د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپردوپه ميودمست په هکله دانجينرحکمتيارشعر

مؤمن موحد 04.02.2010 17:19

دجهادقائداودحزب اسلامي اميرانجينرحکمتيارحفظه الله ورعاه ته الله سبحانه وتعالی چي کوم استعدادورکړی دی دهغه بېلګي ډيري کمي دي،ښاغلی حکمتيارسره ددې چي په جهاداوغيرت کي لوړنشان لري ددې سره سره په نوروډګرونوکي هم ترسيالانوکم نه دی،که دده کتابونوته څوک مراجعه وکړي نوداحقائق به ورته معلوم شي .

ښاغلي حکمتيارنه يوازي داچي جهادکړی دی بلکه ددې سره په څنګ کي ئې ډېرمفيدکتابونه هم ليکلي دي چی په هغوکي دقرآن کريم تفسيرپه پښتوژبه اوبايبل دقرآن په رڼاکي هم شامل دي .

انجينرصاحب محترم په خپلوکتابونوکي ترټولودمهمي مسئلې (توحيد)بيان هم په ډېرښه اندازسره کړی دی،ډېرخلګ ئې دتوحيداوشرک په مقصدپوه کړل .

کله چي صليبي يرغلګروزموږپه هيوادبريدوکړنوپه ډېري مېړانه اوجرئت سره ئې ددوی سره جهاداعلان کړپه داسي حالاتوکي چي دمجاهدينوهيڅ مرستندوئ هيوادنوو،دپټېدوخوندي ځای ئې نلری،طالبانوهم بې موجبه دده په خلاف جګړه کړې وه خوښاغلي انجينرحکمتيارپدې حساس وخت کي دداسي څه کولواوويلوته چمتوشوچي يوازي دايمان خاوندورته چمتوکېديشي .

داشعردده ديوه علمي اثر(شعروعرفان درمحک قرآن)څخه ماليکلی دی چي دغرب دغلامانوپه هکله دی :

{دپردوپه ميومسته}

غوټې پرېږده دې درياب کي ګوهرنشته
ستارګوکي دمېړاني جوهرنشته
دکارغه په څېرخځلوکي لګيايې
لوړالوت ته دي پياوړی وزرنشته
ټوپک پرېږده،رباب واخله،نڅاپيل کړه
ستامسلک کي تردې غوره هنرنشته
دپردوپه خوساميوباندي مسته
نورپه موټ کي دباداردرته زرنشته
خامخابه داتياره شپه سباکيږي
ګمان مکړه،شپه تلپاتې،سحرنشته
لمرپرېوتی،ستوري تت،لاره تياره ده
ساربان نشته،دترږميوسفرنشته
که دي خواکي ټګمارپيراوخام ملاشته
که صادق امام،رښتونی منبرنشته
که جومات کي ګڼه ګوڼه دلمانځه وي
خدای پالونکوسره توره اوخنجرنشته
داسي مه ګڼه چي ستړي يادوکه شول
نورنودلته جبهه نشته،سنګرنشته
چي لکونوشهيدانوخپل سرجارکړ
سرومرميوته تياربل ټټرنشته
راته مه ګوره دهغه چاپه سترګه
چي په وينوکي ئې شوراوشررنشته
که څپانده مست سيندونه لاره خنډکړي
ګمان مه کړه په هيڅ ځای کي ګودرنشته
دبل ورله ټکولوپناه غواړو
له تاپرته خدايه موږته بل ورنشته
اوچي ستانظرپرموږوي لويه ربه
هيڅ حاجت مودبل چادنظرنشته
هيڅ حاجت مودبل چادنظرنشته