د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نيوزيلانډ کرکټ بورډ د خنزيز غوښې د وړاندې کولو له کبله له افغان لوبغاړو بښنه غوښتې ده

کرکټ څانګه 26.01.2010 16:34

د نيوزيلانډ کرکټ بورډ وايي چې د ۱۹ کاله ټيټ افغان لوبډلې د مينيجر له لارې یې د افغان لوبډلې څخه له دې کبله بښنه غوښتې چې د يکشنبې په ورځ یې ورته د سهار د چای په مهال د خنزير (سرکوزي) ساندويچ وړاندې کړی و.

د لوبډلې مينيجر سيدشاه امينزي هاوکسټوډی ورځپاڼې ته ويلي دي چې پخپله او یو شمېر نورو لوبغاړو په سانډويچ کې د يکشنبې په ورځ د سرکوزي غوښه خوړلې ده او ټوله لوبډله سخته خفه ده. امينزی وايي چې افغان لوبغاړو او اداري کسانو پرېکړه کړې ده چې په نيوزيلانډ کې به د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلو د نړيوال جام تر پايه هيڅ ډول غوښه نه خوري. افغان لوبډله په دې سياليو کې د لوبېدو په موخه په نيوزيلانډ کې ده.

افغان لوبډله دا مهال د نيوزيلانډ د ناپير په ښار کې ده او د کرکټ نيوزيلانډ د هغه مامور څخه یې شکايت کړی دی چې د دوی خدمت کوي. د لوبډلې مدير سيد شاه امينزي ويلي دي چې دا مامور دومره خدمت نه کوي لکه څومره چې د کرکټ په مسایلو کې لاسوهنه کوي. نوموړی وايي چې دنیوزيلانډ کرکټ بورډ څخه د دې مامور پر ځای د بل غوښتنه کړې ده خو لا تر اوسه هم پخوانی مامور د دوی په خدمت کې دی.

امينزي رسنيو ته ويلی دي چې له پيله یې دې مسالې ته پام و او د نيوزيلانډ هوايي شرکت ته یې هم ويلي و چې بايد حلاله ډوډۍ ورکړي. نوموړی وايي چې کله په مشکل پوه شو سمدستي یې د نيوزيلانډ کرکټ بورډ سره اړيکه ونيوله، خو ((هغوی د مشکل د حلولو په ځای کوښښ کولو چې خبره پټه کړي. ))

هغه لوبغاړي چې د سرکوزي غوښه یې خوړلې ده په ذهني ډول نارامه وو. امينزی وايي چې داسې وو ((لکه څوک چې زهرجنه ډوډۍ وخوري، لوبغاړو ته خوب نه ورتللو او ذهنونه یې مشوش وو.))

د اسلام د مبارکو احکامو په اساس په سهوه کې د خنزير د غوښې په خوړلو څوک نه ګناهګارېږي.