د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کانديد وزيرانو CV

محمد نعمان دوست 13.01.2010 13:47

يو وخت زموږ دفتر ته له يوه لرې پراته ناامنه ولايت څخه يو ملګرى راغى ، شيبه وروسته يې د بيک له جيبه USB راوويسته او په کمپيوټر کې يې د ننه کړه.
په سکرين يوه اوږده CV راغله .
دغه ځوان سره چا په کابل کې د دندې ژمنه کړې وه او غوښتل يې ، خپله بيوګرافي پرنټ کړي .
چې کله مې په يوه برخه ورته سترګې ولګېدې ، حيران شوم ، په دې برخه کې تقريبا د کمپيوټر پنځه شپږ پروګرامونو، نومونه ليکل شوي وو.

اول خپل ځانته په غوسه شوم ، ماوې خلک په دومره ناامنه ولايتونو کې په کمپيوټر کې څومره ځانونه رسوي او ته په کابل کې پروت يې هيڅ دې زده نه کړل .

بيا مې په خپلو ځوانانو افتخار وکړ چې په څومره سختو شرايطو کې ځانونه رسوي .
ما هماغه شان د هغه کمپيوټري مهارتونه کتل چې غږ يې راباندې وکړ:
دا څنګه Save us کړم ؟
يو نا څاپه مې په مغزو کې ټنګ شو ، په هرڅه بې باوره شوم ، په غوسه مې ورته وويل :
تا خو ځان دکمپيوټر پروفيسور معرفي کړى او د Save As چل له مانه غواړې ؟
هغه سرټيټ واچو او بيا يې ويل :دې خبرو پسې مه ګرځه .
له هماغه وخت راهيسې اوس په CV باور نه کوم .
دغه بې باوري خو يو ځل بيا هغه مهال را تازه شوه ، کله چې مې د ولسمشر حامد کرزي د نوې کابينې دغړو سې ويانې ( CV ) وکتلې .
دلته ډېرى وزيرانو ته ليکل شوي چې په دري ، پښتو او .... پوره تسلط لري .
له بهرنيو ژبو سره خو يې زموږ کار نشته خو داچې د وطن په دواړو ژبو يې د تسلط لافه کړې وه ، نو ورته خوشحاله وم .
ځکه ، موږ هغه وخت يو څوک پردى ګڼو چې په ژبه مو پوه نه شي .
په تېره کابينه او مهمو دولتي پوستونو کې ډېرى داسې کسان وو ، چې يوه نګه پښتنې سيمې ته به لاړل ، ستيج ته به جګ شول او په دري به يې بيانيه ورکړه ، خلک به ورته د خپل دود له مخې ناست وو ، خو په يوه خبره به يې هم سر خلاص نه شو .

دغه شان کله چې له اطرافونو وزارتونو ته څوک راشي ، نو هغوى سره ډېرى وخت په دري خبرې کېږي ، هغوى پرې نه پوهېږي ، همدا لامل وي چې د يوې ورځې کار يې څو ورځو ته و ځنډول شي .
هغوى دلته ځانونه پردي محسوسوي او په پايله کې له دولته واټن پيدا کوي .

اوسنۍ کابينې ته د نومول شويو وزيرانو د بيوګرافي په لوستلو ما فکر کاوه چې اوس نو دا ستونزه اواره شوې ده ، ځکه هرڅوک په دواړو ژبو تسلط لري .
خو کله چې ، نن ، پرون او لږ وړاندې ، څو نومول شويو وزيرانو ولسي جرګه کې د کاغذ له مخې يوه نيمه پښتو خبره کوله ، نو ما خو د يوه پښتون په توګه د خپلې ژبې ګومان پرې نه کاوه .
خبره به يې داسې وکړه چې نه به يې مبتدا معلوم و او نه خبر ، د تلفظ خو يې هيڅ پوښتنه مه کوه .
خبره يواځې د پښتو ژبې نه ده ، بلکې دغه شان کارونه خلک د کانديد وزيرانو د سي ويانو په هره برخه بې باوره کوي .
په کار ده چې ولسي جرګه هم ، يواځې په بيوګرافيانو باور ونه کړي ، د کانديد د CV هره برخه په غور ولولي او د شک په صورت کې ترې پوښتنې وکړي .

محمد نعمان دوست ، کابل
د مرغومي ٢٣مه