د مدیریت له ۴۵ کتابونو څخه ۴۵ مدیریتي ټکي

انبیا ژمن 31.01.2010 08:47

لانديني ۴۵ ټکي د مديريت له ۴۵ کتابونو څخه راټول شوي دي.
1. اجرا د نن ورځې په مديريت کې تر ټولو ستره نه مطرح شوې مسئله ده او نه شتون يې د برياليتوب او هغو ماتو چې په تېروتنه سره د نورو په غاړه وراچول شوې دي، تر ټولو ستر خنډ دي.
2. هغه شرکتونه چې د سمو کارونو لپاره ځانګړي شوي دي او د خپلو ټولنيزو مسؤليتونو لپاره داسې تعهدپاڼه لري چې پر بنسټ يې کار وکړي، له هغو څخه چې دا کار نه کوي ګټور دي.
3. د سټراټېجيک پلان پر ځاى سټراټيجيکو فکرونو او تګلارو ته پام اړول.
4. د مارکېټ پوهنې په عصري مارکېټ موندنه کې د ټوکرۍ محصولاتو لرلو په ځاى د ټوکرۍ پېرودونکو لرلو ته پام اړول .
5. د ګټلو او برياليتوب راز روښانه دى، هغه دا چې هڅه کول چې په يوه غولي کې دوه ځله بايلوونکي نه شو.
6. انسان کله لوبه بايلوي او کله څه ترې زده کوي.
7. د نن ورځې مارکېټ موندنې هنر په احمد باندې د توکو پلورل نه دي، بلکې د يوه پېرودونکي په سرليک د تل لپاره په خپل څنګ کې د احمد خوښ ساتل دي.
8. پېرودونکي څرګندوونکې ژبه لري، که له واسطې پرته له هغوى سره په اړيکه کې و اوسو او ځير غوږ ولرو کولاى شو له دوى څخه ډېر شيان زده کړو.
9. د بدلون نا اواره تګلورى پخپله د مدير په هڅه بايد وکتل شي ځکه بدلون داسې څيز نه دى چې مدير يې ښوونه وکړي او نور يې ترسره کړي.
10. د شغل پر ځاى د پېرودونکي په لټه کې شى، که انسان وکولاى شي داسې يو محصول وړاندې کړي چې غوښتونکي ولري، له بېکارۍ څخه يې ځان ساتلى.
11. په دوه ډوله کولاى شو نړۍ ته بدلون ورکړو: لومړى، په قلم (له فکر څخه استفاده). دويم، په توره (له زور څخه استفاده)
12. کولاى شو چې د خلکو مدير نه وو خو له هغوى سره مينه ولرو، ولې له خلکو سره له مينې پرته نشو کولاى په هغوى باندې مديريت وکړو.
13. مديريت يانې په خپله خوښه د نورو د پيروۍ د جلبولو هنر.
14. ډېرى برياوې د غرور لامل او غرور د ماتې لامل کېږي.
15. د ابليس د برياليتوب لپاره بسيا ده چې ښه خلک لاس د لاس په سر کېږدي.
16. د يوه نوي پېرودونکي د تر لاسه کولو لګښت لږ تر لږه پنځه برابره د اوسنيو پېرودونکو د خوښ ساتلو دى.
17. هر څوک کولاى شي د خپلې برخې اړوند کار په خپل لاس کې ونيسي او د خپلې خوښې لوري ته يې کش کړي.
18. مديريت نورو ته د غوږ نيولو هنر دى. ځکه چې که د چا خبرو ته غوږ ونه نيسي نه شي کولاى هغه وپېژني.
19. د زده کولو وړتيا او په چټکتيا سره د زده شوو څيزونو استفاده ادارې ته د سيالۍ تر ټولو ستر امتياز په واک کې ورکوي.
20. د يوه لارښوونکي د هوښ د اټکل لومړۍ لاره دا ده چې هغو خلکو ته چې د ده په خوا کې راټول شوي دي کتنه وکړو.
21. که يو څوك وکولاى شي چې د يوه سازمان ټول کارکوونکي د يوې ګډې موخې خوا ته برابر کړي، په هره برخه، هر مارکېټ او د هر سيال په وړاندې، به په هر وخت کې بريالي شي.
22. ډېر شمېر خلک غوره ګڼي چې مړ شي خو فکر ونکړي، ډېر هم فکر په مړينه غوره ګڼي.
23. با هوښه عامل مدير هغه څوک دي چې د شک پر ځاى په خپلو همکارانو باندې ډاډ ولري.
24. د يوه محصول توپير بايد د لګوونکي د ذهن په خوا ترسره شي نه د هغې مخالف.
25. د تاريخ په اوږدو کې ډېرى برياليتوبونه طبيعي سرچينو لکه، ځمکې، طلا او تېلو ته په لاسرسۍ سره وو، خو اوس په ناڅاپه ډول پاڼه اوښتې او پوهه يې په ځاي ناسته ده.
26. په ډېرو برخو کې فقير ملکونه د شتمنۍ له اړخه شتمن خو د پانګې له اړخه بېوزله دي، موږ نه شو كولاى چې شتمنۍ په پانګه واړوو مګر هغه دا چې قانون حاکم وي.
27. هغه خلک چې له خپل ځايه خوځېږي، ځينې وخت يې بايلوي او هغه خلک چې نه خوځېږي، تل يې بايلوي.
28. که ټول څيزونه مهم وي، نو پوه شه چې هېڅ شى مهم نه دى.
29. د نن ورځې نړۍ بريالي مديران د خپل سازمان د برياليتوب راز د پوهو انسانانو له استفادې څخه بولي.
30. د انسانانو د خوښۍ او خوشالۍ ډېرى برخه هغه وخت تر لاسه کېږي چې په خپل اړوند کار کې له هوښيارو او پوهو خلکو سره وګومارل شي.
31. د مدير رول دا دى چې د وګړي په داخل کې نفوذ وکړي او د هغه بې ساري هوښياري کشف کړي او په کار يې واچوي.
32. غښتلى مدير نه يوازې د کارکوونکو توپير مني، بلکې پر دې توپيرونو پانګونه کوي.
33. ټمبل يا کمزوري زده کوونکي وجود نلري، بلكې يوازې هغه څه چې وجود لري ښه يا کمزوري ښوونکي دي.
34. ژوند له هغه څه نه ډېر ارزښت لري چې يوازې د بېرته سمېدو د دوران د راتګ په هيله کار وکړو.
35. نه ژوند پايښت لري او نه مړينه راوړونکې ماته.
36. خپلوکارکونکو ته ووايئ چې هېڅکله د خپلې قربانۍ اجازه ورنه کړي خو که داسې انګېرنه لري غوره ده چې لاړ شي او بل ځاى کې کار وکړي.
37. د چلند غږ د ويلو له غږ څخه لوړ دى.
38. هر کله چې د شطرنج په لوبه کې د بايللو په حال کې يم، په پرله پسې ډول له خپل ځاى څخه جګېږم او هڅه کوم پاڼه د سيال له شا نه وګورم، هغه وخت خپلو احمقانه خوځښتونو ته چې کړي مې دي پام اړوم.
39. پوهېدل بسيا نه دي، بايد اقدام وکړو. غوښتل بسيا نه دي، بايد کار وکړو.
40. که غواړئ چې د کار کوونکو د کار نه کړلو د دليل په اړه ښه پوه شى، د هېندارې خوا ته ولاړ شى او په غلچکي ډول ورته وګورئ.
41. جلسه چې ښه اداره نه شي، د وخت له تېرولو پرته بله ګټه نه لري.
42. د راتلونکې د اټکل لپاره تر ټولو غوره لار د هغې جوړول دي.
43. يو خوښ او راضي پېرودونکى خپل رضايت دريو کسانو ته وايي، خو يو ناراضي پېرودونکي۲۰ کسان خبروي.
44. څوک مه سپکوئ، د دې په اړه چې څوک په پرمختګ کې د درېدنې لامل شوي د بحث پر ځاى د دې په اړه چې کوم شيان د پرمختګ خنډ دي، بحث وکړئ.
45. هغه وخت له کار څخه لاس واخلئ چې کار مو ترسره شوى وي، نه هغه وخت چې ستړي شوي ياستئ.


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

13.03.2010 11:46 ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو: * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 11:44 طمع: شیرین اغا جهانګیر

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه: - بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم

13.03.2010 10:04 بیلتون

نوریه وهاب

13.03.2010 10:03 غزل

راليږونکی : سندريز شور

12.03.2010 19:02 د فضل الربي رستم ازاد نظم د جلال امرخېل په غږ کې ، ویډیو

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف

14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې