د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دالفيل سورې راجح تفسير

مولوي عبدالغفورپېروز 19.01.2010 08:07

څوورځې وړاندي مې له يوه ملګري دتنويرپه نوم مجله راوړه کله چي مې يې مضامين وکتل نوپه هغوکي دوه درې مضامين داسي راته ښکاره شول چي غوښتل مې په اړه یې ترليکوونکي خپل نظرورسوم خودالفيل دسورې دتفسيرپه اړه مې ځکه لومړيتوب وکړچي ښاغلي حکمتيارصيب په چيلنج سره دده دوړاندي کړي تفسيرپه اړه دعلمي نظردورکولوغوښتنه کړې وه نوماهم داښه وګڼله لکه څرنګه چي حکمتيارصيب هم ويلي ووددې تفسيرپه اړه بحث له اوسني حالت سره هم ښه اړخ لګوي نوزه هم دادی په دې اړه له خپل وس سره سم ترسره کړې پلټنه درنولوستوونکوته وړاندي کوم هيله ده داعلمي مشاجره دراجح اومرجوح دپېژندلووسيله شي .
((أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ 1 أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ 2 وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ 3 تَرْمِيهِم بِحِجَارَةٍ مِّن سِجِّيلٍ 4 فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَّأْكُولٍ 5))
ژباړه : نه ګورې ستارب دفيل له خاوندانوسره څه وکړل؟ اياددوئ چل یې بې لارې نه کړ؟ ددوئ پرضدیې ډلې ډلې مرغان راولېږل چي دوئ یې له خټوپه جوړوډبروويشتل نوالله جل جلاله (دهمدغومرغانوپه وسيله) دوئ لکه خوړل شوي واښه داسي کړل .
ددې سورې په تفسيرکي داختلاف اصل ټکی د ادی چي ايادابرهه لښکرچي دکعبې دورانولوپه نيت راغلي وودمرغانوپه وسيله هلاک شوکه دقريشو؟ پخواخوموږهرځای له خپلواستادانودقرآن کريم دترجمې پرمهال ددې سورې په تفسيرکي همدااورېدلي ووچي دابرهه پوځ دهغومرغانوپه وسيله هلاک شوچي په همدې سورة کي يې يادونه شوې ده،په دې اړه هيڅ شک هم نه راته پيداکېدای خوچي کله مې دحکمتيارصيب تفسيروکوت نوهغه دځينوتوجيهاتوپربناويلي ووچي دابرهه لښکردمرغانوپه وسيله نه بلکه دقريشوپه لاس هلاک شوی دی په دې سورة کي چي دترمی کومه صيغه راغلې ده هغه دواحدې مؤنثې صيغه نه بلکه دواحدمذکرمخاطب صيغه ده چي په دې صورت کي دويشتوفاعل مرغان نه بلکه هغه مخاطب (قريش) شو.
حکمتيارصيب دخپل دې تفسيردترجيح لپاره څودلائل وړاندي کړي دي :
(۱) مخکينی ايت داښيي چي دابرهه دپوځ کارتمام شوی،توطئه یې شنډه شوې،پېښه ددوئ په ضرراوتاوان پای ته رسېدلې،له ماتې سره مخامخ شوي، مرګ ژوبله وراوښتې اودامرغان له دې وروسته راغلي ددويم اودرېيم آيت ترتيب دغه حقيقت په ګوته کوي .
دښاغلي حکمتيارصیب ددې دليل په ځواب کي بايدووايوچي که ددې سورة سياق اوسباق وګورونوداسورة له خپل مخاطب څخه پوښتنه کوي چي ستارب دفيل له خاوندانوسره څه وکړل؟ اياددوئ چل یې بې لارې نه کړ؟ په درېيم آيت کي الله جل جلاله موږته ددوئ دچل دبې لارې کولوسبب بيانوي هغه داچي الله جل جلاله مرغان ورته راولېږل دابرهه ملاتړي يې له پخوخټوڅخه په جوړوشويوډبرووويشتل اوبيادوئ الله جل جلاله داسي کړل لکه خوړل شوي واښه مطلب داچي دوارسل عليهم طيراًابابيل ايت موږته دالم يجعل کيدهم فی تضليل تفصيل بيانوي نه داسي چي الله جل جلاله يوځل دهغوئ پايله ذکرکړه بيايې هغه حالت ته اشاره وکړه چي پردوئ راغلی ووياني مرغان یې دخوښوخوړلولپاره راغلل، بيابيرته دی ته راوګرزېدچي تاله خټوپه جوړوشويوډبروويشتل بيايې داسي کړل لکه خوړل شوي واښه . په دې ډول نه يوازي داچي دايتونوترمنځ دربط سلسله له منځه ځي بلکه کلام هم ډېربې خونده کېږي . ددې مثال بعينه داسي دی لکه په القارعة سورة کي چي الله جل جلاله وايي : القارعة،قارعه څه ده؟ ته څه شي پوه کړې چي قارعة څه شی ده؟ ورپسې الله جل جلاله دهغې بيان کوي .
په دې اړه دادوه مؤثق سندونه هم وګورئ!
اخبرناابوزکرياالعنبري حدثنامحمدبن عبدالسلام حدثنااسحاق ابن ابراهيم انبأناجريرعن قابوس بن ابی ظبيان عن ابيه عن ابن عباس رضی الله عنه قال ثم اقبل اصحاب الفيل حتی اذادنوامن مکة استقبلهم عبدالمطلب ... فاقبلت مثل السحابه من نحوالبحرحتی اظلهم طيراًابابيل التی قال الله عزوجل ترميهم بحجارة من سجيل فجعل الفيل يعج عجاًفجعلهم کعصب مأکول،هذاحديث صحيح الاسناد.
(المستدرک علی الصحيحين ۲ / ۵۸۳،دارالکتب العلميه)
وقال ابن ابی حاتم : حدثناابوزرعه حدثنامحمدبن عبدلله بن ابی شيبه حدثناابومعاويه عن ا لاعمش عن ابی سفيان عن عبيدالله بن عميرقال : لماارادالله ان يهلک اصحاب الفيل بعث عليهم طيراًانشئت من البحر(الحديث) .
(البدايه والنهايه ۲ / ۷۹،ط دارالفکربېروت)
په دې سره هغه خبره هم له منځه ولاړه چي وايي ددې پېښي دروايت ټولي لارې پرمحمدبن اسحاق ورځي اوهغه ضعيف دی .
په دويم دليل کي ښاغلی حکمتيارصیب دې ته حيران دی چي وروستی ايت خو موږته داوايي چي دابرهه پوځ داسي شولکه خوړل شوي واښه . نوداچاداسي کړل؟ هرومرونوهمدغومرغانوداسي کړي دي،ځکه دلته بل شی نه شته چي هغه داکارترسره کړي خوله ده پوښتوچي ايامرغان دومره سترپوځ په يوه ځل داسي کولای شي لکه خوړل شوي واښه ؟ داسي نه شوويلای چي داکاربه یې په ډېروورځوکي کړی وي،ځکه په دې سورة کي الله جل جلاله موږته دجګړې دډګرکيسه کوي اووايي چي په هماغه ډګرکي دوئ داسي شول لکه خوړل شوي واښه اواساسي خبره خوداده چي دلته الله جل جلاله دابرهه پوځ له خوړل شويووښوسره تشبيه کړی دی داسي يې نه دي ويلي چي فجعلهم عصف مأکول . که داسي ويل شوي وای نوبياداسوال پيداکېدی چي نودوئ چاوخوړل؟ اوس خوتشبيه شوې ده چي مغايرت اوورته والی دواړه پکي اړين دي مغايرت په دې کي شوچي عين دخو ړل شويووښوپه څېرنه دي اوورته والی په دې کي شوچي دهغووښوپه شان ټوک ټوک اوخواره واره پراته ووچي داډېره غوره اوبليغه تشبيه ده .
تردې وروسته حکمتيارصيب دترمی پرصيغه خبره کړې ده اوويلي يې دي چي په دې صيغه کي دمفسرينوترمنځ داختلاف شاهدان يو،څوک یې دواحدې مؤنثې صيغه بولي اوڅوک یې دواحدمذکرمخاطب . زه تراوسه په دې ونه توانېدم چي ددې صيغې په اړه دمفسرينواختلاف پيداکړم خوخيردابه زماکمزوري وي هغه دچاخبره په نه ديدکابل نه نيستي کېږي .
په هرحال زماپه اندراجحه داده چي ترمی دواحدې مؤنثې غائبې صيغه شي نه دواحدمذکرمخاطب ځکه که دواحدمذکرمخاطب صيغه شي نولکه مخکي چي مووويل دايتونوترمنځ ربط اوتسلسل له منځه ځي داسي يوبې خونده کلام به شي چي دقرآن کريم غوندي نړيوال معجزاوا سماني کتاب سره څه چي له داسي چاسره هم نه ښايي چي دعربي ژبې دبيان له اسلوب سره څه ناڅه اشنايي ولري .
حکمتيارصيب ليکلي چي درمې فعل له انسان سره نه ښايي اوهغوته دويشتلونسبت معقول نه دی ځکه مرغان ورول کولای شي ويشتل نه شي کولای اوپه دې ايت کي دويشتلوصيغه راغلې ده . داخبره به هغه څوک کوي چي دعربي ژبې اوقرآن کريم دبيان له اسلوب سره اشنانه وي که قرآن کريم مطالعه کړونوډېرداسي فعلونه به وموموچي داسي فاعل ته به یې نسبت شوی وي چي ظاهراًمعقول نه برېښي دبېلګي په ډول الله جل جلاله دموسی عليه السلام اويوه سړي په کيسه کي (چي ځيني يې خضرګڼي) وايي :
((فَانطَلَقَا حَتَّى إِذَا أَتَيَا أَهْلَ قَرْيَةٍ اسْتَطْعَمَا أَهْلَهَا فَأَبَوْا أَن يُضَيِّفُوهُمَا فَوَجَدَا فِيهَا جِدَارًا يُرِيدُ أَنْ يَنقَضَّ فَأَقَامَهُ قَالَ لَوْ شِئْتَ لاَتَّخَذْتَ عَلَيْهِ أَجْرًا)) (الکهف : ۷۷)
ژباړه : دوئ دواړه ولاړل يوه کلي ته راغلل دهغه کلي له اوسېدوونکويې دخوراک غوښتنه وکړه هغوئ يې له مېلمستياډډه وکړه دوئ هلته يودېوال وموندچي اراده یې درلوده ونړېږي،دوئ هغه سم کړموسی عليه السلام خپل ملګري ته وويل کاش! چي پردې دي مزدوري اخيستې وای .
دلته هم ګوروچي دېوال ته دارادې نسبت شوی دی حال داچي اراده دهغه چافعل دی چي عقل اوشعورولري . دېوال خوصرف جامددی .
ښاغلی حکمتيارصیب دخپل دې تفسيرلپاره دترجېح ترټولوقوي استدلال داوړاندي کوي چي دمعابدودخونديتوب په اړه دالله جل جلاله سنت دادی چي په انسانانوياپه بله وینادهغومعابدودعبادت کوونکوپه لاس یې ساتي په استدلال کي دسورة الحج ۴۰ نمبرايت وړاندي کوي :
((وَلَوْلاَ دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ)) (الحج : ۴۰)
ژباړه : اوکه الله جل جلاله دځينوخلکومخه په ځينونه وای نيولی نو کليساوې،دیهودوعبادت ځايونه اوهغه مساجدچي دالله جل جلاله نوم ډېرپکي يادېږي نړېدلي وای اوالله جل جلاله به هرومرودهغه چامرسته وکړي چي دده مرسته کوي بې شکه الله جل جلاله ځواکمن اوعزتمن دی .
حکمتيارصيب ليکي چي که دالفيل سورې ژباړه داسي وکړوچي ويشتل مرغانوته منسوب شي نوداتفسيردالله جل جلاله له دې تګلارې سره کلک تضادلري نوموړی دهغوخلکوپه اړه خوراحيرانتياڅرګندوي چي ددغودووترمنځ تضاداوټکرنه ويني خوزه بياهغه چاته ډېرحيران يم چي دسورة الفيل ددې تفسيراوسورة الحج دڅلوېښتم نمبرآيت ترمنځ تضادويني اوبياداسي تفسيرخپلوي چي له يوې خواپه ټول امت کي له ګوتوپه شمېرکسانوپرته له هيچانه دی نقل شوی اوله بلې خواله قرآني اسلوبوسره هيڅ اړخ نه لګوي . پرکوم آيت چي ښاغلي حکمتياراستدلال نيولی په همدغه آيت کي الله جلا جلاله لږمخته مسلمانانوته دجهاداجازه ورکړې ده اووايي :
((أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ*39 * الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلاَّ أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ)) (الحج : ۳۹، ۴۰)
ژباړه : هغوکسانوته چي جګړه ورسره کېږي اجازه ده ځکه پردوئ تېری شوی اوبې شکه الله جل جلاله ددوئ پرمرسته ښه قادردی هغه کسان چي له خپله ټاټوبي په ناحقه شړل شوي يوازي پردې چي هغوئ ويل : زموږرب الله جل جلاله دی . په همدې پسي الله جل جلاله وايي لولادفع الخ .
اوس تاسوفکروکړئ چي دلته الله جل جلاله يوازي په دې اړه خپله تګلاره ذکرکوي چي معابدڅرنګه خوندي کوي اوکه داوايي چي دجهاديوه ګټه داده چي په وسيله یې معابدساتل کېږي اوداټول يوايت دی داموږته ددې اجازه نه راکوي چي له جهادنه یې بل لورته واړواودومره لرې سوره فيل ورسره ټکروبولو. که څوک داسي کوي نوهغه پرته له دې چي غرائب خوندورکړي نورهيڅ هدف نه لري . دپام وړخبره داده چي که په دې سره څوک استدلال وکړي نوخوبيابه يوسړی ووايي چي په ځمکه کي دکفاروشريوازي دمخامخ مقابلې په و جه له منځه ځي نه په دې چي الله جل جلاله یې په اوبوکي غرق کړي،په اوازیې هلاک کړي اوياتوپان پرې راولي ځکه په قرآن کريم کي الله جل جلاله وايي :
((وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَـكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ)) (البقرة : ۲۵۱)
ژباړه : که الله جل جلاله دځينوخلکومخه په ځينونه وای نيولې نوپه ځمکه کي به فسادخورشوی وای،خوالله جل جلاله پرنړيوالومهربان دی .
داآيت ترهغه وروسته ذکرشوی چي الله جل جلاله دداؤدعليه السلام اوطالوت کيسه ذکرکړې ده .
دهمدې آيت پربنازه وايم چي دنوح،موسی،لوط اونوورانبياؤعليهم السلام قومونه دتوپان، اوبوکي په غرقېدواونوروعذابونونه دي هلاک شوي بلکه دهغه وخت الله پالوانسانانوورسره مقابله کړې اودجګړې په ډ ګرکي يې دمخامخ نښتې پرمهال وژلي ځکه که دالله جل جلاله له لوري په داسي عذابونوهلاک شوي وي نوبياخودالله جل جلاله له دې سنت سره بالکل تضادلري چي وايي په ځمکه کي فساددانسانانوپه وسيله ختموي ایاداسي استدلال به سم وي؟ نه هيڅکله نه!!!! نوجوته شوه چي ستاسواستدلال هم ډېربې ځايه اوبعيددی .
موږبايدپوه شوچي دمعابدوپه اړه دالله جل جلاله سنت دادي چي دهغودعبادت کوونکوپه لاس یې ساتي خوددې مطلب دانه دی چي تل همداسي کوي بلکه دادالهي تګلارې يوه برخه ده نه ټوله تګلاره . تاسوچي دمعابدودساتنې په اړه الهي تګلاره يوازي په دې کي حصرکړې چي دهغودعبادت کوونکوپه لاس یې ساتي نودادليل مودمفهوم مخالف پراخيستوبنادی اومفهوم مخالف نه هرځای معتبردی اونه هرځای مردودداځای له هغې جملې څخه دی چي نورودلائلوته په پام مفهوم مخالف پکي اعتبارنه لري .