د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دماشوم د ادبياتود ليکوال ځانګړنې

رفيع الله نيازی 19.01.2010 10:11

• د کوچنيانو ليکوال تر هر څه لومړی بايد ماشومان او تنکي ځلميان ( هغه څوک چې دی ورته څه ليکي ) په پوره معنا وپېژني. ماشومان يواځې په دې نه پېژندل کيږي ، چې په اړه يې د کوچنيانو د ارواپوهنې کتابونه ولوستل شي، بلکې ليکوال بايد له ماشومانو سره ژوند وکړي ، خپل ماشومتوب راپه زړه کړي ، نو هله به د ماشوم له ريښتينې ژوند سره اشنا شي، اړتياوې به يې وپېژني، تر دې وروسته يو ليکوال کولی شي ماشومانو ته يو مطلب هغسې وليکي چې د هغې ټولنې د ماشوم اړتيا وي او ماشوم يې له لوستو خوند واخلي.
• د کمکيانو ليکوال بايد د خپلې ټولنې دماشومانو او تنکيو ځلميانو په ژبه پوی وي، ځکه چې يو ليکوال له خپلو مخاطبانو سره د اړيکو د ساتلو لپاره له ژبې پرته بله کومه وسيله نه لري، د ماشومانو ليکوال هم هغه مهال له کوچنيانو سره اړيکي ټينګولی شي ، چې د هغوی په ژبه وپوهېږي، په د ې معنا، چې د ماشومانو د ليکوال د ليکنې ژبه بايد دومره روښانه ، سمه ، او د پوهېدو وړ وي ، چې خپل لوستونکي پرې سم وپوهېږي ، او هر څومره چې د ليکنې ژبه اسانه او د درک وړ وي، په لوستونکي ښه اغېره کولی شي.
• ماشومان حق لري د ژوندانه د ټولو اړخونو په اړه معلومات تر لاسه کړي، نو ليکوال يې بايد په خپلو ليکنو کې د ژوندانه ټولو اړخونو ته پاملرنه وکړي ، ماشومانو ته دا حق ورکړي چې په لوستو او انتخاب کې يې ازاد واوسي ، ځکه چې د ماشومانو د ادبياتو يوه دنده دا وي، چې په ماشومانو کې د نوښت ( خلاقيت ) متره پيدا کړي.
• د ماشومانو ليکوال بايد هڅه وکړي چې په مطالبو کې يې نېغ په نېغه ( مستقيمه ) زده کړه نه وي، ځکه چې دغه ډول مطالب په ماشومانو کې د ازاد فکر کولو قوه کمزورې کوي.
• کوچنيانو ته بايد هر څه چې هرډول وي ، دي ، يا به وي په هماغه اصلي بڼه وروښودل شي ، له ارماني او خيالي ليکنو څخه بايد ډډه وشي . که د يو چا په اړه ورته څه ليکل کيږي بايد هغسې ورته معرفي شي چې څنګه دی، ځکه چې د ليکوال پيام بايد ريښتينی وي.
• دا ډېره ستونزمنه خبره ده چې د يوې ټولنې د ماشومانو، تنکيو ځلميانو او د هغې ټولنې د لويانو ترمنځ دې په کړو وړو کې توپير وشي، د يوې ټولنې د ماشومانو پېژندنې لپاره اړينه ده ، چې لويان يې په پوره معنا سره وپېژند ل شي، ددې تر څنګ هرماشوم د خپلې کورنۍ د کړو وړو ادابو او ژوند استازيتوب کوي، نو د ماشومانو ليکوال بايد د خپلې ټولنې د ټولنيز، کورني ژوند له ځانګړتياو، د ټولنې له پخواني ، اوسني او راتلونکي فرهنګ سره پوره اشنا واوسي .
• د کوچنيانو د ادبياتو په موخو کې مو ولوستل، چې د ماشوم د ادبياتو يوه موخه داده ، چې له ماشومانو سره د درسي کتابونو د کموالي په برخه کې مرسته کوي. د ماشومانو ليکوال هغه مها ل دغه تشه ډکولی شي، چې د هرډول درسي کتابونو له منځپانګې څخه خبر وي، چې په کومه برخه کې نيمګړتياوې شته، چې د کمکيانو ليکوال په هغه برخه کې نوې ليکنې وکړي.
• د ماشومانو په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو اغېزمنه لار دا ده، چې د ماشومانو ليکوال د ښوونځيو له ښوونکو، پلرونو او ميندو سره دوامداره اړيکي ولري، له دغې لارې کولی شي غوره معلومات ترلاسه کړي او ماشومانو ته د نوو ادبياتو په رامنځته کولو کې له ليکوالو سره دغه معلومات ډېره مرسته کوي.