د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هندوستان له افغانستان څخه په ۸ ويکټو وګټله

خبري - څانګه 15.01.2010 00:16

 

د کرکټ د ۱۹ کاله ټيټ عمر نړيوال جام کې هندوستان له افغانستان څخه په ۸ ويکټو وګټله.

وهندوستان پچه وګټله او افغانستان ته یې د بيټنګ بلنه ورکړه. د لوبې حال په لاندې ډول د هندوستان په ګټه تمام شو.

هېواد منډې اورونه سوځېدلي
هندوستان ۱۲۲ ۲۶  ۲
 افغانستان  ۱۱۸  ۴۹  ۱۰

د افغانستان نورالحق ۶۱ منډې وکړې او توپ اچونکی عزت خان وځلېدو.

په دې ويبسايټ دا لوبه په ژوندۍ بڼه ليدلای شﺉ.

يا هم دا ويبسايټ وګورﺉ

توپ اچونکی  
د دې لوبې په اړه کبيرخان وايي: د افغانستان د ځوانانو لوبډله د هندوستان، انګلستان لوبډلې او په کرکټ کې د نورو پياوړو لوبډلو سره پرتله کول سم نه دي. د هندوستان او نورو لوبغاړي په فرسټ کلاس لوبو کې لوبه کوي او د خپلو کلبونو له خوا په خورا ښه تنخوا او چاپيريال کې روزل کېږي.  دا چې په داسې حال کې هم افغانان په نړيوال جام کې لوبه کوي افغانستان او افغانانو لپاره غټه او د فخر خبره ده. موږ اوس هم ماشاالله له ډېرو هېوادونو تکړه یو. او بيا هم هيڅ پته نه لګېږي، افغانان دي کېدای شي درز ورکړي او پياوړې لوبډلې راڅملوي او ماتې ورکړې.

- د هندوستان بل لوبغاړی هم وسوځېد. دا یې دويم لوبغاړی و. شېر شېرزي وسوځاوه.

- په شېر شېرزي شپږيزه ووهل شوه.

- په افتاب ځلوريزه ووهل شوه.

- د افتاب عالم په توپ ذکي الله ذکي د اګراوال کيچ ونيوه. د هندوستان لومړی کس لاړو.

- په افتاب څلوريزه ووهل شوه.

- اګراوال په يامين څلوريزه ووهله. بله یې هم ووهله.

- دويم اور ته يامين احمدزی راغی.

- د هندوستان بيټنګ پيل شو. افتاب عالم ورته توپ اچونه پيل کړه.

په دې ترتيب ټول افغان لوبغاړي په ۱۱۸منډو وسوځېدل.

- عزت الله وسوڅېدو.

- يامين راووتو.

- نور الحق وسوځېدو. تېز ګوذار یې وواهه خو په باونډري کيچ شو.

- دوه اورونه پاتې شول.

- نور الحق دوه منډې واخيستې.

- اوس عزت احمدزی راغی.

 - افتاب هم وسوځېدو. په صفر وسوځېدو.

- عيان امينزی لاړو وسوځېدو. افتاب عالم راغی.

- تاج ملوک په اس ام اس کې راته وويل چې کېدای شي ۱۳۰ منډې وکړي.

- عيان امينزی بيټنګ ته راووت.

 -افسر خان وسوځېدو. د شاټ کوښښ یې کاوه چې ويکټ کيپر سټمپ کړ.

- نور الحق څلوريزه ووهله.

-  نور الحق شپږيزه ووهله.

-- تاج ملوک وايي چې افغانان لږ تر لږه بايد ۱۵۰ منډې وکړي. د افسر خان یو کيچ وغورځېدو.

 نور الحق څلوريزه ووهله.

- شېرزی صيب د کرکټ په بورډ کې سياست ډېر دی. د همدې سیاست له وجې تاج ملوک غوره نه شو ځکه چې بيا به یې نوم شوی وای او مخالفين به یې دا نه غواړي. بله دا چې د زموږ د کرکټ بورډ اداره سفرونو ته دېره خوشاليږي. دا مهال ټول بهر دي. الله داد او شهزاده مسعود هم په نيوزيلانډ کې دي. د دوي څه کار دی چې هلته ځي. هر يو کوښښ کوي چې نوم ياد شي چې په نيوزيلانډ کې د لوبډلې سره وو.

- افسر خان څلوريزه ووهله.

- نور الحق درې منډې واخيستې.

- د لوبډلې سره افغان روزونکی احمدشاه احمدي دی چې پخوا د ملي لوبډلې لوبغاړی و.

- په دې ورځو کې افغان ادارې په نيوزيلانډ کې یو نيوزيلانډي روزونکی نيولی دی. روزونکی له ۶۰ کالو ډېر عمر لري. خو پوښتنه دا ده چې ايا دا وخت روزونکی نيول څه ګټه لري او که نه.

- افغانستان ډېر موده وروسته یوه منډه جوړه کړه.

- افغان لوبغاړي له ډېر تاثیر لاندې دي.

- د کرکټ بورډ بايد د دې لوبډلې سره تاج ملوک د روزونکي په توګه لېږلی وای. احمدشاه نړيوال جام ته لوبډله نه شي روزلای چې دوی ورسره لېږلی دی.

- افسر خان راووت.

- مراد علي وسوځېد.

- دا د ډېر فخر خبره ده چې افغان لوبډله په نړيوال جام کې لوبه کوي.

- حشمت شهيدي هم اوټ شو. په صفر اوټ شو. مراد علي راغی.

- شېر شېرزی اوټ شو.

- افغان لوبغاړي د فشار لاندې دي.

- وسيم اکر لګيا دی په لوبه کامينټري کوي.

- سنديپ شارما خطرناک باولر دی او تېز توپ اچوي. اخري اورونه یې دي.

- افغان سيل کونکي د جنډو سره لوبغالي ته راورسېدل.

- نور الحق څلوريزه ووهله.

- کپتان نور الحق بيټنګ ته راغی.

 - جاويد احمدي رن اوټ شو. د دريمې منډې کوښښ یې کولو چې د هندوستان لوبغاړو ډېر ښکلی ګوذار وکړ او جاويد احمدي یې وسوځاوه.

- جاويد احمدي شپږيزه ووهله. ډېره ښکلي شپږيزه وه. توپ ورک دی خلک د توپ پسې ګرځي.

- د افغانستان اوپنران نورالحق او جاويد احمدي وو. اوس پخوانی کپتان شېر شېرزی راووت.

- د افغانستان  ذکی الله ذکي وسوځېد. په یوه منډه وسوځېد.

- لوبه پيل شوه. هندوستان پچه وګټله او افغانستان ته یې د بيټنګ بلنه ورکړه.

 ستړي مه شﺉ. د افغانستان او هندوستان د ۱۹ ټيټ لوبه پيلېدونکې ده چې ټول افغان به یې د کرکټ په ځانګړې څانګه کې شېبه په شېبه احوال خپروي.

دا لوبه د ESPN STAR تلويزيون له خوا په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دشمشاد تلويزيون یې هم په ژوندۍ بڼه ښايي.

د افغانستان د لوبډلې د بري لپاره دعا کوﺉ.