د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د سريلانکا سره زړه راښکونکي مقابله وکړه

کرکټ څانګه 27.01.2010 11:26

لوبه سريلانکا A په ۳۴ منډو وګټله. افغانستان په داسې حال کې چې د لومړي ځل لپاره د یوې داسې پياوړې لوبډلې سره لوبه کوي، دا په ډاګه کړه چې افغان لوبډله د دې جوګه ده چې د نړۍ د پياوړو لوبډلو په کتار کې ودرېږي. درې ورځې مخکې افغان لوبډلې ايرلينډ ته ماته ورکړې وه. ايرلينډ د دويمې درجې په هېوادونو کې تر ټول پياوړې لوبه ګڼله کېدله.

د لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملوک ټول افغان ته له سريلانکا څخه د ټيلي فون په ليکه وويل چې دا د افغانانو لپاره یوه ازمايښتي لوبه وه . په دې کې په زبات ورسېده چې افغان لوبډله د نړۍ د بهترينو لوبډلو سره مقابله کولای شي. نوموړی وايي چې بايد له ياده ونه باسو چې نن حميد حسن په دې لوبو کې ونه لوبېده ځکه چې راتلونکې لوبې مهمې دي او بايد د هغې لپاره روغ پاتې شي. د حميد حسن ښنګری درد کوي او راتلونکو لوبو ته به جوړ وي.

د سريلانکا په A لوبډله کې نن یو شمېر داسې لوبغاړي وو چې د سريلانکا د ملي لوبډلې سره یې نړيوالې لوبې کړي دي او برسېره پر دې هر یو په لسګونو نورو نړيوالو لوبو کې برخه اخيستي ده.

د لوبې بشپړ سکور کارډ د دې خبر په پای کې شته دی.

 د لوبې مخامخ حال:

 لوبډله

منډې 

اورونه

سوځېدلي 

 افغانستان

۲۸۰

۵۰

۹

 سريلانکا

۳۱۴ 

۵۰ 

۷ 

 افغان لوبډله:

کپتان نوروز منګل، مرستيال کپتان محمد نبي عيسی خېل، کريم خان صادق،
ريس احمدزی،دولت احمدزی، محمد شهزاد، ميرويس اشرف، نور علي ځدراڼ،
سميع الله شينواری، شاهپور ځدراڼ او شفيق الله شفق.

- حوصله پر ځای کړﺉ. دا اوس مې د لوبډلې د مرستيال روزونکي تاج ملوک سره خبرې وکړې، نوموړی وايي چې دا د افغانانو لپاره یوه ازمايښتي لوبه ده. په دې کې په زبات ورسېده چې افغان لوبډله د نړۍ د بهترينو لوبډلو سره مقابله کولای شي. بايد له ياده ونه باسو چې نن حميد حسن په دې لوبو کې ونه لوبېده ځکه چې راتلونکې لوبې مهمې دي او بايد د هغې لپاره روغ پاتې شي. د حميد حسن ښنګری درد کوي او راتلونکو لوبو ته به جوړ وي.

- محمد نبي وسوځېد.

- بښنه غواړو. شپږيزې محمد شهزاد ووهلې او منډې یې له ۵۰ واړولې.

- په ۳۹م اور کې محمد نبي دوه سره په سر شپږيزې ووهلې.

- نوروز منګل وسوځېد. دا ويکټه به افغانستان ته ډېره ګرانه تمامه شي. نوروز په داسې وخت کې وسوځېد چې ايله یې د شهزاد سره ملګرتيا جوړه کړه. نوروز کيچ شو.

- په ويبپاڼه دا مهال د ډېرې کتنې له وجې فشار دی. دا د دې لامل کېږي چې پاڼه په اسانۍ تازه نه شي. بښنه غواړو.

- د انټرکانټننټل لوبو په ترڅ کې سکاټلينډ او کينيا لوبه کوي. سکاټلينډ ته ۳۴ منډې پاتې دي چې لوبه وګټي او د لوبې ټولې ۲۰ نمرې خپلې کړي. په دې کار سره به سکاټلينډ له افغانستان څخه مخکې شي. د افغانستان دا مهال ۴۳ نمرې دي او که سکاټلينډ ننۍ لوبه وګټي نو نمرې به یې ۴۹ شي.

- ريس احمدزی وسوځېد.

- کريم صادق وسوځېد. ټولې یې ۷۰ منډې وکړې چې ۸ په کې څلوريزې او ۳ په کې شپږيزې وې.

- په ۱۵م اور کې نورعلي ځدراڼ وسوځېد. نور علي کيچ وسوځېد او ټولې یې ۲۶ منډې وکړې.

- ۱۵م اور پيل کېدونکی دی. کريم تر اوسه ۳ شپږيزي او ۶ څلوريزې وهلي دي. ما شاالله.

- اووم لوبغاړی هم وسوځېد.
- شپږم لوبغاړی هم وسوځېد.
- افغانانو تر اوسه په دې لوبه کې ۲۵ وړيا منډې ورکړي دي. د افغانانو د توپ اچونکو دا ستر عيب دی چې ډسپلين توپ اچونه نه ورځي. په هره لوبه کې ډېرې اضافي منډې ورکوي.

- جوادالله وروره: تاج ملوک وايي چې د درېمې ويکټې په منډه اخيستل ډېره جالبه و. کريم صادق ورپسې درېم کس ته ټوپ کړ او توپ یې محمد شهزاد ته ډېر په تېزۍ ورګوذار کړ.

- سريلانکا اوس توپ وهنې ته کش ورکړ ځکه چې پنځه ويکټې لري او لس اورونه پاتې دي. د دوی د دې دوه لوبغاړو ملګرتيا ماتول په کار دي.
- په محمد نبي شپږيزه ووهل شوه.
- حسین خېله وروره: تاج ملوک وايي چې حميد حسن ژوبل دی. د دې لوبې لپاره تيار نه دی.

- پنځمه ويکټه هم لاړه.

- څلورم لوبغاړی روپاسينګي په صفر وسوځېد. تېز توپ اچونکي ميرويس اشرف ورته ويکټه په توغندي وويشته.

- د سريلانکا کپتان سيلوا وسوځېد. په منډه کريم صادق او محمد شهزاد وسوځاوه.

- تاج ملوک وايي چې پيچ د بيټنګ دی ځکه پرې ښې منډې کېږي. نوموړي ژمنه وکړه چې افغانان به هم تېزې منډې کوي.

- لوبه پيل شوه اوسريلانکا لومړی بيټنګ کوي. پچه افغانانو ګټلې وه او فيلډ کول یې غوره کړل.

ــــــــــــــــــ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن پنجشنبه سهار د کابل په وخت د سهار په ۸:۱۵ بجو د سريلانکا A لوبډلې سره ۵۰ اوريزه لوبه د کولمبو په پيسرا لوبغالي کې ترسره کوي.

د سريلانکا په A لوبډله کې ټول هغه لوبغاړي شامل دي چې سريلانکا د ملي لوبډلې سره یې نړيوالې لوبې کړي دي او دا مهال د ملي لوبډلې لپاره د احتياط په توګه ساتل شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې افغان ملي لوبډله د کرکټ د نړيوالې شورا د بشپړ غړي هېواد لوبډلې سره لوبه کوي. سبانۍ لوبه به دا معلومه کړي افغان لوبډله د بشپړ هېوادونو سره د مقابلې څه ډول دريځ لري.

 سريلانکا A لوبډله:

 , CU Jayasinghe, د ملي لوبډلې سره یې ۲ نړيوال شل اوريزه لوبې یې کړي دي.
 CK Kapugedera, د ملي لوبډلې لپاره یې ۱۱ شل اوريزه لوبې یې کړي دي. ۸ یې ټيسټ لوبې کړي دي.
RGMJM Rupasinghe, د ملي لوبډلې لپاره یې ۲ شل اوريزه لوبې یې کړي دي.
I Udana, د ملي لوبډلې لپاره یې ۵ شل اوريزه لوبې یې کړي دي.
ML Udawatte د ملي لوبډلې لپاره یې ۵ شل اوريزه لوبې یې کړي دي.
 , MF Maharoof, د ملي لوبډلې سره یې ۷ شل اوريزه لوبې یې کړي دي.
 BMAJ Mendis, NT Paranavitana, S PrasannaSM Senanayake, JK Silva*†, TAM Siriwardana,  , CW Vidanapathirana ANPR Fernando، FDM KarunaratneCKB Kulasekara

د لوبې بشپړ سکور کارډ

د افغانستان بيټنګ:

Afghanistan innings (target: 315 runs from 50 overs)

 

R

B

4s

6s

SR

 

Noor Ali

c Rupasinghe b Jayasinghe

26

42

2

0

61.90

 

 

14.4 caught Rupasinghe 82/1

 

Karim Sadiq

c Jayasinghe b Fernando

69

71

8

3

97.18

 

 

20.1 caught Jayasinghe 107/2

 

Raees Ahmadzai

b Fernando

6

12

0

0

50.00

 

 

22.1 bowled 113/3

 

Nowroz Mangal*

c Udana b Senanayake

13

30

0

0

43.33

 

 

29.2 caught Udana 147/4

 

Mohammad Shahzad†

c †Silva b Udana

80

72

5

4

111.11

 

 

44.5 caught †Silva 242/7

 

Shafiqullah

b Senanayake

0

2

0

0

0.00

 

 

31.2 bowled 150/5

 

Mohammad Nabi

c Fernando b Senanayake

32

39

2

2

82.05

 

 

43.4 caught Fernando 237/6

 

Samiullah Shenwari

c †Silva b Fernando

13

6

1

1

216.66

 

 

45.5 caught †Silva 256/8

 

Mirwais Ashraf

not out

15

16

2

0

93.75

 

 

 

 

Dawlat Ahmadzai

c †Silva b Fernando

4

7

0

0

57.14

 

 

47.5 caught †Silva 268/9

 

Shapoor Zadran

not out

0

4

0

0

0.00

 

 

 

 

Extras

(b 8, lb 4, w 9, nb 1)

22

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Total

(9 wickets; 50 overs)

280

(5.60 runs per over)

 سريلانکا بيټنګ:

 

  Sri Lanka A innings (50 overs maximum) R B 4s 6s SR
View dismissal NT Paranavitana c †Mohammad Shahzad b Karim Sadiq 77 95 8 1 81.05  
View dismissal ML Udawatte run out (Shafiqullah) 7 11 1 0 63.63  
View dismissal FDM Karunaratne b Mohammad Nabi 42 47 5 0 89.36  
View dismissal JK Silva*† run out (Karim Sadiq/†Mohammad Shahzad) 33 53 2 0 62.26  
View dismissal RGMJM Rupasinghe b Mirwais Ashraf 0 2 0 0 0.00  
View dismissal CU Jayasinghe c Shafiqullah b Shapoor Zadran 33 33 4 0 100.00  
View dismissal BMAJ Mendis run out (†Mohammad Shahzad) 40 37 3 1 108.10  
  MF Maharoof not out 40 21 1 3 190.47  
  SM Senanayake not out 7 7 0 0 100.00  
  Extras (b 1, lb 12, w 16, nb 6) 35          
           
  Total (7 wickets; 50 overs) 314 (6.28 runs per over)