د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسواکۍ آزموینه

ګل آغا احمدي وردګ 21.01.2010 10:53

افغانستان چې د تیرې دیرش کلنې غمیزې له ګیډې څخه لا پوره نه دی راوتلی د خپل سیاسي نظام او دولتي ارګانونو د جوړولو په بهیر کې د ولسواکۍ له یوې سختې آزموینې سره مخامخ او د بري په لټون پسې یې مټې رانغښتې دي.
له ګڼ شمیر ګواښونو او چلنجونو سره سره د افغانستان خلکو په تیرو نهو کلونو کې وکولای شول چې د دولت او سیاسي نظام ځینې بنسټیزې زیربناوې جوړې او د هغه په اساس د خپل پرمختګ بهیر ته ادامه ورکړي. په دې لړ کې د موقت حکومت جوړول، د بیړنۍ لویې جرګې تدویر، د انتقالي اسلامي دولت جوړول، د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه، د نوي اساسي قانون تصویب، د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو لومړۍ ټولټاکنې، لومړی پارلماني ټولټاکنې، د جمهوري ریاست د دویم ځل ټولټاکنې او داسې نور یې غوره نمونې ګڼلی شو. پر دې سربیره د انکشافي مسایلو په برخه کې هم د هیواد په کچه په تیرو څو کلونو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي چې د ولسواکۍ په لاره یې افغانستان ته د سفر زمینه برابره کړې ده.
اوس چې افغانستان د ولسواکۍ په لړ کې له کومې آزموینې سره مخ دی هغه د نوې کابینې وزیرانو ته د رایو بهیر دی چې تر یوې اندازې پورې په مسلکي شکل پر مخ درومي او د ملت یو شمیر ریښتني استازي هڅه کوي چې د مسلک په بنسټ حکومت تشکیل او نويو وزیرانو ته د تخصص، مسلک، پوهې او کاري وړتیا پر بنسټ د باور رایې ورکړي.
باید وویل شي چې د ۱۳۸۸ د مرغومې په ۱۲ نیټه چې د ۲۰۱۰ د جنوري له ۲ نیټې سره برابره ده د افغانستان ولسي جرګې د ښاغلي ولسمشر کرزي د کابینې د ۲۴ نوماندو وزیرانو څخه یوازې او تنو ته د باور رایه ورکړه او د ۱۳۸۸ د مرغومې په ۲۸ نیټه بیا هم ولسې جرګې د ولسمشر کرزي له خوا ۱۷ نوماندو وزیرانو څخه ۷ کسانو ته د باور رایه ورکړه او د دې وړ یې و نه ګڼل چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره په کابینه کې د وزیر په توګه کار وکړي.
سره له دې چې دغه کار منتخب ولسمشر، حکومت او مسوول ارګانونه له یو لړ ستونزو سره مخ کړل خو په دې ځای کې د دیموکراسۍ یو ښه تمثیل اجرا شو او هغه دا چې نور د افغانستان وګړي او مسوول ارګانونه غواړي چې د مصلحتونو حکومت ته د تل لپاره د پای ټکی کیښودل شي او د مسلک او وړتیا پر اساس د افغانستان د حکومتي موسساتو او زیربناوو بنسټونه رامنځته کړي.
د زیاتو شنونکو په باور به د کابینې پاتې وزیران په آسانۍ سره د افغان ولس د استازو د رایې په اخیستلو بریالي نه شي بلکی هڅه به وشي چې نور په دې هیواد کې هغه شخص ته د وزیر په توګه رایه ورکړي او درناوی یې وشي چې د ملي فکر، ملي ژمنتیا او مسلکي پوهې په اساس د وزارت چوکۍ ته نوماند شوی وي.
دا چې د ولسي جرګې یو زیات شمیر وکیلان له دې وروسته د خپلو پریکړو اساس په داسې ډول برابروي چې د ولسواکۍ له اصولو سره سم افغانستان د تخصص او مسلک په لوري حرکت ته چمتو کړي، د سیاسي شنونکو او عامو خلکو تر منځ یو لړ خوشبینۍ رامنځته کړې دي چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کیږي:
لومړی: د افغانستان زیاتره خلک د ولسي جرګې وروستیو پریکړو ته د یوه نیک شګون او فال په سترګه ګوري او هغه د هیواد دیموکراسۍ د پياوړتیا په لاره کې یو مهم ګام ګڼي چې ګواکي نور نو زموږ د ولس خلکو هم هغه لاره موندلې ده چې د ولسواکۍ په آزموینو کې د بري چانس خپل کړي.
دویم: د چارو شنونکي په دې نظر دي سره له دې چې نوموړی کار به د افغانستان د ولسمشر او منتخب حکومت کارونه له یو څه خنډ سر مخ کړي خو په پای کې به افغانستان د دې توانایي پيدا کړې وي چې خپل حکومت ته به د یوه ښه کاري ټیم په پيدا کولو بریالی شي.
دریم: د ولسي جرګې وروستۍ پریکړې یو لړ هغه حلقات او اشخاص په سخته لړزه راوستلي دي چې په څو تیرو کلونو کې یې د دې ولس په مادي او معنوي سرچینو باندې په ډیره بې پروا توګه خيټه اچولې او فکر کوي چې دوی له قانون څخه لوړ دي او د دې ولس ملي شتمني د دوی میراثي حق دی. همدارنګه د دوی په آند هیڅوک له دوی څخه د پوښتنې ګرویږنې حق نه لري او دوی په خپلو چارو کې خودمختاره دي.
څلورم: د ولسي جرګې وروستۍ پریکړې په افغانستان کې د داسې حکومتونو جوړیدو ته د پای ټکی کیښود چې د شخصي سلیقو او ډول ډول فشارونو له لارې په تنظیمي، سمتي، قومي، مذهبي، ایتلافي او داسې نورو معیارونو سره جوړیږي چې دغه ډول ادارې له بده مرغه د هیواد وران حالت نور هم له ورانۍ سره مخ کولای شي.
پنځم: د افغانستان ولسي جرګې وروستیو پریکړو جوته کړه چې نور د دې هیواد ولسي جرګه او پارلمان د سیاسي پوخوالي په لوري ګامونه ږدي او هغو ټولو ناخوالو ته په ریښتنې بڼه د پای ټکی بخښي چې د څو کلونو د ناوړه پیښو لوبغاړي یې د خپلو شخصي ګټو د تامین په موخه استعمالوي. همدارنګه نور د دې ولس استازي د خپل ولس هیلو ته د ریښتني ځواب په لټه کې دي او د هغوی هیلو ته به داسې ځواب مومي چې زموږ هیواد له روان کړکیچ څخه د سیاسي ثبات په لور ګړندی کړي.
شپږم: د ولسي جرګې وروستیو پریکړو جوته کړه چې نور د هغو اشخاصو، ډلو او کرکترونو د ناروا لوبو وخت پای ته رسیدلی دی چې د خپلو ناوړه موخو له مخې یې په ډیره آسانۍ سره یو شمیر مطرح اشخاص له لارې ویستل او داسې نقشه یې دخپلو موخو د تحقق لپاره انتخاب کړې وه چې اوبه خړې کړه او کبان پکې و نیسه.
افغانستان د خپل سیاسي ژوند په داسې اساسي بهیر کې قرار لري چې ورو ورور د ولسواکۍ په سختو آزموینو کې ځانته د بري لار لټوي چې د ولسي جرګې وروستۍ پریکړې د دې آزموینې د بري یوه نمونه ده، زیاتره افغانان یې په نیک شګون سره نمانځي او دغه راز پریکړې د خپل ولس د راتلونکي لپاره یو لوی بری ګڼي.