د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان له کاناډا څخه په پينځوو ويکټو لوبه وګټله

سعيداحمدکاکړ 04.02.2010 09:40

دکريم د ننۍ لوبې شاوو و.

افغانستان نن له کاناډا شل اوريزه لوبه وګټله. لومړۍ بيټنګ کريم صادق او نور علي وکړ. نن ورځ کريم صادق بيا دا وښوده چې دی يو ښه لوبغاړی دی.

افغانستان په آخري اوور کې له کاناډا څخه لوبه وګټله او په دې سياليو کې یې لومړی بری ترلاسه کړه. تر دې دمخه افغانانو د سريلانکا A او ايرلينډ لوبډلو ته لوبې بايلودې وې.

ننۍ لوبې د شل اوريزو لوبو نړيوال جام ته د افغانانو هيلې ژوندۍ وساتلې ځکه چې کاناډا یو داسې هېواد دی چې پخوا په نړيوال جام کې لوبېدلی او د ۲۰۱۱ ز کال نړيوال جام ته یې هم لاره پيدا کړې ده. کاناډا به د دوبې او ابوظبي په ښار کې د شل اورونو نړيوال جام د غوراوي په لوبو کې چې د فروري له ۹ څخه تر ۱۴ پورې ترسره کېږي یو له پياوړو لوبډلو وي چې کېدای شي افغانستان یې ماتولو ته اړ شي.

د دوبۍ په سياليو کې چې ۸ هېوادونه په کې برخه اخلي یواځې ۲ مخکښې لوبډلې کولای شي نړيوال جام  ته بريالۍ شي.

د ننۍ لوبډلې نور تفصيل په لاندې ډول دی:

کاناډا :       ۱۴۰منډې               ۶ اوټ            ۲۰ اوره

حميد حسن    ۲ ويکيټې

سميع الله شينواري       ۱ ويکټه

محمد نبي               ۱ ويکټه

افغانستان    ۱۴۳ منډې          ۵ اوټ           ۱۹.۵ اوره

کريم صادق   ۴۲ منډې    ۶ څلوريزه      ۱ شپږيزه      ۳۵ باله          اوټ

نور علي       ۳۱ منډې    ۱ څلوريزه                       ۳۵ باله          اوټ

محمد شهزاد   ۱۸ منډې      ۱څلوريزه                        ۱۸ باله       اوټ

شفيق الله شفق   ۹ منډي      ۲ څلوريزه                        ۷ باله        اوټ 

نوروز منګل ۷ منډې                                            ۹ باله          ناټ اوټ

محمد نبي   ۲۳ منډې         ۳څلوريزه                         ۱۲ باله     اوټ

سميع الله شينواري ۸ منډ       ۱ څلوريزه                                    ۳ بال  ناټ اوټ