د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ترجمان دوه امريکايي عسکر ووژل

عبدالهادي حېران 31.01.2010 09:43

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو يو چارواکي ويلي چې وړمه ورځ د وردګو ولايت د سيد اباد په ولسوالۍ کې وژل شوي دوه تنه امريکايي سرتېري د يو افغان ترجمان لخوا په ډزو ويشتل شوي وه.

دې چارواکي، چې د رويترز نړيوال خبري اژانس سره يې خبرې کړي، ويلي چې بريدکوونکى ترجمان هم وروسته د نورو عسکرو لخوا وژل شوى دى. هغه د ترجمان نوم ونه ښوده، خو زياته يې کړه چې هغه د طالبانو يا نورو دولت ضد ډلو سره کوم تړون نه درلود بلکې په ځينو چارو خوابدى و. دغه ترجمان د امريکايي پوځ لخوا په وظيفه ګومارل شوى و.

بي بي سي په سيمه کې د يو افغان چارواکي په حواله دا هم ويلي چې وژل شوي ژباړن له ډزو کولو وړاندې د امريکايي عسکرو سره د معاش او نورو امتيازاتو په سر جنجال وکړ چې په پايله کې يې دغه پېښه رامنځته شوه.

د يادونې وړ ده چې د ياد شوي ولايت په همدغې ولسوالۍ کې وړمه شپه د بهرنيو ځواکونو او افغان ملي اردو د عسکرو ترمنځ هم يوه نښته شوې وه چې په نتيجه کې يې څلور تنه د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت په خپله يوه اعلاميه کې په دغه پېښه سخته خواشيني ښودلې ده او غوښتنه يې کړې چې د ملي اردو د سرتېرو وژونکي دې محاکمه شي.