آيا له طالب مشرانو پرته، پخلاينه مانا لري؟
04.02.2010 17:16له ډيرې مودې راپديخوا د افغانستان حكومت تل له خپلو وسله والو مخالفينو سره د پخلاينې او جوړ جاړي خبرې كوي. د افغانستان حكومت له اصلي مخالفينو څخه مطلب طالبان او د ګلبدين حكمتيار اسلامي حزب غړي دي چې له تيرو نهه كلونو راهيسې د حكومت په وړاندې جنګېږي.
كه څه هم د ګلبدين حكمتيار اسلامي حزب د خپل شتون راهيسې هيڅكله هم په واك كې له شته حكومت سره په بشپړه توګه نه دى پاتى شوى، خو د اسلامي ګوند او د طالبانو د اسلامي امارت غړو د بن له پرېكړو وروسته هغه مهال د نوي رامنځ ته شوي حكومت پر وړاندې وسله وال غبرګون وښود، چې دغه دوه ډلې د بن په پرېكړو كې له پامه وغورځول شوې. نه يوازې هغوى له پامه وغورځول شول، چې د دغه دواړو ډلو پخوانيو سيالانو د نوي حكومت لويې څوكۍ په لاس كې ونيولې.
د طالبانو د زياترو مشرانو نومونه د امنيت شورا د پرېكړې له مخې په تور لېست كې شامل شول چې تر اوسه يوازې د پنځو كسانو نومونه له دغه تور لېست څخه څو ورځې وړاندې ويستل شول چې د طالبانو د مهال د بهرنيو چارو وزير عبدالوكيل متوكل نوم هم په كې شامل و.
كه څه هم په خپله طالبانو تر اوسه د افغانستان د دولت پر وړاندې مخالفت او خپلې جګړې كولو لپاره د هغوى د غړو تور لېست شتون بهانه يا دليل نه دى ويلى، خو ويل كېږي چې يو له هغو مسايلو څخه چې طالب مشران پخلاينې ته زړه نه ښه كوي، هغه د تور لېست شتون دى.
له تيرو اتو كلونو راهيسې هر كله چې حكومت له طالبانو سره د پخلاينې خبره كړې، ورسره جوخت يو لړ ستونزې راپورته شوي، كله ميلمه ناراضه او كله كوربه. كله نړېوالې ټولنې نه منله چې طالب مشرانو او حزب اسلامي سره خبرو ته كښېني او كه به دوى. خو تيره اوونۍ د جنورۍ په اته ويشتمه، كله چې د افغانستان په اړه د لندن نړېوال كنفرانس ترسره شو، او تر هغې مخكې او وروسته ګڼ شمير هېوادونو، د امريكا متحد ايالتونو، انګلستان، هند، جاپان او د نورو په ګډون د افغانستان له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو له نوي وړانديز څخه ملاتړ وښود.
د شته ستونزو سره سره د افغانستان حكومت له وسله والو مخالفينو سره د پخلاينې لپاره د مجددي تر مشرۍ لاندې د سولې ټينګولو كمېسيون په ۲۰۰۵ كال كې جوړ كړ چې په تيرو څو كلونو كې يې شاوخوا ۶۰۰۰ وسله وال مخالفين د افغانستان حكومت سره يوځاى كېدو ته هڅولي.
د افغانستان حكومت او نړېواله ټولنه تل د اوسني دولت وسله وال مخالفين په څو برخو ويشي. لومړى هغه كسان چې د سيمه ييزو ادارو يا هم د بهرنيو ځواكونو د خراب چلند له امله يې په وسله وال مخالفت لاس پورې كړى، دويم هغه كسان چې د پېسو لپاره له طالبانو سره يو ځاى شوي، او دريم هغه كسان چې په اصطلاح ايدیولوژيكه جګړه كوي. هم د افغانستان حكومت او هم نړېواله ټولنه تل ټينګار كوي چې له دغه درې برخو څخه د پيسو لپاره د جنګېدونكو كسانو شميره تر ټولو زياته ده.
ښايي دا خبره تر ډيره كره هم وي. له هغه ځايه چې د هېواد اقتصادي بنسټونه نړېدلي او ګڼ شمير ځوانان وزګار دي، له همدې كبله ګڼ شمير وزګار ځوانان اوس په طالبانو بدل شوي وي، ځکه طالبان د افغان دولت پرتله خپلو وسله والو ته زیاتې پیسې ورکوي. او دا هغه مساله ده چې د سولې ټينګښت كمېسيون په كې تر يوه بريده پاتې راغلى، ځكه هغوى نشي كولاى په پرله پسې توګه تسليم شويو طالبانو ته پيسې وركړي او يا هم لږ تر لږه د كار زمينه ورته چمتو كړي. په دې وروستيو كې د سنډې ټاېمز نومې ورځپاڼې له ځينو هغو طالبانو سره مركې خپرې كړې چې د سولې ټينګښت كمېسيون له لارې يې خپله وسله پر ځمكې ایښودې ده. د ملا محمد نومې قومندان چې له خپلو ۲۱ تنه وسله والو سره تسليم شوى، دغې ورځپاڼې ته ويلي چې "هغوى )د سولې ټينګښت ملي كمېسيون( موږ ته وويل چې زموږ نه به ساتنه كوي، او موږ به د كار زمينه لرو. اوس موږ هيڅ نه لرو."
د مولانا سيداجان په نوم بل قومندان چې له ۴۱ وسله والو سره تسليم شوى، ورځپاڼې ته ويلي:"ما خپلو سړو ته وويل، نور هېوادونه د الوتكو او كمپيوټر په جوړولو بوخت دي، ولې موږ په غرونو كې يخ ووهي؟ موږ بايد خپل هيواد جوړ كړو." هغه زياتوي چې كه پيسې وي او وسله وال د امنيت احساس وكړي، نو نور وسله وال به هم تسليم شي. د سیداجان په وينا چې هغه ته به هره مياشت له ۲۰۰ زرو تر ۵۰۰ زرو كلدارو پرته له هيڅ حساب كتاب پیسې وركول كېدې.
طالبانو سره د پخلاينې په برخه كې بله ستونزه لكه څرنګه چې مخكې وويل شول، په تور لېست كې د طالب مشرانو شتون دى. په تيرو اتو كلونو كې پرته له هغو كسانو چې په هماغه لومړي پيل كې تسليم شول لكه عبدالحكيم مجاهد يا هم ونيول شول لكه ملا عبدالسلام ضعيف، او ځيني نور لكه ملا سلام راكټي او متوكل، تر اوسه د طالبانو كوم لوړپوړى مشر نه دى تسليم شوى. كه هر څومره ټيت پوړي يا عام طالبان خپله وسله پر ځمكه كېږدي، نور كسان د پيسو په بدل كې له هغوى سره يوځاى كېږي. له همدې كبله هر كله چې د پخلاينې خبره راپورته كېږي، بايد د وسله والو مشرانو سره وي نه ټيټ پوړو يا هم عام طالبانو سره.
ملا محمد وايي چې هغه به ټوله ورځ جنګېدو، خو د جګړې لپاره يې كوم دليل نه درلود. دا دقيقاً هماغه د پيسو په خاطر جنګېدل دي، نه ايدیولوژيكه جګړه. خو زيات شمير طالب مشران او يا هم د اسلامي حزب مشران سربيره پردې چې د څوكۍ لپاره جنګېږي، په ظاهره اېدیولوژيكه جګړه هم پرمخ وړي. په اوسني حكومت كې ځينې لوړپوړي چارواكي طالب مشرانو او حزب اسلامي سره له پخوا نه مخالف دي. له دې کبله، بايد د دې لپاره چې په هېواد كې سوله راشي، د عام مخالفو وسله والو برسيره، د هغوى له مشرانو سره هم پخلاينه وشي.
د ليکوال څو نورې لیکنې
- افغانستان ته پر خپلو مرستو د متحده ايالتونو بيا كتنه
- د امریکا مالیه ورکوونکو ته د افغانستان د جګړې بیه
- د جګړو بيا پيلېدل؛ د كوكنارو فصل ختمېدو نښه
- حكومت د ځمكې پر سر شخړو هوارولو كې پاتې راغلى
- د تبليغاتو پر مټ، موخې نه ترلاسه كېږي
- د اوبو بندونو جوړول؛ د خود کفايۍ پر لورهڅه
- په شل اوريزه سياليو كې به د افغانستان بخت بېدار وي
- په شل اوره سياليو كې به د افغانستان بخت بېداره وي
- د افغانانو ټيټه بيه د هغوى د وژل كېدو لامل
- كرزي سره هوكړه وشي











شيبه په شيبه د هيواد له ګوټ ګوټ څخه تازه ، دقيق او پر وخت خبرونه ، کره سياسي بحثونه ، په زړه پورې پښتو موسيقي ، تفريحي او هنرې آزانګې له خپلې راډيو ،سپوږمۍ څخه په ١٠٢،٢ ايف ام څپو واورئ . spogmairadio@gmail.com ٠٢٠٢٥٠٢١٠٠