د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پخلاینه باید حقوقي اړخونه ولري

سید خالد سادات 27.01.2010 14:19

داچې اوس د ډیموکراسۍ عالمبرداران دې ته اړ شوي چې د افغانستان د مسلې دحل لپاره باید  د افغان دولت ټولو مخالیفیونو سره خبرې اترې وشي او دا یې قبوله کړې چې افغانستان کې د زور او ځواک استعمالول یوه ناکامه هڅه ده  نو که اول او یا اخر باید د افغان دولت له ټولو وسله والو مخالیفینو سره مذاکرات وشي او دېته قانع کړای شي چې له جګړې لاس واخلي .
نو په همدې اساس  نړیوالې ټولنې په لندن کې د افغانستان د کشالې د حل لپاره هلې ځلې روانې دي ولې له بلې خوا دنوموړو هلو ځلو په مقابل کې وسله والو مخالیفینو پلازمینه کابل او دهیواد نورو سیمو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی چې وړمه ورځ کابل یو ځل بیا د یو ځانمرګي برید شاهد وه .
د حقوقی نګاه څخه نړیوالې ټولنې د  افغانستان  د سرنوشت  په ټاکلو کې یو لړ اشتباهات درلودل او اوس خپله دېته اړ شوي چې وسله وال مخالیفین د سولې ټغر ته راوبولي  او روان کړکیچ ته د پای ټکی کیږدي .
په سیاسی بدلولونو نو کې هغه که په هرځای  او هرو ټولنوکې وی  داسې یو لړ نو رمونه او اوصول رعایت شي  چې مخکیني رژیم یعنی هغه رژيم چې ماته یې خوړلې له پامه ونه غورځول شي او په سیاسي چوکاټ کې باید ورته برخه ورکړل شي . اما کله چې افغانستان کې د طالبانو رژيم نسکور شو  او پرځای یې نړیوالې ټولنې د طالبانو مخاصمې سیاسي ډلې د واک ګدۍ ته ورسولې او دبن په کنفرانس کې یې هغه مخالیفین چې د  طالبانو سره په مخامخ ډول جنګېدل واک ته ورسول او په عین زمان کې یې طالبان له نظره وغورځول او غوږونه یې ورباندې کاڼه واچول چې د افغانستان د سرنوشت په ټاکلو کې نړیوالو یوه لویه خلا رامنځ ته کړه  چې نړیوال او س خپلو اشتباهاتو ته متوجه شول او نارې سورې وهي چې باید د وسله والو سره چې له هرې لارې ممکنه وي خبرې اترې وشي .
د موًقتې ادارې اوانتقالي ادارې په جریان کې وسله وال مخالیفین دومره پیاوړي نه ول ، علت به یې دا وه چې خپل ځانونه به یې سمبالو ل  او یا کیدای شي چې سره یو شوي نه ول اما دوخت په تېر یدو سره وسله والو مخالیفین پیاوړي شول او نن ورځ نږدې ده چې دهیواد پلازمینه هم تر خپل کنټرول لاندې راولي .

خبره رانه اوږده نه شي راځم خپلې موضو ع ته هغه داچې نړیواله ټولنه غواړي د روان کال د سلواغې پر اتمه په لندن کې یو نړیوال کنفرانس دایر کړي  چې د نړۍ د پنځوسو هیوادنو څخه زیات مشران  په کې ګډون کوي او د کنفرانس اصلي اجنډا هم د وسله والو مخالیفینو سره خبرو اترو او د خارجیانو په اصطلاح  Reconciliation  ته ځانګړې شوې اما دا چې نوموړی کنفرانس به په څومره حقوقي اړخونو ولاړ کنفرانس وي دا بېله موضوع ده ولې دلته  یو څو ټکي لازم بولم چې تاسو درنو لوستونکوته یې وړاندې کړم.
دا چې هر افغان د اساسي قانون له مخې حق لري چې په خپل هیواد کې ژوند وکړي نو نړیوال باید دا حق ټولو افغانانو ته ورکړي چې په افغانستان کې باید هر افغان په ازاده توګه ژوند وکړي  ، لدې نقطې څخه مې یادونه دا ده چې په او س مهال کې  په افغانستان کې هر افغان  چې په  هر نوم سره وژل کیږي په بېګناه توګه وژل کیږي او د پردۍ جګړۍ ښکار دی نو باید نړیوال  د افغان دولت ټولو وسله والو مخالیفینو ته بیدون له قید او شرط څخه دا حق ورکړي چې په خپل هیواد کې په خپلواکه او ازاد ډول ژوند وکړي .
دا چې افغان دولت او نړیواله ټولنه غواړي چې وسله وال مخالیفین د پيسو او مادی امتیازاتو له لارې خپل کړي او د سولې له بهیر سره یې یو ځای کړي  ، نوموړې نظریه په مطلق ډول د حقوقی پوښتنې لاندې راځي او د هیڅ حقوقی نورم سره تطابق نه لري ځکه وسله وال مخالیفین د یوې عقیدې په اساس جګړه کوي او عقیده هیڅ کله په هیڅ قیمت   د پیسو په مقابل کې نه پلورل کیږي  ، بله دا چې  دنوموړې  طرحې عملي کیدل د امکان څخه لیرې خبره ده هغه داچې دولت او نړیوال به په لوی لاس  یو تعداد افغانان د ېته وهڅوي چې وسله پورته کړي او ځانونه د وسله والو مخالیفینو په لیکو کې ودروي او نړیوالوته وښایی چې دوی هم  ددولت وسله وال  مخالیفین دی او  غواړي چې له دولت سره یو ځای شي او په دې پلمه به یو څه مادی امتیازات ترلاسه کړي نو افغان دولت او نړیوال دوستان یې باید د ې نقطې ته متوجه شي چې وسله وال مخالیفین باید د یوې عقیدوی مفکوې له لارې خپل کړای  شي نه د پیسو او کورونو په مقابل  کې .
دواړه لوري یو بل ته خپل شرایط وړاندې کوي ، اصلا َ شرایط داسې وړاندې شوې خبرې ته وایی چې انساني فکر ته قابل د منلو وي ، اما داچې د پخلاینې لپاره دواړه ډلې هم افغان دولت او وسله مخالیفین داسې شرایط وړاندې کو ي چې یو بل ته د قناعت وړ نه  وي د داسې شرایطو وړاندې کول د پخلاینې  پروسه تر حقوقي پوښتنې لاندې راولي  نو ددې لپاره چې  که واقعاُ دوی غواړي سوله وکړي نو باید شرایط یو بل ته وړاندې کړي چې یودبل ذهنیت ته قابل د منلو وي نه داسې شرایط چې د امکان تر جده په لیرې فاصله کې وي .
داچې جګړه پر افغا ن ولس یو ه تپل شو ې بیرونۍ جګړه ده نو باید سوله او پخلاینه د افغان ولس له ادرس او د  افغانانو پرمټ ترسره شي  چې دا هم  په خپله ځای کې یو حقوقي ارزښت لري  ، ځکه بهرنیان د افغانانو په رواجونو او ژبه نه پوهیږي  ولې نړیوال یوازې د سولې او پخلاینې د ترسره کېدو لپاره زمینه برابرولی شي .
دا چې له یو لوري د سولې او روغې جوړې خبرو باندې په نړیواله کچه نړیوالې غونډې دایریږي او له بل لوري دواړه لوري افغان دولت او وسله وال مخالیفین په توده جګړه بوخت دي او یو بل ته د درنو او ښتو ځاني او مالي زیانونو ادعاوې کوي چې  د دواړو لوریو ادعاوې د سولې پربهیر ناوړه اغېزه لري او د افغان ولس ذهنیت د نا امیدۍ کندې پرلور بیايی نو باید مخکې له دې چې خبرې اترې پیل شي باید یو لړ میکانیزمونه او پرنسیپونه د دواړو لوریو څخه رعایت شي تر څو دواړه لوري په خپلو منځونو کې اوربند وکړي  او د خبرو اترو لپاره زمینه مساعده شي  نه دا چې له یوې خوا د سولې او روغې جوړې خبرې کیږي اوله بل لوري یوبل   ته د راکټ او اور په خوله ځوابونه وايي .
ملګرو ملتونو او امریکایانو د Black List of the Terrorism په نوم د افغان دولت له مخالیفینو څخه یو لست  جوړ کړی ، دا چې تور لسټ باید څوک جوړکړي او څه ډول کسان باید په تورلست کې شامل وی دا باید افغان ولس تصمیم ونیسي . اما دا چې د بهرنیو کړیو لخوا داسې تور لسټونه جوړیږي  دا هم د حقوقی نورمونو سره په ټکر کې راځي . ځکه نوموړی تور لست افغانانو ته هیڅ د منلو وړ نه دی او په دې تور لست کې داسې عناصر شته چې تر شا   ټینګ افغاني ملاتړ لري نو باید نوموړی لسټ په ټولیز ه توګه لغوه شي او  شاملو ټولو عناصروته باید یو ه عمومي عفوه وشي تر څو مخالیفین پوه شي چې په ريښتني ډول د سولې لپاره لاره هواره شوې . نه داسې چې د یو لوري  امریکایان او ملګري یې تورلسټ ډنګوي او بلې خوا ورته زارۍ کوي چې خیر دی اوس وسله کیږده او دولت سره یو ځای شه .

په هر حال  افغانستان  اوس مهال یو طلایي چانس تر ګوتو کړی او کولای شي چې خپل هیواد په خپله اباد کړي او دسولې اوبه د هیواد هر ګوټ  ته ورسوي  ، دا چې ددې تر څنګ ډیری داسې خبرې شته چې باید غوراو څیړنه ورباندې وشي تر څو د سولې او پخلاینې  بهیر حقوقي شکل ځان ته خپل کړي او تر پوښتنې لاندې رانشي نو زما غوندې کمزوری او ناتوانه لیکوال دپاره به دا ډیره ستونزمه وي چې غور او بحث ورباندې وکړم.
یو ځل بیا وایم چې الله (ج) دې وکړي نوموړی کنفرانس په افغانستان کې دسولې زیری راوړی او افغانان تل تر تله په سوله او د خوښۍ په شیبو کې  په خپلواکه توګه ژوند وکړي .