د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل ښار کې د ترافیکي وسایطو د تم ځایونو ستونځه

ګل آغا احمدي وردګ 13.01.2010 08:26

د کابل ښار اوس مهال د داسې یوه ښار بڼه خپله کړې ده چې د معیاري ښاري اخلاقو او خدماتو ډیرې کمې نمونې پکې لیدل کیږي چې تقریبا په نشت سره حساب دي. د دې ښار د پریمانه چټلیو تر څنګ یوه لویه ستونزه په وروستۍ لسیزه کې دغه ښار ته متحده اماراتو له دوبۍ،کاناډا او داسې نورو هیوادونو څخه د یو زیات شمیر هغو مستعملو موټرونو واردول دي چې زیاتره یې د چپ اشترینګ لري او د طالبانو د حاکمیت په دوران کې یې زموږ هیواد ته واردول پيل شوي وو.
په هر صورت زموږ د دې لیکنې موخه په هغو وسایطو تبصره نه ده چې په غیر معیاري او غیرقانوني ډول زموږ هیواد ته وارد شوي او په دې عجیب او غریب ښار کې په حرکت لویدلي دي بلکي له دې لیکنې څخه زموږ موخه د هغو زیات شمیر وسایطو د تم ځایونو په برخه کې ده چې د دې ښار د هټیو مخې او عمومي واټونو څنګ ته په لیکه ولاړ وي او دومره لاره یې پرې ایښي وي چې نور وسایط او پلي اشخاص ډیر په سختۍ له هغه څخه د تیریدلو چانس پیدا کوي.
د کابل ښار د پخواني ماسترپلان له مخې نوموړی ښار یوازې د ۴۰۰۰۰ څلویښت زره وسایطو د ګرزیدو ظرفیت لري خو د باوري سرچینو د راپورنو پر بنسټ همدا اوس په دې ښار کې له ۵۰۰۰۰۰ پنځه سوه څخه زیاتې ترافیکي واسطې یوې او بلې خواته حرکت کوي او داسې حالت یې منځته راوړی دی چې ورځ خو لا څه چې زیاتره وخت د شپې هم د کابل ښار ځینې واټونه بند وي.
لویه ستونزه چې دغه زیات شمیر غیر معیاري واسطو د نوموړي ښار اوسیدونکو ته پیښه کړې ده هغه د مناسبو پارکونو یا تم ځایونو نشتوالی دی چې د ښار په ټولو برخو کې دغه ستونزه له ورایه محسوس کیږي. هغه نوي تعمیرونه او ودانۍ چې په دې ښار کې جوړیږي زیاتره یې د وسایطو د تم ځایونو سهولت په نظر کې نه نیسي او که چیرې یوه ودانۍ دغه سهولت ته پاملرنه کړې وي نو نوموړې ودانۍ ته د اټکلي مراجعینو شمیر په پام کې نه نیول کیږي. له بلې خوا د کابل ښار په هغو سړکونو باندې هم د تم ځای نښې نه ښکاري چې کابل ښاریان په لویو بسونو او کوچنیو واسطو کې یوې او بلې خوا ته لیږدوي بلکي د هر ډریور چې چیرې زړه وي نو هلته خپله واسطه دروي او د دې پروا نه کوي چې د شا له خوا ورپسې بیروبار دی او یا یې ټول سړک د نورو ترافیکي وسایطو پر مخ تړلی دی.
هغه شمیر کابل ښاریان چې شخصي او یا دفتري موټرونه لري په ښار کې د تم کیدو او یا د سودا اخیستلو پر مهال خپلو وسایطو ته عمومي واټونو تر څنګ ډیر په سختۍ ځای پیدا کوي او خپله موټر دروي چې په دې ډول د هر عمومي واټ په دواړو څنډو له سهاره تر ماښامه پورې په سلګونو موټر دریدلي وي چې د کابل ښار له ازدحام او سړک بندولو سره یې پوره مرسته کړې ده او له همدې کبله د دې ښار عمومي واټونه په ساعتونو ساعتونو بند وي.
له دې ټولو څخه یوه لویه ستونزه د زوراکانو او ائتلافي ځواکونو د وسایطو ده چې په هر حالت کې غواړي له نورو څخه مخکې شي او هغه ډول چلند د نورو واسطو له خاوندانو سره وکړي چې دوی یې غواړي. همدارنګه د ښار په مختلفو سیمو کې د امنیتي سمنټي دیوالونو او چکونو ایښودلو د دې ښار د زیاتو واټونو تر څنګ پلې لارې له منځه وړې دي. په زیاتره مواردو کې د لویو چارواکو، زورواکانو، د ائتلافي ځواکونو، ملي اردو او ملي پولیسو وسایط د دې سبب کیږي چې ترافیکي ستونزې او بیروبار رامنځته کړي او د اړتیا پر مهال خپلې واسطې پر هغو ځایونو کې و دروي چې د ترافیکي وسایطو درول منع دي چې دغه کار هم د تم ځایونو د ستونزې د زیاتولو سره مرسته کړې ده.
د دې لپاره چې په کابل ښار کې د ترافیکي وسایطو د تم ځایونو د نشتوالي ستونزې ته د حل غوره لاره و موندل شي، کابل ښاروالۍ، د ترافیک پولیسو او اړوندو ادارو ته لاندې وړاندیزونه کیږي.
1. په کابل ښار کې دې د وسایطو د تم ځایونو قانون جوړ او د هغه عملي کیدو لارې چارې دې په ګوته شي.
2. د هرې واسطې خاوند چې له جوړ شوي ترافیکي قانون څخه سرغړونه کوي باید چې په بیړنۍ توګه جریمه شي که د واسطې خاوند هر څوک وي قانون دې پر عملي شي.
3. اړوند اړخونه دې ټولو هغو زړو او پخوانیو وسایطو ته د حل لاره و مومي چې د نویو وسایطو سره یو ځای په دې ښار کې حرکت کوي او په هیڅ راز ترافیکي قوانینو پوره نه دي بلکي باید په ښار کې د حرکت له چوکاټ څخه خارج شي.
4. د کابل ښار په زړه او مختلفو نواحیو کې دې عمومي تم ځایونه رامنځته او له فعلي ګډوډ حالت څخه دې نوموړی ښار وویستل شي.
5. هره نوې ودانۍ چې جوړیږي باید چې د وسایطو د داسې یوه پارکینګ جوړول هم په نظر کې و نیسي چې د سلګونو موټرونو د درولو ظرفیت ولري.
6. د کابل ښاروالۍ او خصوصي سکتور په ګډ تفاهم دې د ښار په ټولو تم ځایونو کې له هرې واسطې څخه د رسمي ټکټ په مقابل کې معین مقدار پیسې واخیستل شي او هغه وخت دې محدود شي چې باید یوه ترافیکي واسطه په تم ځای کې و دریږي. که چیرې د زیات وخت لپاره یوه واسطه په تم ځای کې دریږي نو باید چې د زیات دریدو په مقابل کې زیاتې پیسې ورځینې واخیستل شي.
7. د خبري رسنیو او مختلفو لارو دې د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره واچول شي څو خلک په تدریجي توګه له ښاري چلند او اخلاقو سره بلد شي.
د تم ځایونو د نشتوالي ستونزه د کابل ښار له بنسټیزو ستونزو څخه ګڼل کیږي چې باید اړوند اړخونه اساسي حل ورته و لټوي چې ځینو ته یې په دې لیکنه کې اشاره و شوه.