د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په نيوزيلانډ کې د افغان لوبغاړو پاسپورټونه د نيوزيلانډ کرکټ بورډ ځان سره قيد کړي دي

کمال الدين رنځور 14.01.2010 10:48

په نيوزيلانډ کې د افغانستان د ۱۹ کاله کم عمر لوبډلې د لوبغاړو پاسپورتونه د نيوزيلانډ کرکټ بورډ له ځانه سره ساتلي دي او د افغانستان د کرکټ ادارې ته یې نه دي ورکړي. دا پاسپورټونه به د ۱۹ کاله کم عمر د کرکټ د نړيوال جام تر پايه دوی له ځانه ساتي.

دا کار په دې موخه شوی دی چې افغان کرکټ لوبغاړي په نيوزيلانډ کې پاتې نه شي. د کرکټ د نړيوالې شورا او د نيوزيلانډ د چارواکو سره دا وېره شته دی. دا وېره ځکه پيدا شوې ده چې په ۲۰۰۹ ز کال کې د افغانستان د ۱۹ کاله کم لوبډلې پنځه لوبغاړي (اکبر هوتک، اقبال مالکي، ايوب احمدزی، ايمل وفا او زرد علي) او روزونکی دولت احمدزی (مشهور په تور دولت) په کاناډا کې پټ شول او بېرته هېواد ته راستانه نه شول. له افغانستان برسېره د یوګانډا د لوبډلې څخه هم ۷ لوبغاړي په کاناډا کې پټ شول او بېرته هېواد ته ستانه نه شول.

د کرکټ د نړيوالې شورا یو وياند ويلي دي چې د نيوزيلانډ د مهاجرينو چارو چارواکو د نيوزيلانډ د کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړې وه چې د یو شمېر هېوادونو د لوبغاړو پاسپورټونه له ځانه سره قيد کړي. خو د نيوزيلانډ کرکټ بورډ چارواکو وويل چې دا به مناسبه نه وي چې د ځانګړو هېوادونو د لوبغاړو پاسپورټونه له ځانه سره قيد کړي نو ځکه یې اوس د ټولو لوبډلو د لوبغاړو پاسپورټونه له ځانه سره قيد ايښي دي. داسې ښکاري چې د ټولو لوبډلو ادارو دا پرېکړه منلې او مناسبه پرېکړه ورته ښکاري. د کرکټ د نړيوالې شورا وياند وايي چې نيوزيلانډ ته له رسېدو مخکې یې ټولې لوبډله له دې پرېکړې خبر کړې وې.

 د Cricinfo یو ليکوال د افغانستان او زيمبابوی د لوبغاړو پټېدل په تېره لسيزه کې دکرکټ په ناخوالو کې شمېرلې ده. نوموړی وايي چې سره د دې لوبغاړو د خپل او فاميلونو د بهتر ژوند لپاره دا کار کړی دی خو د ملګرو او لوبډلو سره یې خيانت کړی دی.

د يادولو ده چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د کرکټ لوبغاړي په پرمختللو هېوادونو کې پاتې کېږي. دې کار تېر کال ولسمشر حامد کرزی هم په غوصه کړی و. نوموړي ته چې کله د نيمې لوبډلې د نه راستنېدو خبره وشوه، ډېر په غوصه او خفه شو او هغه نورو لوبغاړو ته چې بېرته هېواد ته راستانه شوي وو شاباسی ورکړ چې د هېواد سره یې خيانت ونه کړ.

د افغانستان د کرکټ بورډلږ وخت کېږي چې د ډاکتر عمر زاخېلوال په مشرۍ هڅه کړې ده چې د کرکټ اداري چارې منظمې کړي خو لا معياري شوې نه دي. د کرکټ پخوانو مشرانو څو کاله د کرکټ په مشرۍ په لانجو او یو بل ته په لينګتۍ اېښودو او راڅملولو تېر کړل. چا هم په دوی کې په اخلاص هڅه نه وه کړې چې د کرکټ ادارې چارې معياري کړي.

دا پوښتنه هم شته چې په کاناډا کې د کرکټ لوبغاړو ته چا پاسپورتونه په لاس ورکړل. د کرکټ د هغه مهال اداري کسان په دې کې پړ ښکاري او بايد څېړنه یې وشي. هغه مهال اداري کسانو دا ويل چې پاسپورتونه یې  لوبغاړو ته پرېښي دي ځکه چې امکان شته دا لوبغاړي بېرته هېواد ته راستانه شي. خو لوبغاړي راستانه نه شول. دا په روښانه توګه د هغه اداري کسانو کمزوري ده چې کاناډا ته د لوبډلې سره تللي وو او سمه اداره یې ونه کړه.

هغه مهال د کرکټ د بورډ وياند سيدشاه امينزی ټول افغان ته ويلي و چې پاتې شوو لوبغاړو ورڅخه د یوې اونۍ د پاتې کېدو اجازه غوښتې وه تر څو په کاناډا کې چکر ووهي.

د هغه مهال رپوټ او د کرکټ د بورډ څرګندونې دلته لوستلای شﺉ.

په کاناډا کې پاتې شوو لوبغاړو د سياسي پناه لپاره د کاناډا په محکمو کې قضيې پورته کړي دي. دوي ټول د خپلو خپلوانو او پېژندګلو خلکو سره هلته اوسېږي. په دوی کې ځينې لوبغاړي په انترنت پاڼې هم لري او په دوامداره توګه یې تازه ساتي. ټول افغان ټکی کام د ځينو سره خبرې کړي دي. دوی ټول افغان ته ويلي دي چې دوی د افغانستان په کرکټ کې د ځان لپاره ښه راتلونکی نه ليدلو نو ځکه پاتې شول. دوی تور ولګاوه چې ((د کرکټ په لوبډلو کې په واسطو لوبغاړي نيول کېږي او د دوی حق د کرکټ د بورډ چارواکي پټوي.)) په پاتې شوو لوبغاړو کې یو دا هم وويل چې دوی سره هر ځل د مرستو او ډاليو ژمنې کېږي او بيا یې څوک پوښتنه نه کوي. نوموړي چې نه غوښتل نوم یې ياد شي وويل چې ((ملي لوبډلې ته لار پيدا کول ناشوني دي ځکه چې په هېواد کې یو څو کورنۍ او بانفوذه چارواکي دي چې له خپلې خوښې، خپلوانو او دوستانو څخه نور څوک په ملي لوبډله کې نه پرېږدي.))

د پاتې شوو لوبغاړو سره له خبرو داسې معلومېدل چې د دوی بې وزلۍ په دې پرېکړه کې رغنده رول لرلو. یو پاتې شوي لوبغاړي ټول افغان ته په هېواد کې د خپلې کورنۍ د  بې وزلۍ کیسې وکړې او داسې ښکارېده چې بې وزلۍ دې ته اړ کړی دی چې په کاناډا کې پاتې شي.

له خبرو معلومېده چې لوبغاړي دا احساس کوي چې په خيانت تورن دي او خلک د دوی له دې پرېکړه خوښ نه دي. په خبرو کې یې څو ځل  د ځينو پوښتنو په مهال نارامي وښوده. په دې  هم نارامه شول چې کله ترې موږ وپوښتل چې په کاناډا کې خو به یې کوم کرکټ کلب ته لوبه نه وي پيل کړي. دوی په کلکه دا و ويل چې دلته په کاناډ تر اوسه کرکټ نه کوي. داسې ورته برېښېدل چې ګنې د خپل هېواد سره کرکټ پرېښودل او د کاناډا لپاره کرکټ کول به خيانت وي.

په خبرو کې دا روښانه وه چې کاناډا ته له تګ مخکې دوی هلته د پاتې کېدو پلان درلود او د کرکټ بورډ ځيني چارواکي کېدای شي د دوی له دې پرېکړي خبر وو.

له دې پخوا د فوټبال، ځغاستې او نورو لوبو لوبغاړي هم له هېواده بېرون په غربي هېوادونو کې پاتې شوي وو او د سياسي پناه غوښتنه یې کړې وه.

بې شکه دا ډول کارونو په افغان لوبغاړو نه يواځې د افغانانو بلکه په نړۍ کې د نړیوالو ادارې باور کمزوری کړی دی او نه یواځې دوی بلکه د نړۍ د نورو هېوادونو لوبغاړو ته یې هم ستونزي راپيدا کړي دي چې په نيوزيلانډ کې د ټولو کرکټ لوبډلو د پاسپورتونو قيدول یې ښه بېلګه ده.

که په راتلونکې کې داسې نورې پيښې وشي، نو لرې نه ده چې د نړۍ ډېر هېوادونه به افغان لوبغاړو ته ويزې ورنکړي.