د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انګلستان له افغانستان څخه وګټله. افغانستان په۹ ويکټو ماته وخوړه

خبري - څانګه 17.01.2010 23:46

انګلستان د ۱۹ ټيټ لوبډلو په نړيوال جام کې افغانستان ته په ۹ ويکټو ماته ورکړه او په دې جام کې یې د افغانستان د لا پرمختګ هيلې له منځه یوړې. په دې ترتيب افغانستان په دې سيالۍ کې دوه لوبې بايلودې او د ښو اتو لوبډلو پړاو ته بريالی نه شو.

افغانستان لا په دې سيالۍ یو شمېر نورې لوبې هم لري او د سيالۍ تر پايه به په نيوزيلانډ کې وي. افغانستان بېګا ته د هانګ کانګ او وروسته د نورو پاتې شوو لوبډلو سره د نهم، لسم، یولسم، او دولسم نمبر لوبډلې د معلومولو په موخه لوبې کوي.

د افغانستان بېګانۍ لوبه د ټول افغان له لارې ډېر افغانانو له کندهار نيولې تر غزني، او له غزني تر کونړه افغانانو په ژوندۍ بڼه وڅارله.

په بېګانۍ لوبه کې د افغان لوبډلې بيټنګ بيا کمزوری و او لومړۍ درې ويکټې یې له ۱۰ منډو جوړولو مخکې وغورزېدې. د افغانستان کمزورې لوبه کېدای شي ډېر عوامل ولري خو د يادولو ده چې افغان لوبډله نوې ده او د روزنې لپاره يې کافي وخت او وسايل نه لرل. له بله پلوه د لوبډلې جوړښت هم د کرکټ د ډېرو مينه والو د قناعت وړ نه و او په ټول افغان یوشمېر لوستونکو په خپلو تبصرو کې نيوکه کړې ده چې نيوزيلانډ ته د لېږل شوو لوبغاړو څخه په هېواد کې نور تکړه لوبغاړي هم شته دی چې بايد په لوبډله کې شامل کړای شوي وو. يو شمېر د کرکټ مينه وال د لوبډلې د غوره کولو پروسه شفافه نه بولي او په اړه یې پوښتنې لري.

خو بيا د کرکټ یو شمېر نور مينه وال راتلونکي ته هيله مند دي. د ټول افغان يو کتونکي چې بېګانۍ لوبه یې څارلې ده وايي چې ((انګلستان او هندوستان د کرکټ تهداب ایښيدونکي دي،  د هغوی ماتېدل اسان کار نه دی،  هغوی کالونه کالونه په خپلو لوبغاړو پیسې مصرف کړي ... د روغتیا او تفریح لپاره یې بیله بودیجه بیله کړي وي، پرمختللي لوبغالي لري او په میلیونونه مینوال لري ... زمونږ د پاره دا هم د افتخار ځای دی چې د یو داسې لوبډلې سره نړیوال جام ته وځو ... کرکټ زمونږ په وطن کې اوس په خاپوړو دی تر ځو چې په پښو ودریږي وخت غواړي پخې ارادې او پخې مټې غواړي چې انشاالله افغانان له دغو صفتونو برخمن دي.))

.ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
د لوبې مخامخ حال:

لوبه انګلستان په ۹ ويکټو وګټله.

هېواد منډې روان اور سوځېدلي
 انګلستان  ۱۲۷ ۲۵  ۱
افغانستان  ۱۲۶  ۴۷،۲  ۱۰

 د افغانستان بيټنګ کارت:

لوبغاړی منډې ۴ او ۶  حال
جاويد احمدي ۱     کيچ وسوځېد
انور انوري ۱۱     کيچ وسوځېد
شېر محمد شېرزی ۲     کيچ وسوځېد
نورالحق ۱     کيچ وسوځېد
حشمت شاهدي  ۴۱  څلوريزې ۵   ال بي ډبليو
خوشال رسولي  ۲۹  څلوريزې ۲  کيچ وسوځېد
افسر خان  ۰     بولډ شو
ذکي الله ذکي  ۴    کيچ وسوځېد
ايوب خان  ۱۲    نه دی سوځېدلی
افتاب عالم  ۲     ال بي ډبليو
عزت دولتزی  ۱۲  څلوريزې ۱  په منډه وسوځېد
 اضافي منډې ۱۰     

د لوبې مخامخ حال:

= عزت هم وسوځېد.

- عزت څلوريزه ووهله.

- خوشال رسولي هم وسوځېدو.

- د اوبو وقفه ده.

- ايوب خان بيټنګ ته راغی.

-  ذکي الله ذکي کيچ وسوځېدو.

- خوشال رسولي دويمه څلوريزه ووهله.

-  ذکي الله ذکي لوبې ته راغی.

- افسر خان بيټنګ ته راغی او وسوځېد.

- د افغانستان پنځم لوبغاړی حشمت شهيدي هم وسځېد. د انګلستان کپتان عظيم رفيق ال بي ډبليو کړ.

- خوشال رسولي لومړۍ څلوريزه ووهله. 

انګلينډ سپن او اف بريک بالران لوبول پيل کړل.

= انور انوري وسوځېدو. کيچ اوټ شو. خوشال رسولي لوبې ته راغی. انګلستان تر اوسه ټول ۱۸ اورونه په تېزو بالرانو کړي دي.

- دا اور ميډين شو او حشمت په کې یوه منډه هم وانخيسته.

- ما شالله حشمت شاهدي درې نورې منډې واخيستې.

- ما شالله شاهدي پنځمه څلوريزه هم ووهله.

- د انګلستان دا بالر هم تېز دی. تر اوسه یې څلور واړه تېز بالران کارولي دي. شهزاد مسعود راته مخکې وويل چې پيچ د بيټنګ دی.

- حشمت شاهدي دوه سر په سر څلوريزې ووهلې.

- د انګلستان دا بالر هم تېز دی. اډم بل نومېږي. تر اوسه درې واړه بالران تېز دي.

- حشمت درې منډې واخيستې.

 - حشمت شاهدي بله څلوريزه هم ووهله.

 انور انوري دوه نورې منډې واخيستې.

 انور انوري دوه منډې واخيستې. 

- حشمت دوه نورې منډې واخيستې.

- انګلستان لا تر اوسه خپل لومړي دوه تېز بالران لوبوي.

- حشمت الله شاهدي بيټنګ ته راووت او د لوبې لومړۍ څلوريزه یې ووهله.

- نور الحق هم کيچ اوټ شو. تر اوسه درې واړه ويکټې ډيويډ پيني اخيستي دي چې تېز توپ ويشتونکی دی.

 د انګلستان دواړه توپ اچونکي تر اوسه تېز توپ اچونکي دي.

- نور الحق بيټنګ ته راغی.

 - شېرشېرزی هم کيچ اوټ شو.

- جاويد شاټ وواهه او کيچ اوټ شو. د افغانستان لومړی ويکټه له درې منډو وروسته وغورځېده. شهزاده مسعود وايي چې د جاويد کيچ د انګلستان د اډم بل څخه خطا هم شو خو بيا یې پسې ټوپ کړ او د نوموړي ډېر ښکلی ګوذار یې کيچ کړ.

-بښنه غواړو. د کرکټ بورډ راته وويل چې اوس لوبغاړي لوبغالي ته وتلي دي خو لا بيټنګ نه دی پيل شوی. په څو دقيقو کې به بيټنګ پيل شي.

- دا اوس راته د کرکټ بورډ د مشر مرستيال شهزاده مسعود په ټيلي فون وويل چې لوبه په یو تيلويزيون هم نه ښودل کېږي.

پچه واچول شوه او انګلستان وګټله. افغانستان ته یې بلنه ورکړه چې بيټنګ وکړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د افغانستان او هندوستان د ۱۹ ټيټ لوبډلې نن شپه د کابل په وخت دوه بجې لوبه کوي. دا لوبه د ۱۹ ټيټ نړيوال جام په ترڅ کې ترسره کېږي. په دې سياليو کې دا د افغانستان دويمه لوبه ده. لومړۍ لوبه یې د هندوستان سره وه چې د هندوستان په ګټه تمامه شوې وه.

دا لوبه لکه د تېرې لوبې په شان په تلويزيون نه ښودل کېږي خو ټول افغان به یې د کرکټ په ځانګړې څانګه کې شېبه په شېبه احوال خپروي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لوبډلې ته ډالۍ شوي شعرونه:

د جواد الله شېرزي شعر

چی کوښښ اوزیار اوباسي اتلان دي
چا ویل چــی افغانان له چــانه کم دي
نړیوال جام دسرو زرو به زمونږ وي
هیوادوال مــوپه سجده الله ته خـم دي

د نور الباري افغانمل شعر

الله دی در په برخه کړی بریا اې افغانانو**
همیش درته کوم دغه دوعا اې افغانانو**
ــــــــــــــــــــ
تر اوسه پورې د افغانستان د ګروپ د نمرو جدول په لاندې ډول دی:

Group A

لوبډلهکړې لوبېګټلېبايللېمساويبې نتيجېنمرېد منډو اوسط
هندوستان 2 2 0 0 0 4 +2.346
انګلستان 1 1 0 0 0 2 +2.466
هانک کانګ 2 0 2 0 0 0 -2.243
افغانستان 1 0 1 0 0 0 -2.456

په لوبه د افغان کرکټ بورډ د چارواکو او اړوندو کسانو شننه دلته ولولﺉ.