د بریالي مدیر ځانګړتیاوې

انبیا ژمن 20.01.2010 08:12

د بريالي مدير ځانګړتياوې
ژباړن: انبيا ژمن

دې ته په پاملرنې سره چې د پنځونې اغېزمنتوب له سادګۍ او تمرکز سره تړلى دى پنځوونکي وګړي په ټوليز ډول په يوه کار باندې فکر غونډوي. پنځوونکي وګړي خپلې اغېزناکې پنځونې له کوچنيو ځايونو څخه پيلوي. پنځونه پوهې، وړتيا او تمرکز ته اړتيا لري.
۱_ په يوه کار يا موضوع تمرکز کوي
دې ته په پاملرنې سره چې د پنځونې اغېزمنتوب له سادګۍ او تمرکز سره تړلى دى پنځوونکي وګړي په ټوليز ډول په يوه کار باندې فکر غونډوي. پنځوونکي وګړي خپلې اغېزناکې پنځونې له کوچنيو ځايونو څخه پيلوي. پنځونه پوهې، وړتيا او تمرکز ته اړتيا لري. څرګنده ده چې وګړي د پنځونې لپاره ډېر استعداد او وړتياوې لري. خو دا استعداد او وړتياوې په يوه محدو غولي کې ځانګړې شوې دي.
پنځونه هم د نورو هڅو په څېر استعداد، پوهې او وړتيا ته ضرورت لري. خو کله چې دا بېلګې تآمين شي، سخت، متمرکز او موخيز کار ته اړتيا لري. کله چې په کار کې هڅه، ټينګتيا او ژمنه نه وي، استعداد، پوهه او وړتيا ګټه نلري.
پنځوونکي وګړي يوې موضوع ته د تمرکز له لارې له سرسري کتنې څخه ژورې کتنې ته ځان رسوي او ستونزې او موضوع ګانې په ژور او هر اړخيز ډول تر شننې او څېړنې لاندې راولي او پنځونې ته لاسرسى پيدا کوي. په ټوليز ډول د تمرکز له اړخه د پنځوونکو مديرانو ځانګړتياوې په لاندې ډول دي.
• په آرامۍ سره په کار باندې فکري تمرکز کوي.
• په ځانګړي او د نظر وړ کار باندې تمرکز کوي او په آسانۍ سره يې نه پرېږدي.
• د نظر وړ په علمي موضوع ګانو باندې تمرکز کوي.
• د ستونزو، پېښو او موضوع ګانو په اړه ژوره کتنه کوي، مسلکي وده د برياليتوب د معيار په سرليک مني.
• د فکرونو د په کار اچولو، بشپړولو او يو کولو ځواک په دوى کې لوړ دى.

۲_ د علمي او څېړنيزې روحيې لرونکي دي
پنځوونکي مديران د سازمان اړوندو ستونزو او چارو او آن د خپل ځاني ژوند په اړه علمي او اصولي غبرګون ښيي او د ستونزو د اواري لپاره څېړنه او شننه د سازمان دنده ګڼي او دا له دې امله ده چې له نويو حل لارو څخه ګټه اخيستنه د ښې استفادې لامل کېږي او ژر کولاى شي پايلې ته ورسېږي. هغوى د سختو، پېچلو او ستونزمنو کارونو د ترسره کولو په اړه لانديني پړاوونه ترسره کوي.
الف) د ستونزو پېژندل
په دې پړاو کې ستونزه له بېلابېلو لورو څخه د پېژندلو وړ ګرځي او روښانه کېږي.
ب) د ستونزو د دلايلو څېړل
په دې پړاو کې د ستونزو سرچينه څېړل کېږي ترڅو په ښه توګه وکولاى شي حل لارې يې وپېژني.
ج)د ممکنو حل لارو ټاکل او څېړل
په دې پړاو کې د ستونزو ډول او څرنګوالي ته په پاملرنې سره ډېرې د حل لارې تر څېړنې او پېژندنې لاندې راولي.
د) د حل لارو لپاره د معيارونه ټاکل او سنجول
په دې پړاو کې بېلابېل اقتصادي، سياسي، کلتوري، ټولنيز اخلاقي او ... معيارونه ټاکل کېږي.
ه ) د حل لارو او معيارونو په مقايسه د ترلاسه شوو پايلو ټاکل
و) د وړ حل لارې ټاکل
ز)اجرا او څېړنه
په دې پړاو کې په کار اچول شوې د حل لاره څېړل کېږي او لازم اصلاحات يې ترسره کېږي او په دې ډول د پنځونې او نوښت لپاره د ستونزې د حل له ډول څخه استفاده کېږي. په ټوليز ډول د علمي او څېړنيزې روحيې له اړخه د پنځوونکو مديرانو ځانګړتياوې په لاندې ډول څرګندېږي.
• د کنجکاوۍ د پياوړې روحيې لرونکي دي.
• د نويو مطالبو او موضوع ګانو له مطالعې څخه خوند اخلي.
• د ستونزې د حل په ځاى لومړى د هغه د دليل د پيدا کولو په لټه کې کېږي او د ستونزو له څرګندتيا څخه مخکې د ستونزو او د هغه د حل په لوري ځي.
• د علمي فکر او نظام مندو کړنو لرونکي دي
• ټولنيزو ستونزو ته د پلټنې او پوهې له لارې کتنه کوي
• له پېښو، موضوع ګانو او وګړو سره اصولي او منطقي غبرګون ښيي
• د نويو فکرونو او نوښتونو په لټه کې وي
• د څېړنيزو موخو او موضوع ګانو په پېژندنه او ټاکلو کې ډېر ځير وي.
۳_( د وېرې ستر قابليت لري
پنځوونکي مديران هېڅ وېره نلري. د بېلګې په ډول د پنځونې په تحقيقاتي علومو کې تل د وېرې او زيان موکې شته ولې کولاى شو عادي کارونه له وېرې او زيان پرته ترسره کړو. مسلکي وګړي په هېڅ برخه کې د بخت په لټه کې نه دي چې فکر وکړي بخت برياليتوب دى. د دې پر عکس، د داسې موکې په لټه کې دي چې په هغه کې وکولاى شي داسې کار ترسره کړي چې غوره پوهه ترلاسه کړي. دا غوره پوهه کله په کار کې د ټينګښت پايله وي او کله تصادفي ترلاسه کېږي. خو په هر ډول چې ترلاسه شي، لرې ده چې وېره په ټوليز ډول له منځه يوسي.
د پنځوونکي کړنې لازمې دي چې په اټکل شوو وېرو کې هم لاس ووهي، چې په هغو کې هم د محاسبې ځيرکي په غوره پوهې پورې تړلې ده. د وېرې منل تل د وېرې په پېژندلو او د هغه په څېړلو او شنلو كې چې په اداره څومره اغېزه کوي، پيلېږي او پنځوونکي مديران د تر لاسه شوو مالوماتو او پوهې پر بنسټ او د لاندينيو بنسټيزو څيزونو په ترسره کولو سره د وېرې څېړنه کوي.
الف) د وېرې يا زيان د کچې اټکل (د وېرې اندازه کول)
ب) د وېرې يا زيان سنجول (دا زيان د نورو زيانونو په پرتله څومره ستر دى)
ج) د وېرې په اړه پرېکړه ( آيا دا وېره د ورځې د معمولي معيارونو په پام کې نيولو سره د منلو وړ ده)
په ټوليز ډول کولاى شو د زيان منلو له اړخه د پنځوونکو مديرانو بنسټيزې ځانګړتياوې په لاندې توګه څرګندې کړو.
• د خپل اند او عقيدې د بيانولو جرات لري
• په عمل او اجرا کې مېړانه کوي
• مسؤوليت منونکي دي
• له ډار او وېرې پرته خپل فکر په لاره اچوي
• علمي او ټولنيز کړکېچ ته چمتو دي
• ماتې تجربې او برياليتوب ته د لاسرسي لپاره چمتو دي
۴_ ( د لوړې انتقادي روحيې لرونکي دي
د پنځوونکو مديرانو د ځانګړتياوو له جملې څخه هم يو دا دى چې د نيوكه کوونکو وګړو له ډلې څخه دي او نيوكه مني او کار کوونکو ته د مالوماتو په ورکولو سره، د کار کوونکو د اندونو منل او هغو ته پاملرنه، د نيوكې د انګېزې رامنځ ته کول او د حل لارې وړاندې کول، د کار کوونکو د اندونو سنجول، او په اداره کې د وړانديزي سېسټم په رامنځ ته کولو سره انتقادي روحيې ته پراختيا ورکوي. کله چې انتقادي روحيه په ټولو کار کوونکو کې پيدا شي، دا کار د ګډو باورونو په سرليک رامنځ ته کېږي او په اداره کې بنسټيز کېږي. انتقاد کولاى شو د بشر د فکري پراختيا او د ذهني او علمي وړتيا لپاره يو پوستکالي وګڼو. په انتقاد سره بېلابېل فکرونه او علمي بحثونه ترسره کېږي او د هغوى له زړونو څخه نوي فکرونه رامنځ ته کېږي او د علمي تګلارو په سرليک د ادارې ستونزې اواروي او په پايله کې د زړونو انتقاد ځان په پنځونه بدلوي او د ادارې پنځوونکي وګړي په يوه پنځوونکې اداره اړوي. په ټولنيز ډول د انتقاد منلو له اړخه د پنځوونکو مديرانو ځانګړتياوې په لاندې ‌ډول څرګندېږي.
• د سيمې او معتدلې دود ماتونې او سنت ماتونې روحيې لرل
• خوشاله او په وګړيز او اداري ژوند کې په نفس د ځواکمن ډاډ لرل
• د توپير لرونکو اندونو له مخامخ کېدو څخه خوند اخيستل
• د ځواکمن ټولنيز او اداري ليد لرل
• پوهنيز مېړني علمي کلتور ته پراختيا ورکول او د حقايقو روښانه کول
• د راتلونکي لپاره د پياوړي ليد لرل او د لوړې څېړنې او شننې ځواک
• له نورو سره په بحث کې ځواب ته چمتو دي


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

په ډاډه زړګي راځه وېرېږه مه * یار دیارپښتنه کړي شرمیږه مه

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف

16.03.2010 09:46 غزل // فريد خوست

ځمه ويده کيږم دچينار لاندې //ګوندې جانان راشي د غرمې په خوب

16.03.2010 09:02 په ايميل کې H I V/ اجمل آټک یوسفزی

16.03.2010 08:05 خبرتيا

16.03.2010 05:22 دافغان مهاجرینوسره دپاکستاني فوځیانو چلند/ویډیو

د طالب او مجاهد تر نامه لاندې پښتانه د علمي ،فرهنګي او فزیکي جینوسایډونو په درشل کې

16.03.2010 04:28 ستــــــــــرګې په ټپو کښی

سترګی می تا ته تورولې * چی ته رانغلې په سالو یئ پاکه ومه

15.03.2010 21:07 محمدامين مجبور تڼئ

یار می کفن ته سرف غوټې ورکړې * مجبوره ده يار نښانه پريښوده

15.03.2010 20:05 څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر

وعده وکړه چې ته به مې هم ساتې په زړګي کې ـــ لــــــــرمــــه درته ډېـــرې نـنـواتې په زړګي کې

15.03.2010 20:02 غوسه: شیرین اغا جهانګیر

ناګهانه يې سترګې په هغو کرښو پرېوتې چې کوچني زوي يې په ګاډي ویستې وې: - پلار جانه! زه درسره مینه کوم!

15.03.2010 19:58 د کشیش د طوطیانو دعا: شیرین اغا جهانګیر

نور نو دعاوې بس کړه! زمونږ دعا ګانې قبولې شوې.

15.03.2010 15:55 د درويش ياد

د مقاومت شاعر