د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غمشريکۍ پيغام

حبيب الله غمخور 08.02.2010 01:10

دا د غم دپاسه غم دی

 

مشهورپښتون شاعر، لیکوال اوسياسي څيره اجمل خټک په حق رسيدلى

دپښتنو يو پياوړۍ او غيرتي جرگه ماراوټولنيزشخصيت  سرتير شاعر دابد لپاره له موږ نه جلاشو

 

ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې  دمشرتابه دخواشينۍ  پيغام

په ژوره  خواشینۍ سره مودډله ايزو رسنيوپه مټ  خبر تر لاسه کړ چي د ټولي پښتنخوا د پوهي او سياسی   ډگر ټولنيز اوسياسي  شخصيت د جرگو اومرکوپېژندل  شوې څيره لوړاندی انقلابي شاعر اجمل خټک دروان ميلادي کال دفبروري په اومه د ۸۵ كالو په عمر دورپېښې  اوږدې ناروغۍ له امله  په حق ورسېد اودابدی ژوند په لورزموږ نه دتل لپاره  وکوچيدي . اناالله و انا اليه راجعون

دغم خبره خوداده چي له يوې خوا دپرديو اونابللو مېلمنواويا دهغوي دلاسپوڅوپه ړندو اوکڼو  بم اوريو، راکټونو، ماينونواوځانمرگی بريدونوکي هر ه ورځ  بيگناه پښتانه او دپښتن ويوشمير سرغنه خپل خوږ ژوند د لاسه ورکوې، دبلې خوا لوي څښتن زموږ څخه داسي کسان  هم جلا کوې چي پښتانه اودسيمي ټول ولسونه  ئې په دې ابدي بيلتون  ډير زيات  خوار او زورېږي .

ارواښاداجمل خټک ديوسياسي شخص ، پياوړي شاعر اوليکوال په توگه په خپل  ټول ژوندکښي دافغان ولس په ځانگړې توگه پښتنود ښېرازی اوبسیا ينې لپاره دخپل توان اواستعدادله مخې  زيار ايستلی اوپه دې لار کښي ئي تر ډيره بريده دسيمي دخلکوپه گټه يولړعالي کارونه سرته رسولي دي .

اجمل خټك دډير پخوانه  د پښتنو د ازادۍ لپاره د ادبي او او سياسي تلاښونو له لارې  مبارزه كړې ، ډيره موده له ۱۹۷۳ کال نه راپدې خوا اتلس کاله د کابل  په ښارکي دپاکستاني چارواکو لخواد يوه سياسي تبعيد سوی څېرې خو دافغانانو اوپه  ځانگړې توگه پښتنولپاره  ديوه پياوړي شاعر ،ليکوال ، اديب  اوسياسي منلي شخصيت  اودرانه مېلمه په  توگه  پاته شو .

اجمل خټک دخپل اوږد، اندرګراؤنډ ژوند نه علاوه دخپل ژوند يوولس پسرلي دنظربندۍ اوبنديخانو دتورو دېوالو تر شا تير کړي دي . مگر دغه معتقد اوپر خپلواکي مين شخصيت  سياسي اوادبي مبارز ددومره سختيوپه تحملولوسره  بياهم دخپل اولس درواحقوقو ، دپاکستاني چارواکو اونړيوالو لخوا دهغوي پر انساني اومنل شوی حق باندي دتېري په وړاندي مبارزه کولونه ستړۍ سوئ ندي اوتل ئي دخپل ولس نه ملاتړکړی  او هر وخت يې دخپلې نظريې دپلي کېدوپه موخه دنيوالو په وړاندي په جار دهغوي ږغ پورته کړى دى .

هغه په افغانستان يادهغه په پلارني ټاټوبي کښي ددې هيوادنه دبيلې سوی تنې دحق دترلاسه کېدوپه موخه دلته په کابل کښي دټولوامکاناتونه په استفادې سره دپښتنو اوبلوڅودخپلواکی غوښتنې اراده ،اواز او وړانديز ونه تر نړيوالو پوري رسولي دي .

ارواښاداجمل خټک هر کال  دپښتونستان دجشن  په مراسموکښي چي دتاريخي لويي جرگې دپرېکړې له مخې دسنبلې پر نهمه دافغانستان په ټولو ولاياتو اوکابل تاريخي ښارکي لمانځل کېدل دپښتنو اوبلوڅود جشن د هغو مراسمو مالگه وه کوم چي په خپل گډون به ئي په سياسي اوشاعرانه  انداز کي نړيوال په سيمه کي دمېشتو پښتنو او بلوڅو ترپښو لاندي سوي اوغصب سوی حق نه  دفاع  ته متوجه کول  او تل  به يې په خپلو ويناوو، شعرونو او ليكنو كې د پښتنواو بلوڅو ددانساني روا حق نه ددفاع ږغ اوچتاوه .

دغه لوړعلمي  شخصيت  دخپلي ژبي ،کلتور،منلي دوداودستور دپياوړتيا په لارکښي دقلم اوژبې په مټ داسي کارونه کړې چي هيرېدل ئي ناشوني دي . ځکه خوزموږ اودسيمي ټول خلک پدي باوري  دي چي داجمل خټک په ابدي تگ سره به تر ډيره بريده  ددې تشې  ډکول دډير وخت لپاره ناشونې وي .

موږ پدې ټينگ باورلرو چي ددغه ټولنيز اوسياسی  شخصيت  د ملي ،سياسی  او فرهنگې چوپړ يادبه دتل  لپاره  د افغانانواودسيمي دټولووطنپرسته اوبا احساسه  اوسېدونکوپه  زړونوکښي  ديوې نه هيريدونکی اوهڅونکی خاطرې  په توگه پاته وي .

  په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر تابه جرگه  اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره  پداسي حال کښي چي دارواښاد اجمل خټک مړينه دهيوادوالواو ټولو پښتنو لپاره لويه  اونه جبرانېدونکې ضايع  بولي، ځانونه د ارواښاد دکورنۍ د ټولوغړو، دارواښاد دعلاقمندانو،سياسي ملگرو او دوستانو سره پدغه ستر غم کې شريک بولي .

 دلوي خداي ((ج)) له دربار نه دمرحوم اجمل خټک کورنۍ  ټولوغړواودوستانوته دصبر او حوصلې غوښتنه کوو .  روح دې ښاد اوياد دې ابدی ، جنتونه دې نصيب سي .

 ددوستۍفرهنگی ټولنې دمشرتابه  جرگې اوروزگان  ملي مهالنۍ خپرونې ادارې  په استازيتوب 

 حبيب اله  غمخور