

وعده وکړه چې ته به مې هم ساتې په زړګي کې ـــ لــــــــرمــــه درته ډېـــرې نـنـواتې په زړګي کې

15.03.2010 20:02 غوسه: شیرین اغا جهانګیر

ناګهانه يې سترګې په هغو کرښو پرېوتې چې کوچني زوي يې په ګاډي ویستې وې: - پلار جانه! زه درسره مینه کوم!

15.03.2010 19:58 د کشیش د طوطیانو دعا: شیرین اغا جهانګیر

نور نو دعاوې بس کړه! زمونږ دعا ګانې قبولې شوې.