د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عملیاتخانې چراغونه

ګل آغا احمدي وردګ 26.01.2010 09:47

په افغانستان کې د پیښو او چارو بهیر په یوه داسې عجیب او غریب شکل روان دی چې د وګړو د ژوند موجودو نیمګړتیاوو ته تر ډیره حده زموږ د ټولنې ځینې خپل خلک، چارواکي او ادارې زمینه برابروي او د چارو بهیر په داسې یوه خوا برابروي چې د افغاني ټولنې په وړاندې سراسر تاوان ګڼل کیږي.
په دې لیکنه کې هڅه کیږي چې یو لړ هغو معیارونو ته په لنډه توګه اشاره وشي چې زموږ د ټولنې د ژوند د بهیر اساس او د چارو څرنګوالی برابروي او دا خبره به ښکاره شي چې د افغاني ټولنې ځینې کړۍ یو لړ هغو ناخوالو ته د پیښیدو زمینه پخپله برابروي چې د افغاني ټولنې ژوند یې له راز راز ګواښونو سره مخ کړی دی او د یوه تجربه کار افغان سپين ږیري خبره په ثبوت رسوي چې موږ د عملیاتخانې د چراغونو حیثیت لرو څرنګه مو چې پردي عملیات کوي نو موږ ورته چراغونه لګوو.
که موضوع لږ نوره هم مشخصه کړو او هیواد ته پر هغو وارداتي توکو بحث وکړو چې د بهرنیو هیوادونو څخه افغانستان ته راوړل کیږي، د ټیټ کیفیت درلودونکي دي او زموږ د خلکو ژوند او د هیواد چاپيریال یې له راز راز کړاونو سره مخ کړی دی.
د ساري په توګه ځینې افغان سوداګر هڅه کوي چې د چین له هیواد څخه داسې مالونه هیواد ته را وارد کړي چې کیفیت یې ډیر خراب وي، ژر خرابیږي او په نوره نړۍ کې دغه راز مالونه هیڅ ډول مارکیټ نه لري. په دې ځای کې ملامتي د چین د هیواد نه ده ځکه هر هیواد کوښښ کوي چې د یوه صادراتي اړخ په توګه مطرح، ډیره ګټه تر لاسه او تولیدات یې په نورو هیوادونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي. بلکي ملامتي په لومړي سر کې د هغو یو شمیر ملي سوداګرو ده چې د چین له صنعتي کمپنیو څخه غواړي څو دوی ته د ټیټ کیفیت ارزان مالونه تولید او دوی یې له نوموړي هیواد څخه په ارزانه بیه تر لاسه کړي او بیا یې د افغانستان مارکیټونو ته په داسې یوه بیه وړاندې کړي چې د دوی زړه یې غواړي او زیاته ګټه ترلاسه کړي. په دویم قدم کې د سوداګرۍ د وزارت په شمول هغه ادارې ملامتې دي چې دغه راز سوداګرو ته د فعالیت او له نورو هیوادونو څخه د بې کیفیته مالونو د واردولو اجازه ورکوي.
همدارنګه له دوبۍ څخه د بې کیفیته، مستعملو او هغو ارزان بیه موټرونو واردول یوه بله لویه ستونزه ده چې ځینې یې د افغانستان په لاس هم ندي او ځینې یې دومره چلیدلي دي چې په نوره نړۍ کې د ګرزیدو اجازه نه لري خو افغانستان ته په دومره پیمانه واردیږي چې شمیر یې د هرې ورځې په تیریدو سره زرګونو ته رسیږي. هیڅ داسې اداره نه شوه پیدا چې د دغه بهیر درولو ته ملا و تړي او پوښتنه وکړي چې ولې زموږ هیواد د داسې بې کیفیته وسیلو د استعمال ځای دی چې په نوره نړۍ کې له کاره لویدلي وي او زموږ د هیواد چاپيریال، اوبو او هوا ته ګڼ شمیر زیانونه له ځان سره لري.
بله موضوع د هغو وارداتي تیلو او روغنیاتو ده چې افغانستان ته راوړل کیږي چې هغه هم د لازم کیفیت څخه برخمن نه دي بلکي داسې تیل زموږ هیواد ته واردیږي چې زموږ د خلکو ژوند او چاپيریال ساتنې ته ګڼ شمیر ګواښونه له ځان سره لري او دغه موضوع څو څو ځلې په ملي او نړیوالو محافلو کې مطرح شوې هم ده.
له بلې خوا وکتل شي نو د روانو بدمرغیو، جګړو، ورانیو، تالاشیو، بمباریو او افغان وژنې فرصت هم زموږ د ټولنې یو شمیر خلک په داسې بې پروا توګه برابروي چې افغانانو ته تاوان په خپلو سترګو ګوري خو د یو شمیر محدودو شخصي ګټو په مقابل کې زموږ د خلکو ژوند ورته هیڅ ارزښت نه لري او یا د هغو لوریو له خوا استعمالیږي چې د افغانستان د وګړو ازلي غلیمان دي او زموږ د خلکو پرمختګ یې نه لوریږي.
له دې ټولو بدمرغیو څخه به هغه مهال موږ په بریمنه توګه وتلي وو چې موږ د خپلو خلکو، خپل هیواد او خپل ولس ملي ګټو ته تر شخصي او ګوندي ګټو ترجیح ورکړو او د خپل هیواد د هر اړخیز پرمختګ په فکر کې شو.
ضروري ده چې د هیواد ټول مسوول لوري او ارګانونه د ملي ګټو د تامین په خاطر یو لړ داسې روزنیز او عملي پروګرامونه په لاره واچوي څو زموږ د ټولنې خلکو او چارواکو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د روزنې او تدریس چارې تر سره کړي او زموږ د خلکو د علمي، اداري او مسلکي ظرفیتونو د لوړوالي په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
همدارنګه له ګټې به خالي نه وي چې که چیرې د افغانستان د لومړنۍ، منځنۍ او لوړې زده کړې په مراحلو کې د هیوادپالنې مضمون ته ځای ورکړل شي څو زموږ د ټولنې کادرونه په داسې توګه و روزل شي چې هیوادپالنه او ملي ګټې له هر څه مقدمې وګڼي او د یوې سوکاله او بریالۍ ټولنې د جوړیدو په لوري ګړندي یون پيل او یوه پرمختللې ټولنه رامنځته کړي.
راځی چې موږ د علمیاتخانې د چراغونو په ځای داسې دنده تر سره کړو چې د ټولنې رنځ په ریښتنې بڼه تشخیص کړو، د موثر درمل په لټه کې شو او په داسې توګه یې د درمل چارې تر سره کړو چې زموږ ټولنه د رنځونو له ګردابونو څخه د یوه روغ، پتمن، پرمختللي او هوسا ژوند په لوري حرکت پیل کړي او موږ په دې و توانیږو چې د ټولنې له ویاړلو پرګنو څخه حساب شو.