د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ خلک په رواني ناروغيو اخته کړي!

نقيب احمد لامبوزن 04.02.2010 17:28

په دې وروستيو کې ر ښتياهم چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په نړيواله کچه وځلېده او په کمه موده کې يې هېواد ته ډېرې برياوې او اتلولۍ راوړې، خو که مبالغه ونکړم نو له نورو ولايتونو سربېره ددې لوبې مينه وال په ننګرهار کې خورا ډېر دي. کرکټ سره په ننګرهارکې ځوانان تر ټولو ډېره مينه لري او نن سبا دلته هغه ورځې دي، چې په ښوونځيو او پوهنځيو کې د زده کوونکو ازموينې روانې دي او ددې ازموينو ورکوونکي ټول ځوان نسل دى. يو خو په ننګرهار کې اف ام راډيوګانې دومره ډېرې دي، چې څوک يې شمار نه شي کولاى او بل داچې اف ام راډيو ګانو ته هم ښې ورځې په لاس ورغلي، چې هر يو چېنل نيسې، نو پرته له کرکټ نه بله خبره پکې نشته.ډېرى زده کوونکي او محصلين يې له زده کړو ايستلي او که چېرته په خپلو مضامينو کې ناکام شي، نوښايي چې د راډيوګانو خاوندانو ښېرې وکړي. ما په خپلو سترګو دوه تنه زده کوونکي وليدل چې تر ازموينې ورکولو وروسته کتابونه په لاس پرسرک روان ول او په موبايل کې يې کرکټ اورېده، د موبايل يو ګوشکى يوه او بل يې بل زده کوونکي په غوږ کې ايښي او له شانه پسې موټر هارنونه وهي، خو دوى بې غمه ګوشکونه په غوږونه کې ايښي او کرکټ اوري. په کورونو، دوکانونو، دفترونو، موټرونو،پوله پټيو، ناستو او بنډارونو کې بله خبره نشته پرته له کرکټ نه. که افغان لوبغاړي لوبه وګټي نو خلک ښه خوشاله وي او که يې بايلي نو ځان ته يې هم غصه راځي. ځيني خلک بايد په دې يوه شي چې په هر کار کې ګټه او تاوان شته، ځکه رحمان بابا لسيزې وړاندې ورته ويلي چې :
دازل په ورځ د برخو جواري وه اى رحمانه چا ګټلې چا بايللې
هورښتياخبره مې دراډيو ګانو کوله که دغه راډيوګانې دکرکټ د ملي لوبډلې نړالې لوبې خپرې کړي، نو دا ډېره ښه ده ځکه چې خپل ولس د خپلې لوبډلې له برياو خبرېږي او په بري ټول ولس خوشاليږي. ځيني لوبې يوازې د تمرين په موخه تر سره کېږي او ديوې لوبډلې دبري او ناکامۍ لپاره هېڅ ارزښت نه لري او نه يې هم کومه بهرنۍ ويبپاڼه خپروي، نو راډيوګانې بايد له دومره افراط نه کار وانخلي چې دغه لوبې په ژونده بڼه خپرې کړي او خلک له کاره وباسي. لومړى بايد دلوبې ارزښت ته وکتل شي، چې ايادا لوبه د افغان لوبډلې لپاره ګټه لري او که يوازې د تمرين لپاره ده. ددې راډيوګانو ددې ناسالمې سيالۍپه اړه يو نکل را ياد شو.وايي چې پخوا يوه بنجاري يوه کلي ته د بنجارګۍ سودا وړې وه، دهغه کلي په کوم کور کې واده و، دى چې ورغلى نو په واده کې ډول و، خو سورنى کم و. يوه تن ورته ويلي چې ماما سورنى درسره شته؟ بنجاري ورته ويلي ول چې نه ولا سورنى خو مې نه دى راوړى،خو لنډه اوږده داچې څو تنو ترې همدا پوښتنه کړې وه. بنجاري چې دسورنيو تود بازار وليد نو فکر يې وکړ چې راځه نوره بنجارګي پرېږده او د سورنيو خرڅلاو ته ملا وتړه. همداسې يې وکړل، د سورنيو پلورونکي ته راغلى او ښه ډېر سورني يې ترې اخيستي. هغه ترې پوښتلي چې ماما په دې دومره سورنيو څه کوې؟ سړي ورته وويل چې غږ مه کوه بنجارګي مې ورته پرېښوده، ځکه چې سورني ډېر ګرم خرڅېږي . سړي چې کله سورني کلي ته وړي کور په کور يې ګرځولي چا ترې يو دانه هم نه دى اخيستى او بېرته له سورنيو سره خواشينى راروان شوى. د ننګرهار په اف ام راډيوګانو هم د سورنچي کار شوى، پوهېږي چې راډيوګانې ډېرې دي او اورېدونکي يې نشته، نو فکر يې کړى چې لوبه ارزښت لري او که نه، خوراځه خپرولوته يې ملا وتړه ځکه چې دکرکټ بازار نن سبا ښه تود دى او دوى به اورېدونکي هم له ځانه سره وساتي . د پوهنتون دارواپوهنې يوه استاد راته وويل چې يو خو هسې هم دنړيوالې څېړنې له مخې په سلو کې شپېته سلنه افغانان په رواني ناروغيو اخته دي ، خوپه ننګرهار کې داف ام راډيو ګانو له لاسه بياډېرش ځوانان په دې ناروغۍ اخته شوي دي. خداى دې وکړي، چې افغان کرکټ لوبډله د خپل هېواد او ولس لپاره نورې اتلولۍ هم وګټې او د افغانانو شمله هسکه کړي، چې دننګرهار ځوانان له دې ناروغۍ بې غمه شي او خپلو چاروته ملا وتړي.