د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان، ايرلينډ ته تاريخي ماته ورکړه

کرکټ څانګه 08.02.2010 10:27

د لوبې انځورونه به وروسته په ليکه شي.

د کرکټ د شل اوريزو سياليو د نړيوال جام د غوراوي په لوبو کې افغانستان ايرلينډ ته د ۱۳ منډو په توپيرماتې ورکړه .

دغه لوبه چې نن په متحدو عربي اماراتو کې ترسره شوه افغانستان په لومړۍ پاړۍ کې ۱۳۹ منډې جوړې او مخالفې لوبډلې ته يې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه چې د افغان توپ ويشتونکيو د ښې لوبې په برکت مخالفه لوبډله په ۱۲۶ منډو وسوځېده.

د شل اورېزو لوبو نړيوال جام چې ټاکل شوې دوه مياشتې وروسته د غرب الهند په جزايرو ( ويسټ انډيز) کې ترسره لپاره د غوراوي سيالۍ په عربي اماراتو کې روانې دي.

د لوبې سکور کارډ:

افغانستان په ۱۳ منډو وګټله  

هېواد منډې اورونه سوځېدلي  
ايرلينډ ۱۲۶ ۲۰ ۱۰  
 افغانستان ۱۳۹  ۲۰  ۸  

د لوبې مخامخ حال:

- شاهپور د لوبې لومړۍ اضافي منډه ورکړه. وايډ یې وکړ.

- په درېم اور کې په لومړي او دويم بال په شاپور پورټفيلډ دوه سر په سر شپږيزې ووهلې.

 - درېم اور شاهپور ځدراڼ کوي.

- دويم اور ميرويس اشرف کوي.

- شهزاد به کيپنګ کوي. شاهپور ځدراڼ لومړی اور کوي. شاهپور تېز توپ اچونکی دی.

----
د افغانستان بيټنګ:

- په اخري توپ محمد نبي څلوريزه ووهله او په دې ترتيب افغانستان ۱۳۹  منډې جوړې کړې.

- ميرويس اشرف اتم لوبغاړی چې وسوځېد. په منډه وسوځېد.

- ريس احمدزی سټمپ اوټ شو.

- دوه اورونه پاتې دي.

- محمد نبي په ۱۷ اور کې بله څلوريزه ووهله.

- د ریس کيچ ولوېد او شپږيزه شوه.

- شاوخوا درې سوه افغانان د لوبې سيل ته راغلي چې ستر ستر بيرغونه ورسره دي او ډولونو ته اتڼ کوي.

- د کليد راديو هم ويلي و چې دوبۍ ته به خپله ډله د ژوندي حال خپرولو لپاره لېږي خو دلته یې موږ تر اوسه څوک نه دي ليدلي.

- د سلام وطندار راديو په ژوندۍ بڼه حال خپروي او دلته په لوبغالي کې د ټول افغان په خوکې ناست دي. د ځلا راديو هم ويلي و چې څوک دوبۍ ته لېږي چې ژوندی حال ورکړي خو تر اوسه یې څوک دلته نه ښکاري. د ننګرهار ملي راديو تلويزيون هم په ژوندۍ بڼه حال خپروي.

- ریس احمدزی څلوريزه ووهله.

- ریس احمدزی بيټنګ ته راووت.

- سميع الله شينواري رن اوټ شو.

- د ابوظبي په لوبغالي کې د سکاټلينډ اوامريکا په لوبه کې امريکا سکاټلينډ ته ماته ورکړه.

- سميع الله شينواری بيټنګ ته راووت.

- نوروز منګل سټمپ وسوڅېد.

- محمد نبي درېمه شپږيزه هم ووهله.

- محمد نبي بله شپږيزه ووهله.

- دلته د سلام وطندار

- محمد نبي شپږيزه ووهله.

 - تر اوسه نور علي، کريم صادق، شهزاد، او شفيق الله شفق سوځېدلي دي.

- نور علي هم وسوځېد.  محمد نبي راووت.

- نوروز منګل او نورعلي  بيټنګ ته ولاړ دي.

د افغانستان د بيټنګ کارډ:

Batting - Afghanistan 1st innings Runs B 4's 6's S/R
Noor Ali c Stirling b Botha 42 45 5 0 93.33
Karim Sadiq b Johnston 4 5 1 0 80
Shafiqullah c Mooney b Johnston 3 6 0 0 50
Mohammad Shahzad+ run out ( Mooney ) 12 17 0 0 70.59
Nowroz Mangal* st NJ O'Brien b Dockrell 13 11 0 1 118.18
Mohammad Nabi not out 43 25 3 2 172
Samiullah Shenwari   2 4 0 0 50
Raees Ahmadzai st NJ O'Brien b Botha 9 5 0 1 180
Mirwais Ashraf run out ( KJ O'Brien ) 1 1 0 0 100
Hamid Hassan not out 1 1 0 0 100
Shapoor Zadran   0 0 0 0 0
Extras (b 1, lb 1, w 7, nb 0, pen ) 9  
Total 139  

د افغانستان د توپ اچونې کارډ:

Bowling - Afghanistan 1st Innings O M R W NB WD E/R
Shapoor Zadran 3.0 0 31 1 0 1 10.33
Mirwais Ashraf 4.0 0 20 0 0 0 5
Karim Sadiq 3.0 0 17 3 0 1 5.67
Samiullah Shenwari 2.0 0 7 0 0 0 3.5
Hamid Hassan 3.2 0 19 2 1 0 5.94
Mohammad Nabi 4.0 0 25 2 0 1 6.25

د ايرلينډ د توپ وهنې کارډ:

Batting - Ireland 1st innings Runs B 4's 6's S/R
Porterfield* b Karim Sadiq 35 23 3 2 152.17
NJ O'Brien+ c Noor Ali b Shapoor Zadran 2 6 0 0 33.33
Stirling c Nowroz Mangal b Hamid Hassan 21 23 2 0 91.3
Botha b Karim Sadiq 0 2 0 0 0
KJ O'Brien c Nowroz Mangal b Karim Sadiq 7 9 0 0 77.78
Cusack run out ( Nowroz Mangal ) 15 13 0 0 115.38
Wilson c †Mohammad Shahzad b Mohammad Nabi 8 10 0 0 80
Johnston c Samiullah Shenwari b Mohammad Nabi 18 17 1 0 105.88
Mooney b Hamid Hassan 9 13 1 0 69.23
Connell run out ( Hamid Hassan ) 0 1 0 0 0
Dockrell not out 0 0 0 0 0
Extras (b 1, lb 6, w 3, nb 1, pen ) 11  
Total 126

نن افغانستان د ۲۰ نړيوال جام د غوراوي سيالۍ په ترڅ کې ومړۍ لوبه د ايرلينډ سره کوي.

(په دې اړه کپتان نوروز منګل سره مرکه)

د نن ورځې لوبډله: کپتان نوروز منګل، مرستيال کپتان محمد نبي، کريم خان صادق، حميد حسن، اصغر ستانکزی، ريس احمدزی، دولت احمدزی، ميرويس اشرف، محمد شهزاد، نور علي ځدراڼ، سميع الله شينواری، شفيق الله شفق، شاهپور ځدراڼ او افتاب عالم.

افتاب عالم، دولت احمدزی او اصغر ستانکزی په نن لوبه کې د احتياطي په توکه ناست دي.

د ايرلينډ سره به لوبه د اماراتو په وخت ۱۲ بجې (د کابل په وخت ۱۲:۳۰ بجې) پيل کېږي. لوبه د دوبۍ سپورټ سيټي په کرکټ لوبغالي کې ده او د لوبې کتنه وړيا ده.

په اماراتو کې افغانان د نورو معلوماتو لپاره په دې نمره اړيکي نيولای شﺉ: 0552185985


لوبه نن د دوبۍ په کرکټ لوبغالي کې (پورته په انځور کې) ترسره کېږي.

لوبغالي ته د ورتګ او ادرس لپاره دلته نقشه او لارښونه کتلای شﺉ.

ــــــــــــــ

پرون:

 افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د متحده عربي اماراتو د ابوظبي په ښار کې د شيخ زايد د کرکټ په لوبغالي کې تمرين وکړ. د لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملوک ټول افغان ته له دوبۍ څخه وويل چې لوبډلې په ۱ بجه تمرين پيل او ماښام مهال یې بشپړکړ.

افغانستان په  ننۍ لوبډله کې ځوان لوبغاړی افتاب عالم شامل کړی دی چې لا تراوسه په هېواد کې دی او د کرکټ بورډ یې دوبۍ ته د رسولو کوښښ کوي. نوموړی لا تر اوسه د اماراتو ويزه نه لري.