د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان له کاناډا وګټله. افغانستان په ۸ منډو وګټله

کرکټ څانګه 31.01.2010 11:44

د لوبې وروستی حال:

افغانستان د D/L ميتود په اساس په ۸  منډو د لوبې ګټونکی اعلان کړای شو. په دې ترتيب افغانستان یوه بله پياوړې لوبډله چې پخوا یې له افغانستان څخه ګټله هم ځملوله. افغانانو تر دې دمخه ايرلينډ چې پياوړې لوبډله ده هم ماته کړې وه.

- باران پيل شو او لوبه ودرول شوه. که لوبه پيل نه شي افغانستان به د D/L ميتود په اساس په ۸ منډو ګټونکی اعلان کړای شي.

- افغانستان  لومړی بيټنګ وکړ او کاناډا ته یې ۱۸۶ منډې هدف وټاکه. لوبه شل اوريزه ده او د تمرين په موخه ترسره کېږي. د لوبډلې د مرستيال روزونکي تاج ملوک څخه ځانګړې مننه کوو چې د لوبې له حال څخه مو خبروي:

- تر کومې چې موږ ته پته ده، بل کوم ويبپاڼه یې نه خپروي.  د سبانۍ لوبې په کرکټ يورپ  ويبپاڼه کې د احوال سره خپرېږي.

 لوبډله

منډې 

اورونه

سوځېدلي 

 کاناډا

 ۹۶

 ۱۲

 ۲

 افغانستان

۱۸۶

۲۰

۴

سوځېدلي لوبغاړي: کريم خان صادق (۶۹)، نور علي ځدراڼ (۲۵)، ريس احمدزی (۱۱)، نوروز  منګل (۳۵)،

افغان لوبډله:

پتان نوروز منګل، مرستيال کپتان محمد نبي عيسی خېل، کريم خان صادق،
ريس احمدزی،دولت احمدزی، محمد شهزاد، ميرويس اشرف، نور علي ځدراڼ،
سميع الله شينواری، شاهپور ځدراڼ او شفيق الله شفق.

- د کاناډا خطرناک لوبغاړی رضوان چيمه سوځېدلی دی. د سميع الله شينواري په توغندي یې ویکټه صفا بولډ شوې ده.

- نن په سريلانکا کې افغانستان د تمرين کيمپ په ترڅ کې د کاناډا سره لوبه کوي.

- په سريلانکا کې د افغانستان او نورو لوبډلو بشپړ مهال ويش په لاندې ډول دی

نېټه

لوبه

ځای

پنجشنبه ۲۸ جنوري

سريلانکا A - فغانستان (۵۰ اورونه لوبه)

P Sara

يکشنبه ۳۱ جنوري

افغانستان- کاناډا

NCC

يکشنبه ۳۱ جنوري

ايرلينډ XI (دويمه درجه لوبډله) - سريلانکا XI (دويمه درجه لوبډله)

NCC

دوشنبه ۱ فروري

افغانستان - ايرلينډ ۲۰ اوريزه لوبه

P Sara

دوشنبه ۱ فروري

سريلانکا A - اناډا - ۲۰ اوريزه لوبه

P Sara

 چارشنبه ۳ فروري

 افغانستان -سريلانکا A و ۲۰ اوريزه لوبه

 SSC

 چارشنبه ۳ فروري

 کاناډا - ايرلينډ ۲۰ اوريزه لوبه

 SSC

 پنجشنبه ۴ فروري

 افغانستان -کاناډا ۲۰ اوريزه لوبه

 SSC

 پنجشنبه ۴ فروري

 سريلانکا A - ايرلينډ ۲۰ اوريزه لوبه

 SSC