د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انسان مه وژنئ !

حفیظ الله خالد 06.02.2010 23:30

انسان مه وژنئ !

 

مه وژنئ بی ځایه انسان مه وژنئ

نور دا جنګ ځپلې افغان مه وژنئ

 

بس کړۍ بمباری زموږ په کلیوکی

دا د کلي خـړ ماشـومان مه وژنئ

 

هرماشوم یو ګل دی د وطن د بڼ

دا زموږ د هیلو ګـلان مه وژنئ

 

هرانسان چی وژنئ ټول عالم وژنئ

ښار او د کوڅو لارویان مه وژنئ

 

هر خواته چی ګورې هدیری ډکی

نورزموږد خاوری بچیان مه وژنئ

 

کور کلی مو وران شو په جنګونو کې

 رحم وکړئ خوار بزګران  مه وژنئ

 

جنګ جګړه د ستونزو د حل لار نده

خوشی مو زاړه او ځلمیان مه وژنئ

 

پریږدئ چی د سولې لمر راوخیږي

دا زموږ د زړونو آرمان مه وژنئ

 

ای په جنګ کی ښکیلو خالدغږ واورئ

خدای ته ګورئ نورافغانان مه وژنۍ

 

******

ویانا /  ۳۰ /۱ /۲۰۱۰