د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: افغانستان سبا شپې ته د هندوستان سره لوبه کوي

خبري - څانګه 13.01.2010 18:46

د افغانستان په وخت سبا د شپې ۲ بجې (جنوري ۱۵ مه د پنجشنبې د شپې په ۲ بجو) د افغانستان د ۱۹ کاله کم عمر لوبډله د هندوستان د ۱۹ کاله کم عمر لوبډلې سره په نيوزيلانډ کې د نړيوال جام په ترڅ کې لوبه کوي.

لوبه به د ESPN STAR  تلويزيون له خوا په نېغه توګه ښودل کېږي.

افغانستان په A ګروپ کې دی او هندوستان، انګلستان او هانګ کانګ سره لوبې لري. که افغانستان دوه لوبې وګټي نو د سيالۍ دويم پړاو یا کوارټر فاينل ته لاره پيدا کوي.

د افغانستان د ۱۹ ټيټ لوبډلې پوره مهال ويش

د هندوستان لوبډله پياوړې لوبډله ده. نن د افغان لوبډلې کپتان نورالحق رسنيو ته ويلي دي چې که افغانستان دوه لوبې وګټي او دويم پړاو ته لار ومومي نو زړه راښکونکې لاس ته راوړنه به وي.

ټول افغان به درته د کرکټ په ځانګړې څانګه کې د لوبې شېبه په شېبه معلومات درکوي.