د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جنورۍ د ۲۸ غونډه، خوشبیني او مایوسۍ

شیرین اغا جهانګیر 20.01.2010 10:18

د جنورۍ د ۲۸ غونډه، خوشبیني او مایوسۍ

لیکوال: قریب الرحمان سعید ( افغان سیاستوال او پخوانی دیپلومات )
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

د ۲۰۰۹ کال په پای کې جوته شوه چې دغه کال د دواړو؛ افغان ملت او د نړیوالو اشغالګرو ځواکونو لپاره چې په ۲۰۰۱ کال کې يې پردې هېواد یرغل وکړ، تر ټولو مرګونی کال وو. په هرحال، ۲۰۱۰ کال به د زیاتو هیلو او مایوسیو سره پیل شي.
د ملګرو ملتونو د راپور سره سم، په ۲۰۰۹ کال کې د ملکي خلکو تلفات د ۲۰۰۸ کال په نسبت ۱۱٪ لوړه شوې وه. د ملګرو ملتونو د احصايې له مخې * د ۲۰۰۸ کال په نسبت د همدې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي خلکو تلفات په کمزوري افغانستان کې ۱۰۱۳ تنو ته، یعنی ۲۴٪ لوړه شوې وه.
د icasualties.org خپلواکه ویب پاڼه وايي: * د ۲۰۰۸ کال په نسبت سګ کال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د مړینې شمیر ۵۰۶ تنه، یعنی ۷۰٪ لوړه شوې ده چې دا شمېره په افغانستان کې د عراق په نسبت په همدې کال کې د وژل شوو سرتېرو درې چنده جوړوي*
په همدې حال کې فوځي او سیاسي څیړونکي د نوي ۲۰۱۰ کال په امنیتې وضع کې د لا زیاتو ګډوډیو او ورانیو وړاندوینه کړېده. د امریکې په ملاتړ د یرغل په تېرو اتو کلونو کې د خورا سترې بدیجی د لږولو سره سره، د هېواد د وګړو په رښتینې ژوندانه کې کوم بدلون ندی لیدل شوی. برعکس، د هېواد نیمايي وګړي د نیستۍ سره لاس او ګریوان دي او د راپورونو له مخې په ځینو ولایاتو کې د خلکو ژوند د سړې هوا او نیستې لخوا تهدیدیږي.
په میلیاردونو ډالره هېواد ته د یوې دروازې نه رادننه کیږي او د مرستندویه هیوادونه لخوا د بلې دروازې نه بېرته ویستل کیږي. له یوې خوانه بډې او د لوړ رتبه چارواکو بې کفایتي او له بلې خوانه د دولتي چارواکو او د مخدره توکو د مافیا بدې موخې د هېواد روان نظام له خطر سره مخامخ کړی دی. د ټاکنو له بهیره او بیا هم له نوي ټاکل شوي رجیم نه د خلکو هیلې له خاورو سره خاورې شوې. د ولسمشر حامد کرزي لخوا د نوي کابینې معرفي دغه هیلې په سکورو بدلې کړې. همغه پخواني څهرې، له همغو پخوانیو اجنډاوو او شالید او سابقې سره د بې وسه ولس پر ماتو اوږو بار شول. د مخدره موادو مافیا په هېواد کې فعاله ده او داسې ادعا کیږي چې هېواد د نړې ۹۰٪ تاریاک تولیدوي. ویل کیږي چې بې کاري او بې سوادي به د مخدره موادو د پراخ استعمال له دلیلونو ځني وي. تر ټولو ویروونکی دا چې د افغانانو ژوند د مخدره موادو د حملې لاندې دی. د انګلیسي ورځپاڼې پر وینا د افغانستان د ۳۰ میلونه نفوسو څخه تر یو میلون زیات په مخدره توکو روږدي دي.
د افغانستان لپاره د جمهور رئیس اوباما د نوي ستراتیژۍ د اعلان نه وړاندې ډېرې هیلې وې. لکه د امنیتي وضعې او د افغان مخالفینو سره، چې ټول افغانان دي؛ دامریکايي فوځونو د ټکر په اړه. دا وړاندوینه شوېوه او ویل شوې وه چې د امریکې جمهور رئیس به ددغې پیچلي مسئلې په اړه به یوه عاقلانه پرېکړه کوي او وبه توانیږي چې د بې ګناه افغانانو ارزښتناک ژوند او د خپلو خلکو ژوند به وژغوري. خو بیا هم په داسې حال کې چې د متحده آیالاتو نوی ولسمشر په یو لاس کې د نوبل جایزه لرله او په بل لاس کې يې ټوپک؛ نوي ۳۰۰۰۰ سرتیري يې د جنګ ډګر ته ولیږه. حقیقت دادی چې دغه فوځونه په بدنامو جګړو کې ککړ دي. ددغو وخشي عملیاتو تر ټولو وروستۍ بیلګه د متحده آیالاتو د بهري فوځونو په واسطه د کنړ د نرنګ د ولسوالۍ لاندې کول وو چې په پایله کې يې لس ملکي وګړي چې اته تنه يې د ښوونځي زده کوونکي ول، ووژل شول. دغه وژنې د اوباما ماموریت بدنامه کړه او هغه يې د سختې ازموینې سره مخامخ کړه.
آیا ښاغلی اوباما دومره اخلاقي جرئت لري چې د نوبل د سولې جایزه بېرته د ناروې خلکو ته ور وسپاري؟ د جنګ ډګر ته په دومره زیاته پېمانه د مجهز فوځ استول یوه بله پوښتنه ده، آیا دوي به وتوانیږي چې حالات کنترول کړي او که په سیمه کې به بل اور ته نور پوکی هم ورکړي؟
اوس مهال ۱۱۰۰۰۰ بهرني سرتیري په افغانستان کې میشت دي. په ۲۰۱۰ کال کې د ۳۰۰۰۰ نوو امریکايي سرتیرو او د ناټو د غړو هېوادونو د ۶۸۰۰ نوو سرتېرو په زیاتولو سره د بهرني ځواکونو وتل ناممکنه ښکاري. ددې نه برعلاوه د دغو بې ګناه ملکي خلکو وژنه ، په تېرو کلونو کې او هم اوس مهال د ولسمشر کرزي او د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ مخالفتونه زیات کړي دي. ددغه ډول پيښو دوام چې ناټو پرې ټینګار کوي، د دواړو غاړو ترمنځ به واټن نور هم زیات کړي. راپورونه شته چې ولسمشر حامد کرزي دغه وژنې محکوم کړي دي او ژمنه يې کړېده چې په دې اړه به څېړنې کوي. په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو د بمباریو په واسطه د ملکي خلکو وژنه یوه جنجالي ستونزه ده. امریکايي قمندانانو د متحده آیالاتو په نوي جنګي ستراتیژۍ کې د طالبانو پروړاندې جګړه کې د ملکي خلکو حفاظت د خپلو لومړیتوبونو په سر کې راوستی دی. د کرزي د پخواني دولت او کابینې پر خلاف ستر پروپاګند هم د غربي ډلو له لوري پر لاره اچول شوې وه او اوس نه یواځې داچې ټول دا مني، بلکه د تش په نامه وزیرانو لوټماره ډله ستايي. په عین حال کې د غربي فوځ جنرالانو اعلان وکړ چې د تش په نامه افغان ملي اردو او ملي پولیسو شمېره به لوړوي تر څو د تروریستانو پر وړاندې د دفاع توان پېداکړي.
په هرحال، د تش په نامه ملي اردو جوړښت په خپله ددې سبب کیږي چې د هېواد اکثریت پښتون ملیت باور له لاسه ورکړي. د موجوده مالوماتو پر بنسټ، د افرادو ۷۰٪ له شمالي ټلوالې نه اخستل شوي دي، چې دوي په خپله په پښتون مېشتو ولایاتو کې د ناکرارۍ پېداکوونکي دي. د پولیسو جوړښت هم همدا شان دی. فوځي ژبه او یا فوځې ټرمینالوژي هم بدله شوېده، او هغه پښتانه چې په بله ژبه نه پوهیږي، جرئت نکوي چې پولیسو او یا اردو ته لاړ شي. د ملکي وګړو په وینا، دوي په دغو پښتون مېشتو سیمو کې د ناټو نه هم زیات غېر اخلاقي عملیات کوي.
ددې نه برعلاوه، د افغاني او بهرنیو ځواکونو ترمنځ باور مخ په کمېدو دی. هغه راپورونه چې وړاندې شوي دي وايي چې داسې تنظیم شوي پیښې چې په مشورې سره انجام شوي دي، شته چې په هغه کې افغان ملي اردو او یا هم پولیس هم خپل مشاور وژلی دی. د یو تازه راپور پر بنسټ، د دسمبر په ۲۹، د سه شنبې په ورځ، د ملي اردو یو سرتیری د امریکې تر مشرې لاندې فوځونو باندې ډزې وکړې او په هلاکوونکي توګه يې یو امریکايي سرتیری وواژه او دوه ایټالوي سرتېري يې سخت ټپي کړه.
په تېر نومبر میاشت کې د هلمند په یوه پوسته کې پنځه برطانوي پوځیان د یو افغان پولیس له لوري ووژل شول. دوه امریکايي سرتیري د همدي کال د مارچ په میاشت کي د همداشان یوې مرګوني پیښې په پایله کې وویشتل شول.
څیړوونکي وايي چې د حملو دغه پیښې د افغان سرتېرو او د امریکا په مشرۍ ماموریت ترمنځ کرکه په ګوته کوي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو په اړه روانه کرکه مرسته کوونکي هېوادونه دېته اړباسې چې دغه جګړه ځپلي هېواد ته د نورو سرتېرو د لېږلو په اړه د سره فکر وکړي.
ډېرې اروپایان د جنګ ډګر ته د خپلو زامنو او لوڼو د لېږلو سره مخالفت لري. حتی زیاتره له خپل دولت نه د خپلو زامنو او لوڼو د وژلو د موخې په اړه پوښتنې کوي.
جرمني او فرانسه دېته زړه نه ښه کوي چې د نورو سرتېرو د لېږلو وړاندیز وکړي؛ برعکس، دوي وايي چې دوې د افغان شخړې نه خپل جزئتامونه بېرته وباسي.
حتی په خپله په متحده آیالاتو کې د مرسته کوونکو ګراف په کافي اندازه ټیټه شوېده. دا په داسې حال کې ده چې په برطانیه کې د براون اداره د سخت فشار لاندې ده چې باید د دوي ملبس زامن او لوڼې د جنګ له ډګره په شا شي.
علاوه پردې، لکه څنګه چې نوي عسکر د افغانستان جګړې ته د خپل تګ تیاری نیسي، یوه نوې سروې ښيي چې ډیری کاناډایان وايي چې اوسنی جګړه نشي ګټل کېدای.
سروې د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې ۶۶٪ کاناډایان Ipsos Reid survey د
د ( د سرتېرو زیاتول د طالبانو پر وړاندې د فوځ بری یقیني کوي) سره مخالف دي.
متخصصین خبرداری ورکړی چې د نوو سرتېرو ډیرښت به د ډېرو شخړو او د بهرنیو ځواکونو او د افغان ولس په منځ کې د مړینې شمېره لوړه کړي.
ډېری امریکايي او اروپايي څیړوونکي په دې آند دي چې افغان روانه جګړه به د سرتېرو په ډېرښت سره ونه ګټل شي. د جرمني د دفاع وزیر هم د افغان مخالفو ډلو(حزب اسلامي او طالبان) ته د سولې په وړاندیز ټینګار کوي.
پر بنسټ، د جرمني د دفاع وزیر دIrish Times, GERMAN DEFENCE ministerد
معتدلو طالب ډلو سره د خبرو وړاندیز کړی دی. هغه د سیمې لپاره د ناټو په نوي ستراتیژۍ کې په افغانستان کې د باغیانو د ډلو ترمنځ د زیات تشخیص غوښتنه هم کړېده.* باید په سیاسي لحاظ فکر وکړو چې څه شی ستونزه ځېږوي، ښاغلی ( هینري کیسینګر) د خبرو اترو لاره څه ته وايي؟. هر یاغي غربي ټولنې ته یو شان خطر نه پېښوي*
ښاغلی ( زو ګوټینبرګ) (ویلټ ام سنټاګ) ورځپاڼې ته وویل: « په افغانستان کې د هغو ډلو ترمنځ چې په بنسټیزه توګه له غربي ټولنې سره په مخالفت کې دي، زیات توپیرونه شتون لري، ځني په اساسي توګه له غربي تولنې سره مخالف دي او غواړي چې زمونږ سره او هغه څه چې زمونږ په کلتور کې دي، ورسره جګړه وکړي. او هغه نور بیا په ډېرې سادګۍ سره په خپل کلتور کې ډوب دي».
د معتدله طالبانو سره خبرې اترې کېدای شي چې رغوونکي وي* په دې شرط چې څوک خپل ځان په خطر کې وانچوي*.
په عین حال کې د هغو خلک شمېره مخ په زیاتیدو دی چې په افغانستان کې د جرمني د ماموریت سره مخالفت لري.
د یوې نوې سروې له مخې، د جرمني ۶۹٪ ( ARD-Deutschlandtrend survey)د
وګړي د افغانستان نه د سرتېرو د زرترزه وتو طرفداره دي. یواځې ۲۷٪خلک په افغانستان کې د جرمني سرتېرو د پاتې کېدو ملاتړ کوي چې د تېر سپتمبر راهیسې ۱۰٪ ټیټه شوې ده.
هغه وروستې سروې چې پایله یې د تېرې سه شنبې په ماښام اعلان شوه، هم ښکاره کوي چې له څلورو نه درې برخې جرمنیان په دې باور دي چې اوس د جرمني دولت دوي ته د افغاستان د ماموریت په اړه پوره او رښتیني مالومات نه وړاندې کوي.
برڅېره پردې، د راتلونکو پارلماني ټولټاکنو په اړه د افغان دولت او د نړیوالو مرستدویو هېوادونو ترمنځ سخت اختلافات لیدل کیږي. د راپورونو له مخې، امریکايي سناتورانو له ښاغلي کرزي نه په کله غوښتي دي چې راتلونکي پارلماني ټولټاکنې تر هغه وځنډوي چې تر څو پورې اوسني ریفورمونه یا اصلاحات په خپل ځای وي. راپور زیاتوي: اګر که ولسمشر حامد کرزی ټینګار کوي چې باید ټولټاکنې د می په میاشت کې د پراخو تشویشونو سره سره چې د ټاکنیز نظام د باور په اړه شتون لري، سرته ورسي.
اسوشییټد پریس د یو امریکايي قانون پوه له خولې وايي: راپورونه وايي چې: افغان دولت پرېکړه کړېده چې باید پارلماني ټولټاکنې د مۍ په میاشت کې وشي او که نړیواله ټولنه نه منله، نو بیا به ورته د قانون لایحه ور وښايي.« د ولسمشر دفتر له خولې چې د سه شنبې په ورځ يې ویلي وو».
په پای کې، دا اړینه ده چې د روان کال د جنوري د ۲۹ په غونډه کې چې په لندن کې به تر سره شي، ددې پرځای چې د فوځیانو په واسطه دغه محاصره شوي هېواد ته د نورو سرتېرو په لېږلو ځیرنه وشي، باید د افغانستان د شخړې د حواري په لارو چارو فکر وشي. کله چې سوله او امنیت بریالي شي، بیا به هرڅه شوني وي.
په جګړه کې ښکیلو دواړو غاړو ته د سولې لارې خلاصې دي. حتی اوس اړیکي هم نیول شوي دي. د کابل د دولت او د مخالفینو ترمنځ د هیئتانو تبادله شوېده. د حزب اسلامي د نږدې منبح په قول، دغه حزب به ډېر ژر یو لوړ پوړی هیئت د کابل په وړانديز د دواړو مخالفو *بهرني او کورني* ډلوسره د لا زیاتو څېړنو لپاره ولیږي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یو هیئت لا وختي په پلازمېنه کابل کې موجود دی.
ولسمشر حامد کرزي د خپل لوړې په مراسمو کې اعلان وکړ چې لویه جرګه به را وغواړي تر څو د جګړې د حل د لارو د موندلو په اړه بحث وکړي.
په هر حال؛ د لويي جرګې جوړول به ارزښتناک وي که د مخالفو ډلو استازي په کې ګډون ولري، که نه نو د لوېې جرګې رابلنه به د مخالفو ډلو د نه شتون په صورت کې موثر نه وي او د وخت او بدیجې ضایع به وي. که چېرې نړیواله ټولنه خپل صفا قصد د جګړې د حل لپاره وښيي، نو هله بیا اطمینان موجود وي.
ددې لپاره چې په راتلونکو مذاکراتو کې د مخالفو ډلو د مشرانو شتون یقیني شي، د مذاکره کوونکو په منځ کې د باور ضروري غوښتنې په لاندې ډول اټکل شوي دي:
۱- د نړیوال تور لست نه د مخالفو ډلو د لوړ پوړو مشرانو د نومونو پاکول.
۲- په تدریجي توګه د جګړې کمول او انساني کول.
۳- د بندیانو آزادول.
۴- افغاني خواوې باید اطمینان ورکړي چې دوي به هیڅکله خپل ګاونډیان او نوره نړې په خطر کې نه اچوي.
۵- مذاکره کوونکي باید وعده وکړي چې دوي به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه نکوي.
په همدې دلیل، یو باامنه، په خپل ځان متکي او خپلواک افغانستان به وتوانیږي چې د نړیوالې ټولنې د ټولو غړو هېوادونو سره سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکي وساتي. دغه اړیکې به د دوستۍ، دوجانبه احترام او درناوي ښکارندوي وي.
هېله ده چې د لندن غونډه به د افغانستان په اته کلن ناکام اشغال سترګې پټې نکړي او د سولې هغه غوښتنې به جدي ونیسي چې د مخالفو ډلو له لوري وړاندې کیږي.
* د دغې لېکنې لیکوال یو افغان سیاستوال او پخوانی دیپلومات دی *