د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوی نسل، نوی سحر

احمد تميم ړنګ 18.01.2010 11:46

د پښتنو سيمې د پاکستان د لويديځ نه نيولې د افغانستان تر سوېل لوېديځ پورې غزېږي. ددې تر څنګ د پښتنو ډېر وګړي په سوېلي سيمو کې، په ،هند او د پاکستان په کراچۍ ښاراو آزاد کشمير کې هم اوسېږي په همدې توګه د افغانستان سوېلي او لوېديځو سيمو کې هم ډېر پښتانه استوګنځايونه لري
پښتانه د افغانستان د نوي تاريخ يو اهم ټبر دی چې ددې هېواد په جوړولو کې يې اهم رول لوبولی، همدا شان د پاکستان په جوړولو کې د پښتنو ذکر نه پرته د پاکستان تاريخ نيمګړی کېږي..
نن سبا که مونږ او تا سو وګورو هفه کسان چه پلارونه او نیکونه یې د پښتون قوم دلاس لاندی غلامی کړی هغه کسان چې د احمد شاه بابا ، میرویس خان، شیرشاه سوری او داسی نور بښتانه نومیالی پادشاهانو ته د جنګ په ډګرکی مخامخ نشو راتللی هغه کسان نن پښتنوته جاهلان او بی علمه وائې.
پښتون قوم چیرته هم د چا غلامی نه وه منلی او نه به یې منی، ولی نن سبا څو کسان چی ځان ته د پښتون قوم مشران وایې خوپه اصل کی د پښتون د قوم د غلامانو غلامی کوی، چی هیڅ کله دوی نه غواړی پښتانه بیاد خپلو نیکونو څیر بیا په اتفاق او خوشحالی کی ژوند وکړی،څکه دوی پوهیږی که چیرته پښتانو بیا په وطن، اسلام اوپه پښتو مین مشران پیدا کړل نو ددوی خیر نشته.
د افغانستان پښتنو انګریزانو د لښکر سره درې تاريخي جګړې کړي چې د افغان-انګرېزد جنګونو په نامه يادېږي. همداراز پښتنو د برتانيې او د روسيې په ستره لوبه کې هم د خپلې خاورې خپلواکي ساتلې او د دغو دوؤ ځواکونو پر وړاندې ټينګ پاتې شوي. تر دې وروسته چې کله امير عبدالرحمن خان د افغانستان پاچا ؤ نو هغه د انګرېزانو د سياست تر اغېزې لاندې راغی او دا په ۱۸۹۳ ز. کال کې د همدغه افغان پاچا د واکمنۍ دور وه چې د پښتنو سيمه یی په دوه برخو ووېشله، چې يې د ډيورنډ پر يوې خوا د برتانيوي هند برخه وګرځوله او بله یې د افغانستان برخه پاتې شوه..
دوی ډیر کوښښ وکړو چی پښانه سره بیل کړی بعض یې د افغانستان او بعضی یې د پاکستان پښتانه په نامه یاد کړل ولی دوی په دی نه پوّهیدل چی پښتانه که د ډیورند په دی غاړه وی یا په هغه غاړه وی دوی سره یوبدن او یو وجود دی، دوی د یوبل په ښادی او غم کی شریک دی.
د پښتنو په وینه کی پیدایشی غیرت، ننګ،جراّت ، زړا وړتیا او جنون ګډ دی، په همدی وجه پښتنو د جنګ په هر ډګر کی بری موندلی او نور به هم مومی.
مونږ په شلمه پیړی کی یو او دا دساینس پیړی ده، دی پیړی کی د غیرت، ننګ، جراّت او جنون سره علم او پوهه هم ضروری ده، نوځکه دوی د پښتنو په منځ کی اور بل کړی دی او پښتون په پښتون وژنی او نه غواړی چه پښتانه د علم خاوندان شی.دوی په دی عقیده دی که چیرته پښتانه دعلم خاوندان شول نو د دوی د غلامی دور به بیا پیل شی چه دا خبره د هغود منلو وړنه ده.

نو زما عرض دادی!
کله چی هم کوم قوم خپل کلتور، ثقافت او تاریخ د لاسه ورکړی هغه قوم قوم نه دی پاتی راځی ورنو چی خپل نوی نسل ته د دینی تعلیماتوسره سره دا اوسنی او پر مختللی ساینس اود خپل زوړ کلتور او ثقاقت تعلیم هم ورکړو، چه ترڅو زمونږ نوی نسل ځان وپیژنی او کوم اور چه دپښتنو ډشمنانو بل کړی دا مړ کړی او د خپلو نیکونو په څیرپه خوشحالی او په آزادې کی ژوند وکړی او خپل راتلونکی روښانه کړی.
راځئ چې سره يو نن لر او بر شو پښتنو
را ټول به د وحدت په يو ټغر شو پښتنو
د ظلم په آسمان كې به تيارې شي وركې ورکې
كه مونږه بس يوازې رڼا لمر شو پښتنو
ځواب به استبداد ته د اغيار، په علم وركړو
كه مونږ د علم او پوهې سمندر شو پښتنو
-وحيده آرينزۍ-