د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طنز ټوکه نه ده - ۳

پوهنمل محمود نظري 04.02.2010 18:09

د ټوکې او طنز اساسي توپیرونه:
د ټوکې ځانګړتیاوي
۱-ټوکه یو مروجه شوخ طبعی ده چې د خندا لپاره ویل کیږي
۲- د ټوکې موخه یوازې خندااو ساتیري ده
۳-ټوکه معمولاً لیکوال نه لري
۴- دټوکې خندا لوړه ، خوږه او خوشالونکې ده
۵- د ټوکې خندا دڅو شېبو لپاره او د غم د هیرولو لپاره ده، د ټوکې خندا د ویلو وروسته ختمیږي
د طنز ځانګړتیاوي
۱- طنز دټولنې د اړتیا په اساس لیکل کیږي
د طنز په ټولو بدو شیانو نیوکې کوي بېله دې چې د یوه هم پلوې وکړي دا د تراژیدی- کومیک طنز

طبیعت دی یاني دا چې طنز د فلسفې او بلاغت یو ګډوله (ترکیب)ده
۲- د طنز موخه د ټولنېزو ستونزه غندنه او سمونه ده
طنز له ژانر اوسبک څخه لوړ یوارمان او یوه عقیده ده
۳- د طنز یوه اساسي پایه پټه ، غیر مستقیمه او بې صراحته نیوکه ده
طنزونه ټولنیزې او اصلاحي نیوکې لري ،موخه يې خندا نه ده خندا يې هدف ته د رسیدو لپاره وسیله ده طنزیو بد ټولنیز کار یا سړي ته ګوته نیسي او هغه غندي البته دا غندل شخصي نه دي او ددې لپاره چې جالب شې د ملنډو څه خواږه ورسره ګډوي چې دا ترخه نیوکه خوږه او زغم وړ کړي
یا په بله وینا دا نیوکه هغه ترخه دارو دي چې شات ( خندا) ورسره ګډوي چې د ناروغ له ستوني تیر شي
سعدی څه ښه وایي
چه خوش گفت یک روز داروفروش
شفا بایدت ، داروی تلخ نوش
اگــــر شـــــربتی بایـــدت ســودمــــــند
ز سعدی شنــــو نوشـــــداروی پــــــنـد
زپــــرویـزن مـــعــرفــت بیخـــــــــــته
به شـــهــــــد ظرافــــت بر آمیخـــــته
څه ښه ویل یو ورځ عطار
ترخه دارو ښه دی شفا ته د بیمار
که غواړی شربت سودمند
له سعدی واوره دا دارو پند
د معرفت له غربیله چوڼل شوی
د شاتو دظرافت سره ګډ شوی
دا چې طنز ټولنیز خصلت لري نو نیوکه یې هم ټولنیزه ده یاني د ټولنې کمۍ او ناتارونه په تولنیز بعد کې تر نیوکې لاندې نیسي او دا چې که په طنز کې یو څوک د نیوکې لاندې راځي هغه شخص ټولنیز مسولیت لري ( لکه ښاروال یا وزیر...)
چې په دغو کسانو نیوکې شخصي نه بلکې ټولنیزې نیوکې دي



۴- د طنزخندا ترخه او ځورونکې ده
د طنز خندا ترخه او د خواشیني خندا ده ځکه
طنز د عادی ژوند رښتني غبرګون دی نو د طنز خندا د مخاطب د سوچ او فکر وروسته پيل کیږی
دطنز د اویدو وروسته اوریدونکی سوچ ته اړوی
او څه هغه ته د تحلیل لپاره پریږدي
که څه د طنز خندا په ظاهر ه ظریفه او خوشالونکې ده خو د طنز پټه نیوکه دا خندا ترخه او نېښ لرونکي کوی
یو شاعر وايي
چو حق تلخ است، با شیرین‌زبانی
حکایت سر کنم آن‌سان که دانی!
دا چې تریخ دی د حق بیان
په خوږه ژبه درته وایم داشیان
سوییفت وایي: شوخي د بشر شریفه او ګټوره ډالۍ ده او خندارويي هم د قبول وړ ډالۍ ده چې دا دواړه یو اثر ته ننوځي هغه اثر نړی ته د وړاندې کولو وړ ګرځي
«آرتورشو ‌پنهاور» وایي: کله چې جزیات د کلیاتو اهمیت پیدا کړی په کې تضاد لیدل کیږي هر څومره چې دا پېښې ناببره وی خندا یې لا ډیریږی.
۵- طنز ویل زړه وړتیا او جرات غواړې
طنز ویل جرات او له ځانه تیرول غواړي چې هر څوک داکولی نشي.
طنز ته د هغه د تکړه والي ، رسوا والي، ټولنیز والي، د هغه د لوړظرفیت او د ورځنیو پېښو سره د مبازرې په پار تر ټولو ښه ادبي ژورنال ویل شوی دی چې با جراته،پوه او با احساسه لیکوال غواړي
طنزویونکی لوڅوونکی او مبتکر دی ، هغه د هغو شیانو خبری کوي چې شاید خلکو ته دومره ازرښت ونه لري مګر ټولنې ته اړین وی، طنز لیکونکی د خبرو داسې عینکې جوړوي چې د ټولو سترګو ته مناسبي وي.
طنز ټولنیزي او اصلاحي نیوکې لري او د
طنز لیکونکی خپلې نیوکې د طنز د اوزارو په مرسته زړه راکښونکی او تغیروی
ځکه خلک له بیاځلي نیوکو څخه ژر ستړي کیږي.
کنایه د طنز تر شا یو برید کونکی او هدایت کوونکی عامل دی او په ټولو طنزونو کی لیدل کیږی او ټول اثر ته سر وصورت ورکوي
سعدی په ګلستان کې وایي:
خلاف رأي سلطان رأي جستن
به خون خويش باشد دست شستن
اگر خود روز را گويد شب اين است
ببايد گفت آنک ماه و پروين است
د سلطان د درای خلاف ویل
په خپلو وینو لاس دی وینځل
که په ورځ هغه وایې چې ده شپه
باید ووایی سپوږمۍ او ستوري دی هغه