د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په جرمني کې دبایرن مېشتوافغانانو دکولتوري ټولنې اعلامیــــــه

محمدامین بسمل 24.01.2010 10:58

۲۳ـ۰۱ـ۲۰۱۰په جرمني کې دبایرن مېشتوافغانانو دکولتوري ټولنې اعلامیــــــه
بســــــــــــــــــــــــمل

نن دشنبې ورځ چې د۱۳۸۸وم لمریز کال دسلواغې له دریمې نېټې سره سمون خوري زموږ دکولتوري ټولنې غړو دسږ کال لمړۍ نوبتي غونډه وکړه چې په طرځ کې یې په ډېرو مهمو سیاسي او کولتوري مسلو بحث وشو موږ دخپل ګران هیواد په روانه پېچلې او دردوونکې وضعې خبرې وکړې، دکابل دلاس پوڅې او ناکامې ادارې پرله پسې ناکامۍ او دولس په وړاندې یې نه بخښونکې جفاوې په سختو کلماتو کې وغندل شوې، موږ د حامد کرزي په عوام فرېبي اوبیاهم له جنګي جنایتکارانوسره د ملي مشارکت ترعنوان لاندې دهغه وروستي له شرمه ډک ګامونه محکوم کړل، زموږ دغونډې زیاتره وخت دامریکا په کلیفورناکې دسولې دجرګې دپرېکړه لیک په ارزونې او ملاتړ و لګېد له هغه څخه وروسته زموږ بحثونه د راتلونکې اونۍ په کنفرانس کوم چې انګرېزانو د خپلوموخو او اغراضو په منظور په لندن کې پلان کړی دی وغزېدل د دې ترڅنګ زموږ ملګرو د امریکا غږ،
ازادي اوبي بي سي رادیوګانویوطرفه اوخصمانه خپرونوته جدي ګوته ونیوه اوچلوونکې یې چې ظاهرأ افغان ژورنالستان خودمادي امتیازاتو په بدل کې دخپل پلرني او مورني هیواد په اړوند خوراغیر مسؤلانه خپرونې تنظیموي په شدت سره وغندل زموږ دغونډې پرېکړې، ملاتړ او تصمیمونه دلاندې اعلامې په تصویبولوکې راغونډ شول :
۱ ــ موږ دامریکا په کلیفورناکې دسولې دجرګې له پرېکړه لیک څخه په کلکه ملاتړ کوو.
۲ ــ موږ دکابل دسولې له جرګې څخه ترهغه وخته ملاتړ کوو تر کومه چې دکابل دادارې له اغېز څخه لرې او بې پرې پاته وي .
۳ــ موږ دیو بې پرې نړیوال کنفرانس له لارې دکرزي د تش په نامه اوله فساد څخه ډکې ادارې بدیل غواړو تر څو د یو لنډ محال حکومت په راتګ سره سولې او ورپسې دعادلانه ټولټاکنو لپاره زمینه برابره کړي .
۴ ــ موږ له نړیوالو سره دښو مناسباتو تر څنګ دخپل پلرني هیواد دځمکې او فضأ واک غواړو .
۵ــ موږ دانګلستان د بهرنیو چارو د وزیر ملیبند وروستۍ غیر مسؤلانه څرګندونې چې غواړي افغان والیانو ته زیات صلاحیت ورکړ شي په کله محکوموو او دا د افغانستان د تجزې لپاره یوه خطرناکه لوبه ګڼو.
۶ــ موږ دلندن کنفرانس بې غرضه نه ګڼو بلکې دا به افغان ځورېدلي ولس ته یوه بله لومه او دوخت ضایع وي .
۷ــ موږ له یو شمېر هغو تکنوکراتو اومسلکي افغانانوڅخه غوښتنه کوو چې دخپل شخصیت او مظلوم ولس د نجات لپاره دکرزي له تش په نامه ادارې څخه ګوښه شي تر څو د شمال دجنایتکارې ټلوالې عمر ور لنډ کړي .
۸ــ موږ له هغو افغان ژورنالستانوڅخه کوم چې لوېدیځو دا پاس یادو شوو رادیوګانوته چوپړ کوي غوښتنه کووچې که دخپل هیوادپه ګټه څه نه شي وېلی نو دنورو مخه دې نه نیسي او که نه په راتلونکې کې به دهر یو نوم جلا جلا خپل ولس ته وروښیو.
یوه جـــــــدي هیـــــــــــــــــــــــــــــله :
زموږ کولتوري ټولنه په هیوادکې دننه او بهر له ټولو کولتوري ټولنو، فرهنګیانو، فرهنګپالو او ملي سوداګرو څخه هیله کوي چې په خپل اخلاص او نوښت سره دیوې داسې ځواکمنې نړیوالې رادیو په جوړولو بریالي شي چې زموږ دولس او ګران هیواد دملي ګټواو استقلال لپاره دنړۍ په کچه خپرونې تنظیم او دخپلو حقه حقوقو د ترلاسه کولو لپاره خپل غږ اوچت کړای شي .
یادونــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
که پاس یاد شوي ژورنالستان دپخواپه څېر خپلو مغرضواوعوام فرېبانه خپرونوته دوام ورکړي نوله خپلو ټولو هیوادپالوفرهنګیانو، منورینو،اخبار، ویبپاڼو، ویبلاګ اونورو د ازادو رسینیوله چلوونکوڅخه په کلکه هیله کووچې ټول افغان ولس وهڅوي ترڅو دخپل عمر داخوږې شېبې دغلیم دتبلیغ اورېدلو ته ورنه کړي باید زیاته کړوچې دادی له دریولسیزو څخه ور واوښتې چې دپاس یادوشوو رادیوګانوببولالې مو واورېدې بې له دې چې خپل روح اوروان ته موزیان ورساوه بله ګټه مو ونه کړه اوس نو پرېږدئ چې دیادو شوو رادیوګانو دایو شمېر خرڅ شوي ژورنالستان له خپلې ماتې سره کډه بار وګرزي .

دجرمني په بایرن ایالت کې د افغانانو کولتوري ټولنــــــــــــه

دامریکا په کلیفورناکې دسولې دجرګې پرېکړه لیک

دسولې دجرګې د یو شمېر هیوادوستو او زړه سواندو افغانانو په ګډون چې له اروپا، کاناډا او د امریکا له مختلیفو ایالتونو څخه راغلي وو د شمالي کلیفورنا په هیورا ښار کې د۲۰۱۰ زېږدیز کال د جنوري په دوهمه نېټه غونډه تر سره شوه دغه غونډه دقران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل چې بیا دمهموویناګانو له اورولو څخه وروسته دافغان ولس برحقې غوښتنې دګډونوالوپه حضور او خوښه د لاندیني پرېکړه لیک کې راټولې او تصویب شوې :
۱ ــ جرګې دګران افغانستان داشغال واقعیت دنړیوالو حقوقي موازینو خلاف اعلان کړ .
۲ ــ دجرګې ګډونوالو له افغان وسلوال مقاومت سره دمناسباتو او دسولې دتامین په اړوند دافغانستان په دننه کې دسولې دجرګې د هڅو ملاتړ وکړ .
۳ ــ جرګې هر ډول فساد، بې عدالتي او دمخدره توکو کښت چې دجنګسالارانو او دبشري حقونو دناقضینو یا کوم بل چالخوا تر سره کیږي په جدي ډول محکوم کړ ل .
۴ ــ جر ګې دملیشو مجودیت اوپه بل هر ډول رامینځ ته کېدل وغندل .
۵ ــ جرګې دسولې په موخه له وسلوال مقاومت سره داړیکو ملاتړ دسولې دجرګو له لارې اعلان کړ ، پرهېزګار او دخلګو په مینځ کې منلي مشران دسولې دجرګو رسالت په غاړه اخیستلای شي .
۶ ــ دسولې جرګه کولای شي چې دوسلوال مقاومت داستازو په ګډون یو بین الافغاني کنفرانس دایر تر څو د
سولې دیو هیت په ټاکلو سره ددې جوګه شي چې په نړیوالو کنفرانسونو کې دسولې دتامین لپاره ګټور ګامونه واخلي .
۷ ــ دسولې جرګه دافغانستان دمعضلي اوروانوستونځو دحلولولپاره دیو نړیوال کنفرانس ملاتړ کوي .
۸ ــ دسولې جرګه په داسې حال کې چې دوسلوال مقاومت په مینځ کې دتحمیلي تلفاتو غندنه کوي په کلیو، بانډو، ښارونو او شاوخواکې د بې ګناه افغانانوشهادت په کلکه محکومي، ددې ترڅنګ دملګرو ملتوله موسسې څخه جدي غوښتنه کوي چې که په ولسي وګړو کې مرګ او ژوبله په همدې ډول روانه وي نوبیا دې دبهرنیوپوځي قوتونوپه حضور کوم چې لا له بنسټه یې راتګ دتوجې وړ نه و .
۹ ــ دسولې جرګه دټولو هغو بندیانو خلاصون غواړي کوم چې دبهرنیو قواوو په زندانونو کې ساتل کیږي .
۱۰ ــ دسولې جرګه دهغو ټولو زندانونو تړل غواړي کوم چې دبهرنیو ځواکونولخوا اداره کیږي .
۱۱ ــ دسولې جرګه د ډېورنډ دغیرقانوني کرښې دواړو خواوو ته پر مېشتو پښتنوهر ډول بمباري محکوموي او ددې ظالمانه اعمالو بندول غواړي .
۱۲ ــ دسولې جرګه د ډېورنډ دغیرقانوني کرښې دواړو خواوو او دهیواد په نورو برخو کې دبې پیلوټه الوتکو بې رحمانه بمبارۍ په کلکه محکوموي او ژر تر ژره یې بندول غواړي .
۱۳ ــ دسولې جرګه دبهرنیو پوځي قواوو شتون او زیاتوالی دافغانستان دستونځو په حل کې نه تنها چې ګټور نه ګڼي بلکې زموږ له هیواد څخه یې دوتلو یوه معینه نېټه غواړي .
۱۴ ــ دسولې جرګه غوښتنه لري چې دبهرنیو پوځي قوتونو لنډ محاله حضور او په تدرجي ډول سره دهغوی وتل باید دیو نړیوال قرارداد په چوکاټ کې ترسره شي البته دا قرارداد باید د یو داسې ملي حکومت په راتګ سره صورت ونیسي کوم چې دوسلوال مقاومت له ملاتړ څخه برخمن وي .
۱۵ ــ دسولې جرګه دیو داسې قوي، ملي او اسلامي حکومت ملاتړ کوي کوم چې درښتینو ملي پولیسو او ملي اردو په رامینځ ته کېدو کې بریالی شي .
۱۶ ــ دسولې جرګه له ګاونډیانو سره دنېکو اړیکوپلوی اویو دبل په کورنیو چارو کې دنه لاسوهنې په موازینو ټینګار کوي .
۱۷ ــ دسولې جرګه دافغان مهاجرینو په وړاندې دپاکستاني او ایراني مقامونو ظالمانه کړنې په کلکه غندي او ژر تر ژره یې درول غواړي .
و من الله التوفیق

Afghan Peace Conference Declaration


The Afghan Peace Conference which was attended by many Afghan patriots and intellectuals who came from different European countries, Canada, and different states of the United States was held in Hayward, California on January 2nd, 2010. Many Afghans from different cities and counties of the San Francisco Bay Area also attended this unprecedented Grand Peace Conference or “Jirga”. After the recitation of the holy Koran and many speeches by prominent Afghan intellectuals and personalities, the following declaration was made:

1. The Peace Jirga declared the occupation of Afghanistan a violation of international laws.
2. The Peace Jigra participants supported Peace Jirga’s efforts inside Afghanistan to establish relations with armed movements in order to bring peace in Afghanistan.
3. The Peace Jirga participants condemned all types of corruptions, injustice, and the production of narcotics by warlords, human rights violators, and other individuals.
4. The Peace Jirga participants condemned the existence and recreation of militia forces in Afghanistan.

5. The Peace Jirga supported efforts to establish contacts with armed resistance via Peace Jirga in order to bring peace in Afghanistan.

6. The Peace Jirga supports the efforts of our respected seniors and those who are popular and well-liked among Afghans to initiate, hold and lead the Peace Jirga’s and efforts.

7. With the participation of the representatives of the armed resistance, the Peace Jirga can hold an Inter-Afghan Conference which will choose a peace delegation to participate in international conferences in order to bring peace in Afghanistan.

8. The Peace Jirga fully supports an international peace conference in order to seek and find solutions for Afghanistan’s conflicts and problems.

9. The Peace Jirga participants utterly disapprove the casualties among the resistance forces and strongly condemn the killings a of civilians in Afghanistan’s cities, villages, towns, and counties. The Peace Jirga demands that the United Nations reexamine the presence of foreign troops in Afghanistan if these killings continue.

10. The Peace Jirga demands the release of all the prisoners who were imprisoned by foreign troops in Afghanistan.

11. The Peace Jirga demands the closure of all the prisons which were built and created by foreign forces.

12. The Peace Jirga condemns all the bombardment of the regions where Pashtuns live and demands the immediate suspension of all the bombardment on both sides of illegitimate Duran Line.

13. The Peace Jirga condemns the deadly drone attacks on both sides of illegitimate Duran Line and demands that these cruel attacks be ceased immediately.

14. The Peace Jirga doesn’t consider the presence and increase of foreign troops to be the solution for Afghanistan’s conflict and demands a deadline for the withdrawal of all foreign troops from Afghanistan.

15. The Peace Jirga demands that the temporary presence of foreign troops in Afghanistan and their gradual withdrawal from Afghanistan be approved by a national government, supported of the arm resistance of Afghanistan, and be regulated by an international treaty.

16. The Peace Jirga supports the creation of a strong national and Islamic government with the support of a national military and national police.

17. The Peace Jirga wants and supports nice and friendly relations with Afghanistan’s neighboring countries based on the principles of noninterference in the domestic affairs of one another.

18. The peace Jirga demands an immediate suspension of the cruel and unfair treatment of Afghan refugees by Pakistani and Iranian authorities.