د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په اماراتو کې محکمې د یو افغان تعذيبونکي امير ته برائت ورکړ

خبري څانګه 10.01.2010 18:32

په عربي متحده اماراتو کې د دې هېواد محکمې د اماراتو دولسمشر خلیفه بن زاید ورور شيخ عيسی بن زاید ته چې د یو افغان د تعذيب په تور محاکمه کېده برائت ورکړ.

محکمې وويل چې شيخ عيسی ته دسيسه جوړه شوې وه او د یو مخدره توکي د نشې له وجې یې د افغان په تعذيبولو لاس پورې کړی و. محکمې ته د شيخ عيسی مدافع وکيل ويلي و چې د نوموړي دوه امريکايي=لبناني ملګرو ورته نشه ورکړې وه او بيا یې د نوموړي فيلم اخيستی او په انترنت خپور کړی و.

محکمې د شيخ عيسی په هغه ملګرو (بسام نابلسي او غسان نابلسي) چې وروسته ورسره وران شول او له اماراتو وتښتېدل، د هغوی په غياب کې پنځه کاله قيد او مالي تاوان پرېکړه وکړه.

محکمې دا پرېکړه په دې اساس کړې ده چې شيخ عيسی ته دسيسه جوړه شوې وه، نو نشه ورکړل شوې وه او د تعذيب صحنه یې فيلم شوې چې رسوا کړل شي.

شاهدانو او ډاکتر هم محکمې ته ويلي و چې شيخ عيسی د وهلو ټکولو په وخت د مخدر توکي د تاثير لاندې و.

له بله پلوه هغه افغان چې تعذيب ورکړل شوی و محکمې ته ويلي دي چې د وهلو سره سم بې هوښه شو او بيا نه دی پوه شوی چې څه شوي دي.

خو په هغه ويډيو کې چې په انترنت خپره شوې ده افغان بې هوښه نه بلکه تر پايه چيغې وهي.