نوروز منګل: افغانستان مقابلې ته چمتو دی

کرکټ څانګه 08.02.2010 07:36

Nawroz_at_araival

مرکه کونکی: هلال مومند

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل وايي چې په سريلانکا کې د اوږد مهال تمريني کيمپ او بېلابېلو لوبو په پايله کې چمتو دی چې د ۲۰/۲۰ اورونو د نړيوال جام غوراوي په سيالۍ مقابله وکړي.

نوروز منګل ټول افغان ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې په ځانګړې ډول د دې سياليو لومړۍ لوبې ته چې د پياوړې لوبډلې (ايرلينډ) سره ترسره کېږي څه ډول تياری لري، وويل چې ((د افغانستان ټيم په سريلانکا کې یو مياشت تياری کړی دی، ډېرې مسابقې یې هم وکړې چې ۲۰ اوريزې لوبې هم په کې شاملې وې، په ټيسټ لوبه کې مو ايرلينډ ته ماته ورکړه، او اوس په داسې حال کې يو چې ان شاالله ايرلينډ ته ماته ورکولای شو)).

نوروز وايي چې په سيالۍ کې نورې لوبډلې ورته مخکې له مخکې د برياوو مبارکيانې ورکوي. دا په داسې حال کې چې افغانستان یو کال مخکې په ۵م  پړاو کې لوبه کوله. نوموړی وايي چې د افغانستان لوبډله ډېره ښه شوې ده او ټول لوبغاړي ډېره خواري کوي چې په دې لوبو کې ښه وځلېږي  او افغانستان نړيوال جام ته ورسوي. نوروز هيله مند دی چې د نړيوال جام د غوراوۍ په سيالۍ کې به افغانان ښې لاسته راوړنې ولري.

د يادونې ده چې که افغانان د ايرلينډ لوبډله ماته کړي نو نيمه پايلوبې یا Super Four ته د وتلو هېله بيا ډېرېږي او د لوبغاړو مورال به جږ کړي.

د ايرلينډ کپتان انډریو وايټ د کرکټ نړيوالې شورا ويبپاڼې ته ويلي دي چې د افغانستان سره لوبه ورته ځانګړی اهميت لري او همدا لوبه به دا پرېکړه کوي چې لوبډله به یې نړيوال جام ته بريالۍ کېږي او که نه. سره د دې چې وايټ هيله مند و چې افغانستان مات او نور بري هم لاس ته راوړي، خو له څرګندونو یې معلومېدل چې د افغانستان لوبډلې څخه اغېزمن دی او افغانانو په ايرلينډيانو وېره خپره کړې ده. د ايرلينډ کپتان وايي چې اوس د افغانستان لوبډلې سره ډېره اشنايي لري او ډېرې هغه برخې چې ايرلينډيان په کې کمزوري وو، دوی ورته حل موندلی دی.

خو افغان کپتان نوروز منګل بيا وايي چې سره د دې چې ايرلينډ خورا ښه لوبډله ده، ډېرې لوبې یې کړي ، تجربه کاره ده او ډېرې لاسته راوړنې لري، خو افغان لوبډلې پرې اوس فشار اچولی دی. منګل دا مني چې پر افغان لوبډلې هم فشار شته دی خو دا چې په سريلانکا کې یې ښه تمرين کړی دی او پخوا هم افغانستان په ۲۰ اوريزو لوبو کې ځلېدلی نو هيله مند دی چې په ايرلينډ او نورو لوبډلو فشار ته دوام ورکړي او جاري یې وساتي. نوموړی په ايرلينډ او نورو لوبډلو د افغانستان فشار ګټور بولي او فکر کوي چې ښې پايلې به ولري. نوروز هيله مند دی چې که چېرته حميد حسن، محمد نبي او شاهپور ښه لوبه وکړي نو نورو لوبغاړو ته به ډېره ډاډګېرنه وي.

د يادونې ده چې د افغانستان سره په ګروپ کې له ايرلينډ برسېره امريکا اوسکاټلينډ هم شته دي.

 د دې پوښتنې په ځواب کې چې امريکا په تمريني لوبو کې پياوړې لوبډلې اماراتو ته او سکاټلينډ د کينيا پياوړې لوبډلې ته ماته ورکړه، ايا دا په افغانستان فشار زياتوي او که څنګه، نوروز وويل چې ((بالکل، امريکا له ډېر پخوا څخه لوبه کوي. په ۲۰ اوريزو لوبو کې هم اوږد تاريخ لري. سکاټلينډ هم پياوړې لوبډله ده او په نړيوال جام کې لوبېدلې ده. په موږ به فشار وي خو موږ له خيره چمتو یو او قسمت ته به ګورو چې موږ سره څه کوي.))

نوروز سره د دې چې ډېر هيله مند ښکاري چې افغانستان به د روانو لوبو په ترڅ کې د ۲۰ اورونو نړيوال جام ته لار ومومي خو ټول امتياز افغان ولس ته ورکوي او تاکيد کوي چې د افغانانو له دعاګانو پرته دوی برياوې لاس ته نه شي راوړلای. نوروز افغانانو ته د پيغام په توګه دا وويل چې ((ګران ولس دې موږ ته دعاګانې وکړي چې په دې سياليو کې بريالي شو او هېواد ته سرلوړي ستانه او افغان ولس خوشاله وساتو)).


د ليکوال څو نورې لیکنې

ایری 09.02.2010 07:18

ګټه یی څه.... یوه ورځ به ملاصیب په دوی هم د کفر ټاپه ولګوي... او په بله ورځ به د طالب جان په خودکوش کی ټول مړه شي... دهیڅ شی امید نشته ددی سپیره طالب له لاسه... خوښی ته به مو کله هم پرینږدی... او کامیابی خو د بیچاره افغانانو هیڅوک نشی زغملی... او ولی به یی زغمی هم ځکه او خو مونږ خپله د خپل ځان دښمنان یو... ډیر زړه می درد کوی دی ځوانانو ته چی دوی څومره زحمت کوی او یوه ورځ خدای مکړه لکه نورو ځوانانو د اوربشو په تول کی لاړ شی....

دخدای لپاره پښتنو سپورټ، لوبو، او تعلیم ته مخه کړی... نور جنګ بس دی...

محمدآصف"بهرامزوی"کندهاهوائی دگر 09.02.2010 07:01

نوروزجانه لمری سلامونه می ومنه تاسوته سوک چه دوعاگانی ونکری لاسونه ئی مات اوسترگی ئی رندی شی تول ملت دوعاگانی ستاسوسره دی دپاک الله(ج)سخه درته همیشه بریالیتوب غوشتونکی یو الله موبریالی خپل گران هیوادته راستانه کره آمین.

wahidullah 09.02.2010 06:49

Will Afghanistan win the game frome Irland

ډاکټر فريداحمد لامع 08.02.2010 11:04

سلامونه اونيکي هيلي ټولو افغانانو ته
زما پوښتنه د ټول افغان له اداري څخه داده چي دا لوبي ولي په ژوندي بڼه نه خپريږي؟
ــــــــــــــــ
اداره: لاندې مو شېرزي صيب ته ځواب ويلی تاسو یې هم ولولﺉ.

عزیزخان خروٹی 08.02.2010 09:55

انشااللہ نوروزجانہ زموژ دوعاگانی لہ تاسو سرہ دی تاسو تہ پہ کار دہ چی پہ افغانی حیمت او جزبہ لوبہ وکڑی او داسی اوپنران میدان تہ اوباسی چی پہ ٹولو لوبغاڑو بوج ختم شی مننہ

aziz_‏khan2010@yahoo.com

<#%= link_to t("ta.buttons.all_comments"), comment_path(:id => @post.id), :class => "button"%>

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف

14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

15.03.2010 15:55 د درويش ياد

د مقاومت شاعر

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

بی وسئ ته می اشنا ژاړيږه مه } په مرګي که سره بيل شو دا بيل نه يو

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو