د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دبدعتي ملاتعارف اوپېژندنه

عصمت الله عزام 11.01.2010 19:57

په اوسني دورکي ډيرداسي دملايانواوپيرانوپه جامه کي خلګ شته چي له دين څخه يې دوکانونه  جوړکړي دي  پدې معنی چي دين يې دروزۍ دپيداکولوذريعه ګرزولي ده،دوئ که تقريرکوي نويابه دبزرګانوواقعې بيانوي،داسي چي بالکل به له حقيقت څخه لري وي،
اويابه دخيراتوفضائل بيانوي،ددين نوراحکاماتوته ئې شاګرزولي وي،هغه نه بيانوي که خلګ شرک کوي، که رواجونه اوبدعات کوي داملاصاحب ئې نه منع کوي، بلکه داسي وايې:چي که خلګ هرڅه کوي کوي  دي زه کارنه ورباندي لرم،
دتقريراودعوت هدف ئې داوي چي څنګه ځان ته دعواموتوجه جلب کړي،ترڅوددې لپاره لاره هواره شي چي ډېرخيراتونه ترلاسه اووخوري،ددوی دتقريرنتيجه داوي چي  له الله تعالی څخه خلګ باباګانوته متوجه کړي اوله رسول الله صلی الله عليه وسلم
دمبارکوطريقوڅخه ئې بدعاتوته واړوي،(الحمدلله ټول علماء کرام داسي ندي،دحق پرستوعلماوواحترام   په هرمسلمان لازم دی ځکه علماء په اسلام کي دډېرلوړقدرخاوندان دي،خومتاسفانه ځيني دعلماووپه جامه کي تجاران هم شته)
ددغوتش په نامه ملايانوحالت ښاغلي شيرزاده همدرددشعرپه ژبه داسي بيان کړی دی

داوايې بدعتي چي توحيدښه زماخوښيږي
خوشرترې پيداکيږي
سنت دپيغمبرراته ډيرښکلی معلوميږي
خوشرترې پيداکيږي
پوهيږم چي سنت باندي عمل دی ډيرثواب
ثابت ده په کتاب
عمل چي پرې څوک نه کوي هغه له دئ عذاب
ثابت ده په کتاب
قران اوحديث مونږته دي ښودلي ټول اداب
ثابت ده په کتاب
عمل که پرې کوودامقتديان موخفه کيږي
غصه کوي قهريږي
سنت دپيغمبرراته ډيرښکلي معلوميږي
خوشرترې پيداکيږي
دامونږچي څه کووواړه رسمونه اوبدعات دي
داواړه خرافات دي
جمعي دي ماښامونه څلويښتئ اوکه خيرات دي
داواړه خرافات  دي
عرسونه مزارونوله ورتلل ټول شرکيات دي
داواړه خرافات دي
که حق بيانوودازکاتونه بيابنديږي
خرچه زمونږکميږي
سنت دپيغمبرراته ډيرښکلي معلوميږي
خوشرترې پيداکيږي
منمه ترجمه دقران ډيره ضروري ده
خودغه مجبوري ده
امام نه يم والله دی پکښي خونددوکانداري ده
خودغه مجبوري ده
خوراک دوړولويومودغوښي ترکاري ده
خودغه مجبوري ده
دی شکردالله بچيان مي ورځ په  ورځ چاغيږي
شنازغوندي پړسيږي

سنت دپيغمبرراته ډيرښکلي معلوميږي
خوشرترې پيداکيږي
په دې امامتوخومونږدکلي مشران يو
مزي کووخانان يو
مونږمخکي جنازه کښي دملګرونه روان يو
مزي کووخانان يو
حاضرپه دائره کښي مونږ مخکي په ميدان يو
مزي کووخانان يو
قران په دائره کښي بس تاويږي راتاويږي
صابون هم تقسيميږي
سنت دپيغمبرراته ډيرښکلي معلوميږی
خوشرترې پيداکيږي
دټولونه ځان مخکښي رسوومونږدائري ته
دمړومقبرې ته
والله چي خفه نه يم خوشحاليږم هديرې ته
دمړومقبري ته
ماښام راله صابون رارسوي هغه حجرې ته
دمړومقبرې ته
هرخواته چي نظرکوي ديګونه به پخيږي
لمسي مي خوشحاليږي
چي ختم شي په کورکي ځان سره کړم طالبان
په منډه شم روان
چاويلې وي پټئ چانظره وي دقران
په منډه شم روان
پنځلس مينټه وروسته راته خورشي دسترخوان
په منډه شم روان
تيارچي شي طعام  بيامي زړګئ کله صبريږي
پتنوسي راچليږي
سنت دپيغمبرراته ډيرښکلي معلوميږي
خوشرترې پيداکيږي
چي وريځوباندي ډک شم جوړدځانه کړم شناز
اونه کړې اعتراض
شروع کړم تلاوت دفاتحې په ښه  اواز
اونه کړې اعتراض
تکيه وهلئ ناست يم راته خوروي جانماز
اونه کړې اعتراض
واسکټ،کپړې،پيزارمي هم په مړي کي رسيږي
داحق زمونږجوړيږي
داوايې بدعتي چي توحيدښه زماخوښيږي
خوشرترې پيداکيږي
داڅه کوې ظالمه خپل مذهب دي کړوبدنام
مذهب مودی اسلام
حق نه بيانوې ځکه په شک کي دي عوام
مذهب مودی اسلام
داښوونه شيرزاده همدردکوي که څوک پوهيږي
په ضدکي نه دريږي