د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افتاب عالم په ملي لوبډله کې شامل کړای شو

کرکټ څانګه 08.02.2010 08:56

د افغانستان د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې تېز توپ ويشتونکی افتاب عالم د عبيدالله کنړي پر ځای په ملي لوبډله کې شامل کړای شو. عبيدالله کنړی دوه ورځې وړاندې ځکه کابل ته ولېږل شو چې د ټپ له امله یې د ملي لوبډلې سره لوبې ته دوام نه شو ورکولای.

افتاب عالم لا دوبۍ ته نه دی رسېدلی او دا مهال افغان کرکټ بورډ کوښښ کوي چې اماراتو ته ورته ويزه واخلي. افتاب عالم به تر ډېره د احتياط په توګه د ملي لوبډلې سره وي او که چېرته ورته اړتيا وه نو وبه لوبول شي.

د افغان لوبډلې کپتان نوروز منګل د افتاب عالم د شاملولو په اړه وويل چې هغه هم تېز توپ اچونکی دی او عبيدالله کنړی هم تېز توپ اچونکی و. د دې لپاره چې دا خلا ډکه کړي نو ځکه یې افتاب عالم په لوبډله کې شامل کړ.

نوروز منګل ټول افغان ته وويل چې افتاب عالم ځوان لوبغاړی دی او په نيوزيلانډ کې یې د ۱۹ ټيټ لوبډلو په نړيوال جام کې وځلېد. نوموړی وايي چې افتاب عالم ډېر تېز لوبغاړی دی او دوی به یې ۲۰ اوريز نړيوال جام غوراوي په لوبو کې لوبه څاري.

د يادونې ده چې افتاب عالم د ملي لوبډلې د مرستيال روزونکي تاج ملوک، د ملي لوبډلې لوبغاړي کريم خان صادق، او د لوبغاړي هستي ګل کشر ورور دی.

نوم/تخلص: افتاب عالم

دپیدایښت نیټه: نومبر،۳۰،۱۹۹۲ –  ننګرهار

اوسنی عمر: ۱۷ کاله

دتوپ وهنی ډول: ښی لاس

دتوپ اچونی ډول: ښی لاس ( منځهالی - تیز)