د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دهيواد په جنوب کې درې تنه امريکايي پوځيان وژل شوي

مجيب الرحمان انګار 11.01.2010 17:04

سلېمانخېل : د هيواد په جنوب کې د طالبانو په يوه وسله وال بريد کې درې تنه امريکايي پوځيان وژل شوي. په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د افغانستان په جنوب کې د وسله والو طالبانو په بريد کې ددوی درې تنه پوځيان وژل شوي،دسرچينې په وينا پېښه نن له غرمې وروسته رامنځته شوې. که څه هم په خبرپاڼه کې د پېښې دقيق ځای نه دی ښودل شوی،خو طالبانو په هلمند کې ديوه وسله وال بريد په ترڅ کې د يوزیات شمېر امريکايي پوځيانو د وژلو ادعا کړې.

دطالبانو يو تن لوړپوړي مشر له ناڅرګند ځای ځخه دتليفون پر ليکه ټول افغان ته وويل چې ددوی وسله والو نن د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې پر بهرنيو ځواکونو يو غلچکی بريد ترسره کړ چې په ترڅ کې يې يوزیات شمېر بهرني پوځّيان ووژل شول.

ياده دې وي چې تېره ورځ هم په هلمند کې درې تنه بهرني پوځيان وژل شوي.