د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: افغان ملي لوبډله دوبۍ ته ورسېده

کرکټ څانګه 06.02.2010 16:54

دکرکټ ملي لوبډله نن د خالي په ورځ د مازديګر په ۵ بجو د دوبۍ هوايي ډګر ته ورسېده. لوبډله نن د سريلانکا له پلازمينې څخه د کولومبو په وخت د ماسپښين په یوه بجه د دوبۍ خواته خوځېدلې وه.

لوبډله د دوبۍ په هوايي ډګر کې د ولسي و رسمي ګرم هرکلي سره مخ شوه. په لسګونو مينه والو یې په هوايي ډګر کې د ګلونو د ګېډيو سره او د افغانستان د سفارت له خوا درې مامورينو چې فرهنګي اتشه فضل من الله ممتاز هم په کې و تود هرکلی وکړ.


کريم خان صادق د کرکټ یو مينه وال سره زړه خواله کوي.

د لوبډلې هرکلی د ننګرهار او شمشاد تلويزيونونو له خوا انځور شوی ا و ډېر ژر به یې دا تلويزيونونه خپاره کړي. د شمشاد تلويزيون د دوبۍ دفتر همکار فهميد خان وويل چې د افغان ملي لوبډلې ټولې لوبې به ثبتوي او وروسته به یې د شمشاد له لارې افغانانو ته وړاندې کوي. د ننګرهار تلويزيون په همدې موخه له هېواده یوه ډله دوبۍ ته لېږلې ده چې لوبو ژوندی حال په غږيز ډول د ننګرهار له تلويزيون څخه خپور کړي او وروسته یې ويډيو خپلو ليدونکو ته وړاندې کړي.

   د هرکلي د ټولو انځورونو لپاره دلته ټک ورکړﺉ

 
کبيرخان د ننګرهار ملي تلويزيون ته خبرې کوي.
کبيرخان شمشاد تلويزيون سره مرکه کوي.

ملي لوبډلې په سريلانکا کې له یوې مياشتې زيات تمريني کيمپ، د ايرلينډ سره د انټرکانټننټل لوبو په ترڅ کې څلور ورځنۍ لوبه او په یو څلور هېواديزې سيالۍ کې برخه واخيسته او په عربي متحده اماراتو کې به د ۲۰ اوريزو لوبو نړيوال جام ته د غوراوي سيالۍ په موخه د ۷ نورو هېوادونو سره سيالي کوي چې د فروري په ۹ پيل کېږي او په ۱۳ یې پای مومي.

د اماراتو په سياليو کې چې ۸ هېوادونه په کې برخه اخلي یواځې ۲ مخکښې لوبډلې کولای شي نړيوال جام  ته بريالۍ شي.

افغانستان په A ګروپ کې د ايرلينډو سکاټلينډ، او امريکا سره لوبه کوي.

روزونکي کبيرخان ټول افغان ته وويل چې په سريلانکا کې له یو میاشت تمرين او تياري څخه وروسته لوبډله د نړيوال جام غوراوي ته چمتو ده. کپتان نوروز منګل هم رسنيو ته د دوبۍ په هوايي ډګر کې وويل چې لوبډله چمتو ده چې د ۲۰ اورونو نړيوال جام کې د افغانانو هيلو ته لبيک ووايي.

مرستيال کوچ تاج ملوک ټول افغان ته وويل چې عبيدالله کونړی ټپي شوی و نو ځکه له دوبۍ څخه کابل ته ولاړ او پر ځای به یې افتاب عالم دوبۍ ته ځان ورورسوي. افتاب عالم تېز توپ اچونکی دی او د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې سره د نيوزيلانډ په لوبو کې مل و.

سبا ته د يکشنبې په ورځ به افغانستان په شارجه کې د شارجې لوبډلې سره د تمرين په موخه لوبه کوي. لوبه د اماراتو په وخت د ماسپښين په ۲ بجو د شارجې په لوبغالي کې پيل کېږي.