د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلنډې كيسې آرونه

ژباړن: غزانور غزا 27.01.2010 11:50

ليكوال :   بېنټز پلېګمن

 ژباړن:    غزانور غزا

د كتاب نوم  : دلنډې كيسې آرونه

ليکوال       : بېنټز پلېګمن

ژباړن        : غزانور غزا

خپرندوي : دانش خپرندويه ټولنه

شمېر     : ۱۰۰۰ ټوكه

چاپ  وار  : لومړى

 د ژباړن سريزه

اوسني کیسه ییز ادبیات دي او که پخواني هغه، هر یویې بیلا بېل  جوړښت لري او په خپل وخت کې د د دوی  لپاره ارونه ګڼل کیږي .څومره چې شاته ځو هومره ژوند ساده ښکاري، دغه ډول ادبي اصول هم ساده ول ،خو د ژوند له  پرمختګ سره، چې په ټولنه کې پېچلتیا رامنځ ته شوې ،ورسره ادبیات هم پېچلې شوي ، له یوبل نه د بېلولو لپاره یې اصول هم پېچلي دي  او د ټولو لپاره خپلې پولې ټاکل شوې ،چې یو له بله بېل کړای شي .دغه چاره ده چې دلنډې کیسې په اړه هم په نړۍ کې د پرمختللو ژبو بېلابېلو لیکوالو ارونه او بنسټونه وړاندې کړي او سپارښتنه کوي ،چې لنډه کیسه په دغه چوکاټ کې راشي .سره له دې چې دغه چوکاټ هغوی ته چا نه دی ښودلی او پخپله یې رامنځ ته کړی ،خو هغوی به دغه وړتیا درلودله .د وخت د کیسې له بنسټونو به یې پښې اړولې وي ، نوي هغه یې رامنځ ته کړي او پخپل نوښت سره یې په کیسه  ییز ادب کې نوم پرې اېښی .

موږ چې په خپل پړاو کې د بریالۍ کیسې د کښلو لېوال یو او فکر کوو ،چې څرنګه دغه موخه تر لاسه کړو نو هرو مرو فکر راپیدا کیږي ،چې دښې کیسې د کښلو لپاره کومې لارښوونې په پام کې ونیول شي ؟دغې اړتیا ته د ځواب ویلو لپاره د داسې کتاب  د مطالعه کولو  فکر  راسره پیدا کیږي، چې د کییسې د ارونو په اړه وي او هڅه کوو چې دغه بنسټونه زدکړو ترڅو باوري شو، چې زیار مو بې ځایه نه دی .

همدارنګه د هر ادبي ژانر کښونکی اړ دی چې لومړۍ د اړوند ادبي برخې اصول زدکړي .ددغو اصولو رامنځ ته کونکي پخپله وایي ،چې ددغو ارونو زدکول د بریالیتوب لپاره اړین دي او کله چې پخپله برخه کې بریالی شوې  او په کیسه لیکنه کې د نیمګړتیا وې ورکې شوې،کېدای شي یو وخت دومره پیاوړی قلم ولري ،چې زدکړي ارونه له پامه وغورځوي او مات یې کړې ترڅو لا غوره کیسه ولیکي .

دا چې زموږ په خوږه او سپېڅلې پښتو ژبه کې د لنډې کیسې په څېر په نورو برخو کې هم دغه لارښود کتابونه ګوته په شمار دي، ځکه خو مې ښه وګڼله چې د امریکایي لیکوال بېنټز پلېګمن کتاب (How to write short stories)پښتو ته واړوم.که څه هم د کتاب نوم  (لنډې کیسې به څرنګه لیکو)راځي ،خو لا دمخه د کیسه ییز اداب نامتو کره کتونکي اجمل پسرلي له عربي ژبې پښتو ته په دغه نوم کتاب ژباړلی ،ځکه مې د کتاب نوم (د لنډې کیسې ارونه)کېښود.

په کتاب کې لیکوال د کیسې پر بېلابېلو برخو خبرې کړې  او ورسره یې بېلګې هم راوړې چې د ځوانو لیکوالو او د کیسه ییز ادب کره کتونکو  ته  په درد خوري.د کیسې کښونکی هغه لارې چارې زدکوي چې د کیسې لیکلو پر وخت له نیمګړتیا پرته کیسه ولیکي او له بلې خوا به ددغه کتاب لوستل هغو کره کتونکو ته هم ګټور وي ،چې پر کیسه ییزو اثارو کره کتنه کوي ،ځکه ددغه کتاب مطالعه به ورسره مرسته وکړي ،چې په کره کتنه کې بې پرې او د بسټونو له مخې د یوې کیسې ښېګڼې او نیمګړتیاوې په ډاګه کړي .سره له دې چې دا کتاب د څومروالي(کمیت) له پلوه کوچنی دی خو څرنګوالی(کیفیت) او منځپانګه یې ډېره په زړه پورې او ستره ده .