د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زيبمبابوی افغانستان ته په ۴ ويکټو ماته ورکړه.

خبري - څانګه 12.01.2010 09:06

د افغانستان او زيمبابوی لوبډلې نن له لوبې وروسته

نن د تمرين په رسمي لوبو کې د افغانستان ۱۹ ټيټ لوبډلې دويمه لوبه له زيمبابوی سره وکړه. لوبه زيمبابوی وګټله.

پچه زيمبابوی وګټله ل او افغانستان یې بيټنګ کولو ته وبللو.

افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۵ اورونو کې ۱۷۵ منډې جوړې کړې. حشمت شهيدي ۵۰ اوجاويد احمدي ۳۰ منډې وکړې. افغانانو په پیل کې ډېره سسسته لوبه وکړه خو وروسته ښه شول .

 په ځواب کې زيمبابوی د شپږو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۰ اورونو کې ۱۷۶منډې وکړې او لوبه یې وګټله. 

د افغانستان لومړۍ رسمي لوبه د جنوري په ۱۵مه د هندوستان سره ده.

له بله پلوه د افغانستان د کرکټ لوبډلې ادارې د لوبډلې د لا ښه کولو په موخه په نيوزيلانډ کې د سيالۍ تر پايه یو بل نيوزيلانډی روزونکی هم د ځان سره مل کړی دی.

د يادونې ده چې د کرکټ بورډ نيوزيلانډ ته د لوبډلې سره احمدشاه د روزونکي په توګه لېږلی و. خو ښکاري چې د کرکټ بورډ ته اوس پته ولګېده چې په نيوزيلانډ کې د لوبډلې لپاره پياوړي روزونکي په کار دي. د احمد شاه نوم د روزونکي په توګه مخکې نه و ځلېدلی.

کېدای شي نوی روزونکی چې ويل کېږي د ورځې ۳۰۰ امريکايي ډالر اخلي ځکه ټاکل شوی وي چې د تمرين په مهال د افغانستان د لوبډلې سويه د تمې له کچې ټيټه وه. د ايرلينډ سره په لوبه کې افغانانو څو کيچونه وغوروزل او د فيلډ سويه یې ډېره ټيټه وه.

د افغانستان بيټنګ کارت:

لوبغاړی منډې حال  
جاويد احمدي ۳۰ بولډ  
انور انوري ۰ بولډ  
شېر محمد شېرزی ۶ کيچ  
نورالحق ۱۸ بولډ  
حشمت شهيدي ۵۰ کيچ  
مراد علي ۱۶ ال بي ډبلیو  
ذکی الله ذکي ۲۱ په منډه وسوځېد  
ايوب خان ۲ په منډه وسوځېد  
افتاب عالم ۲۰ کيچ  
حمزه هوتک ۲ نه دی سوځېدلی  
یامين احمدزی ۰ په منډه وسوځېد  
ټولې منډې د لسو اضافي منډو سره ۱۷۵ په ۴۷ اورونو کې