د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په میدان وردګ کې معلولینو،شهیدانو او اړو کورنیو سره مرستې وشوې

خبري څانګه 11.01.2010 10:34

دمیدان وردګ ولایت د(۵۰۶۸ ) شهیدانو،معلولینو،معیوبینو او اړو کورنیو سره د (۹۱۵) ټنو خوراکي توکیو مرستې چې دنړیوال خوراکي سازمان (WFP) په مالي لګښت ددې ولایت والي محمد حلیم فدایی لخوا دویش چارې پیل شوې.

دکار او ټولنیزو چارو ریس اسلام حسیني په وینا دغه ۹۱۵ ټنه خوراکي مرستې چې ددې ولایت ټولو ولسوالیو ته ۵۰۶۸ شهیدانو،معلولینو، معیوبینو او اړو کورنیو سره چې هرې کورنۍ ته به درې بوجې غنم(۱۵۰) کیلوګرامه، درې ۳ کوتۍ غوړي او ۱۸ کیلوګرامه دال پکې شامل دي چې دټاکل شوې کمیسیون لخوا به د اونۍ ترپایې پورې به وویشل شي چې نن رسماٌ دغه لړۍ د والي او ولایتي شورا غړو لخوا پرانیستل شوه.

په یو بل خبر کې له همدې ولايته راغلي دي چې د دې ولايت دعامه ساتنې نوښتيزپروګرام پنځمې دورې (۲۲۸)تنه پوليس فارغ او برې لیکونه یې ترلاسه کړل

دهمدغه پولیسو د فراغت په مناسبت په لغمان کې په جوړه شوې غونډه کې دکورنیو چارو امنیتي مرستیال منیرمنګل، دمیدان وردګ او لغمان والیانو محمد حلیم فدایي او لطف الله مشعل ، دعامه ساتنې لوې ریس جنرال سادات ،دواړو ولایتونو امنیی قوماندانانو، ملي امنیت ریسانو ، دایساف ځواکونو استازو او یوشمیر دولتی ادارو ریسانو او جهادي قوماندانانو برخه واخیسته .

دیادونې وړ ده چې تر اوسه په پنځو دورو کې ټول ۷۷۵ تنه دعامه ساتنې پوليس فراغ شوې چې دجلریز،نرخ ، میدانښار، چک او سیداباد ولسوالیو کې ځای پرځای شوې چې ددې جملې څخه ۱۲ تنه یې شهیدان ، ۱۵ تنه ټپیان او ۱۱۶ تنه یې بهرنیو هېوادونو ته دکار دپیداکولو لپاره دندې پريښې دي.