د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چې پخپله په پښتو نه پوهېږو، له نورو ولې ګیله وکړو؟

شیرین اغا جهانګیر 17.01.2010 17:28

که رښتیا ووایم نو زما سیاست نه خوښیږي او اکثره وخت نه غواړم چې په دې اړه کوم څه ولیکم، مګر کله چې ځني لیکنې وینم، نو خدای شته چې د یو افغان په صفت غصه راځي. د بېلګې په توګه د ښاغلي فضل الله رښتین صاحب دغه لیکنه:
پښتنو! بېړۍ مو غرقیږي!
غواړم پاک پاک وغږېږم، خېر دې که رښتین صاحب رانه خپه هم شي. هغه څه چې ما د رښتین صاحب په لیکنه کې ولوسته او راته مناسب ښکاره نشول، غواړم یو څه پرې ولیکم.
هغه ټکي چې ماته د رښتین صاحب په لېکنه کې مناسب ښکاره نشول، په لاندې ډول دي:

د رښتین صاحب په لیکنه کې پښتو بڼه(زما په نظر)
• د اعتماد رایه د باور رایه
• د ښار سازی د ښار جوړونې
• د اجتماعی چارو د ټولنیزو چارو
• انکشاف شهری ښاري پراختیا
• انکشاف دهات د کلیو د پراختیا
• تحصیلات عالی د لوړو زده کړو
• د تجارت وزارت د سوداګرۍ وزارت
• زراعت کرنه
• داخله وزارت د کورنیو چارو وزارت
• معارف ښوونه او روزنه
• د صحت په برخه کې د روغتیا په برخه کې
• خصوصاً په ځانګري توګه
• استفاده وکړي ګټه واخلي
• روابط اړیکې
• تصمیم پرېکړه
• په حیث په توګه
• بین المللی ټولنه نړیواله ټولنه
• مشکلات ستونزي
• عیار برابر
• خارجیان بهرنیان
• ترجمان ژباړن
• مینځ منځ
• کوند ګوند
• قوت ځواک
• پرمختک پرمختګ
• مشوره لارښوونه
• تلفزیون تلویزیون
• محق محقق
• یل ویل
• کښی کښی کښی
• لا لا لا
• شمالی ائتلاف شمالي ټلواله
• موفق بریالی
• ثابت ټینګ
• ډيره عاجزۍ ډېرې عاجزۍ
• خواستونه غوښتنې
• خارجي قوا بهرني ځواکونه
• د بدبختی ای دی د بدبختۍ ځای دی
• سسپین ږیری سپین ږیري
• سیاسری تور سري
• کوشش کوښښ
• ۲۴ نفري ۲۴ کسیز
• اوهلس اووه لس
• انتخاب ټاکنه
• کمپاین مبارزه
• قانون اساسی اساسي قانون
• دانشمندان پوهان
• دلسوزی زړه سوی
• افتخار ویاړ
که زه د ښاغلي رښتین په لیکنه خپلې کتنې ته دوام ورکړم، نو کېدای شي چې پاڼې پرې ډکې شي. ما یواځې هغه نیمګړتیاوې یادې کړې چې هغه د پښتو ژبې په وېې ښود کې سم نه ول. دا به ډېر وخت ونیسي چې که د رښتین صاحب د لیکنې په هغو نیمګړتیاوو و غږېږم چې د لیکنې د آرونو سره په مخالفت کې دي.
هغه څیز چې د رښتین صاحب په لیکنه کې ماته پرې افسوس راغی دادی چې هغه په وزیرانو نیوکه کوي چې هغوي په پښتو نشي غږېدای او یا هم هغه وزیران چې مورني ژبې يې پښتو نده، په پارلمان کې په پښتو ونه غږېدل، زه ښاغلي رښتین ته وایم چې که پښتانه په پښتو نشي غږېدلای نو له دري ژبو ځني ولې ګیله وکړو؟
د پښتون قام زیاتره برخه په لره پښتونخوا کې استوګن دي. هغوي دومره د پنجابي قام د اغیزې لاندې راغلي دې چې اوس ترې خپله پښتو هم په هېرېدو ده. ولې په لره پښتونخوا کې د پښتون قام او د پښتو ژبې د ژغورلو لپاره مبارزه ونکړو؟
هلته پښتون قتلیږي. هلته پښتو وژل شوېده او وژل کېږي. هلته خوشحال خان ژاړي. هلته خټک ورځ په ورځ پنجابي کیږي. هلته مومند، شینواري او آفرېدي خپله مورنۍ ژبه انګریزي کړیده. ولي د خپل قام د ژغورلو لپاره پانڅېږو؟
مونږ ته زور راکوي چې ولې دري ژبې وزیران پښتو خبرې نکوي؟ مګر مونږ په دې نه زورېږو چې ولې هره ورځ مونږ خپله پښتو هېروو؟
نو دخدای لپاره!
راځې چې پښتو زده کړو!
خپله پښتو هېره نکړو!
کله چې په خپله په پښتو نه پوهېږو نو باید له نورو نه چې پښتانه ندي، د پښتو ویلو طمع ونکړو.
د سر لوړي افغانستان په هیله