د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۷) ايتار تاس

هدايت الله هدايت 10.01.2010 16:04

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۱) »هـنــدو«

نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۳)AFP

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۴)د الاهـــرام ورځـپـاڼــه

د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۵) رويـټـر

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۶) AP

ايتار تاس ITAR -TASS د پخواني شوروي اتحاد د تاس  TASS د خبري آژانس ځای ناستۍ آژانس دی چي نن د روسيې په فدراسيون  کي د ايتار تاس  يا   د روسيې د تلګرافي اطلاعاتو  آژانس (Information Telegraph Agency of Russia)  په نامه ياديږي او  فعاليت کوي .

په روسيه کي د اوسني  ايتارتاس ITAR -TASS د خبري آژانس د تأسيس سلسله وهغه ليک ته راګرځي چي د تزاري روسيې د ماليې وزير وي .ان.كوكوف تسوف د ۱۹۰۴ د مارچ پر ۲۶ مه نېټه ددې امپراطورۍ د بهرنيو چارو و وزير ته لېږلی وو . نوموړي په دې ليک کي و هغه ته کښلي وه  چي : زموږ  صنعتي او تجارتي  کړۍ او پخپله د ماليې وزارت مو  د بهرنيو هيوادو سره د آزادو اطلاعاتو د راکړي ورکړي چاري د ټلګراف او يا  ودې ته ورته  آسانتياوو ته اړتيا لري   څو  زموږ  دداخلي تجارت پرمختياوي  و نړۍ والو ته  معرفي کړي  . »

ددې لـيک نـه وروستـه د ۱۹۰۴ د جـولای پـه ميـاشت کي د سـن پټرزبـورګ د تلګرافي آژانس په نامه SPTA) (St. Petersburg Telegraph Agency - د يوخبري آژانس  د جوړېدو پرېکړه وسوه  . SPTA ، د روسيې لومړنۍ رسمي خبري آژانس وو چي د ۱۹۰۴ د سپټامبر په لومړۍ نېټه يې په کار شروع وکړه . دغه آژانس د زياتو  لوړو او ژورو په وهلو سره  د نن ورځي و ايتار تاس ته ځان رارسولی دی  .

د SPTA آژانس ، وظیفه درلوده چي د روسيې د دولت د ګټو د په پام کي نيولو سره  په  سیاسي ، مالي، اقتصادي او تجارتي  برخو کي، بهرني او کورني  اطلاعات او خبرونه را ټول  او هغه  خپاره کړي . SPTA يو درې کسيزه هيئت درلود چي  د دريو وزارتخانو لخوا يعني د ماليې، داخلې او د خارجې وزارتو له طرفه به منصوبېدله .د ۱۹۰۹ د ډسامبر په ۳۱مه دغه آژانس د وزيرانو د شورا د تشکيلاتو تر مستقيمي ادارې لاندي  راغلی . د ۱۹۱۴ د اګست په ۱۴مه هغه وخت چي  د روسيې تزار دوهم نيکلاس د سن پيټرز بورګ نوم په پټروګراډ  واړاوه، نو ددغه آژانس نوم  هم د SPTA څخه   د پټروګراډ تلګرافي آژانس   (Petrograd Telegraph Agency - PTA)   و نامه  ته واوښت .

 د ۱۹۱۷ د اکتوبر په ۲۵مه په روسیه کي انقلاب وسو . کمونیسټانو ددې بلشويکي انقلاب په دوران کي   د PTA تعمير د بالټيک د دريايي کښتيو لخوا چي د لئونيد اسټارك تر رهبرۍ لاندي وو ايسار سو. د همدې PTA لخوا وو چي د بلشويکانو د انقلاب ګزارشونه او خبرونه به  د اسټارک لخوا و ټولي نړۍ ته مخابره کېدله . د ۱۹۱۸ د نوامبر په ۱۸مه کمونيسټانو د PTAخبري آژانس،  د مرکزي دولت په دولتي خبري آژانس بدل کړ . د ۱۹۱۸ د مارچ  په مياشت کي دد‏غه آژانس دفتر و دېوان  و مسکو ته را کډه   او  د هماغه کال د جون په مياشت کي د دولت د خپرونو په اداره کي مدغمه سو .   دسپټمبر پر اوومه د روسيې  تلګرافي آژانس د  (ROSTA) ياRussian Telegraph Agency  په نامه  د روسيې د سراسري سوسياليستي جمهوريت د  خبري آژانس  په نامه   و نومول سوه .

د ۱۹۲۵ ميـلادي کـــال د جـــولای پــه ۱۰ مـــه   د تــــاس په نـــامـــه د شــوروي اتحـــاد د جــمهوريتونـــو
 تـــــــلــــــګرافــــــــــي آژانــــــــــس (TASS)      Telegrafnoie Agentstvo Sovetskogo Soiuza     يــــا
   "Telegraph Agency of the Soviet Union"  ، خبري آژانس تأسيس او د ROSTA ټول  صلاحيتونه  و هغه ته و سپارل سوه  .

د شوروي لخوا د تاس د خبري آژانس د جوړېدو اصلي هدف د شوروي په ضد د غرب د ځانګړو تبليغاتو خنثی کېدل وه  ،  د شوروي دولت دا هم غوښتله چي په نړۍ واله کچه  د خبر رسولو په عرصه کي  د غربي رسنيو سره ډغري ووهي او پر رسنيوباندي  د هغوی يک لوخته  انحصار  مات کړي، ددې سره يې دا هدف هم درلود چي و دباندي نړۍ ته   د شوروي د کارګري  دولت او د سوسياليستي هيوادو د فعاليتو او پرمختياوو څخه  کره معلومات ورکړي . شوروی چارواکوغربي  رسنۍ  په دې تورنو لې  چي د شوروي   لاسته راوړني    په لوی لاس  د قلمه اچوي او  پرهغوی  تله تېروي .

د تاس  TASS و خبري آژانس ته   د شوروي اتحاد د بهرنيو اطلاعاتو دراټولولو او توزيع د انحصار  حق  ورکړل سو  او په  ټوله شوروي اتحاد کي د بهرني او کورني خبرو د خپرېدو د حق  څخه هم برخمن سو . دغه آژانس په شوروي اتحاد  پوري د  ټولوتړلو جمهوريتو د خبري آژانسو اداره  او کنټرول هم  پخپل لاس کي  ونياوه .  

د تاس د خبري آژانس د خپل فعاليت په ورستيو کلو کي د هغه د خبرو او عکسو څخه په ټول شوروي اتحاد کي؛  ۴۰۰۰ ورځپاڼو، ټلوېزوني شبکو او راډيويي سټېشنو  او په بهر کي تر ۱۰۰۰ زياتو خبري رسنيو  استفاده کوله . دغه خبري آژانس په نړۍ کي   تر ټولو لويه د خبر يالۍ شبکه درلودله  چي ۶۸۲ دفترونه يې په داخل او څه کم ۱۰۰ يې په خارج کي  فعاله وه چي تر ۲۰۰۰ زياتو کسانو کار پکښې کاوه .

د تاس خبري آژانس چي د شوروي اتحاد د کمونسټ ګوند تر رهبری لاندي يې  فعاليت کاوه کومه لاره چي وو وهله نو هغه د شوروي نظام  په ماتېدو ختمه سوه .  تاس  د خپلي څه باندي نيمي پېړۍ  آګاهانه  هلو ځلو  په جريان  کي  ډېر کارونه وکړل خو په پای کي يې د ټولو دولتي رسنيو په سر کي  دغه انتقاد وځانته پرېښود، چي   دغه نهاد  چي  لوی بار او نړۍ وال  ماموريت يې ځانته  ايښی وو نو    په هغه  کي پاتي راغلی . پر  تاس باندي دا نيوکه  کېدله چي د دووځبرواکو ترمينځ جګړه کي يې  ونکړای سوه د شوروي  اتحاد د نظامه څخه دفاع وکړي . رسنيو او دهغې جملې څخه د تاس خبري آژانس د خپل ژورناليستي رسالت پر بنياد و نکړای سوه  چي د شوروي اتحاد په سيسټم کي د تضاد ريښې پيدا او هغه نيمګړتياوي چي د دوی په اصطلاح د اصولو څخه سرغړاوی بلل کېدلی هغه په ګوته  اوواقعيتونه پر خپل وخت باندي   منعکس  کړي  .

ددې کار موجبه دا  په ګوته سوې وه، چي دلته د مسلکي او کارپوهه ژورناليستانو جدي کمي وه، دلته  ژورناليستي ټنبلي وه ،دحرفوي  جزباتو د شوق او علاقې  او د مسؤليت د احساس جدي  کمي وه ، د رسنيو په  تحریريه هيئت  او د غړو په مابينځ کي د لازم   استعداد، ابتکار او نوښت   نشتوالی  وو ،د مسؤلينو تنګ نظري دځوانو ايډياوو او استعدادو د غوړېدو مخ نيوی وه ،د رقابت او ابتکار احساس اصلاً مړ سوی  او د ګوند د مشي په نامه ټولو  يک لوختي دستوري ډيکټې  عملي  کولې .  اګرچه د تاس ژورنالیستي ميتوډ د غربي شېوې څخه اساسي توپير درلود، خو  په  تاس  کي و مسلکي استقلاليت ته نه درناوی او  دهغه  زيندی کول، د خبرو انسداد   وټولني ته د تحمل وړ نه وه او  زياد انتقادونه يې و دولتي او ګوندي مشرانو ته را پورته کړي وه  خو نسوه  ويل کېدای .

د غه  او نور  دې ته ورته داسي موارد وه چي وغرب ته يې د تبليغ ښه زمينه برابر کړه او  شوروي يې په دننه کي پخپلو روسانو سره وشلاوه .  يو شمېر کتونکو په هغه وخت کي  ويلي وه چي د شوروي اتحاد د سقوط لويه موجبه ددې هيواد د رسنيو په بې کفايتۍ او ضعيف کردار کي بايد ولټول سي . ددې کار په وجه « تاس» د شوروي سرتاسري دولتي خبري آژانس او «پراوډا» د شوروي دکمونيسټ ګوند رسمي ارګان، د شوروي اتحاد په سقوط کي  د امريکا تر سي ان ان  او د انګليس تر بي بي سي زيات مؤثر نقش و لوباوه !  

را وروسته کلو کي چي  د شوروي اتحاد د سقوط او د سوسياليسم د پرشا تګ دلايل لا نورهم  وسپړل سوه، نو  د کورني فکټورونو سربېره  بهرني  واقعيتونه  هم چي زموږ پر هيواد افغانستان  باندي  د هغوی د پوځي يرغل اثرات  وه، د ټولو په سر کي ځای درلود او دهغه څخه يې تاو اخيست   . امريکا د شوروي ددغه  تجاوز څخه پوره ګټه پورته کړه  او دهغوی د ځپلو د پاره   ښه موقه په لاس ورغله. . امريکا او غربي نړۍ د اسلام  د نامه څخه په  استفادې سره د افغانانو د ملي مقاومت کړی ايجاد کړې او دهغوی په سازماندهي کي  يې د هغوی ټول لوجيستکي ، پوځي ، مالي مصارف او سیاسي ملاتړ په غاړه واخيستل،   شوروي يې د افغانانوپه وينه او بربادۍ و دېواله ته ودراوه، په نړۍ کي يې تجريد او بې اتباره کړ،  روسان يې په خپل هيواد کي  د خپل ولس سره مخامخ کړ  او په پای کي يې هم  ګټه پخپله ځيني يو  وړه .
 
سره ددې چي د شوروي اتحاد د وروستي جمهوررئيس ګور باچوف    دریاست په دوران کي  د شوروي  په تګلاري کي ښايسته زيات بدلون راغلی  ، په دننه کي يې پر رسنيو باندي پخواني محدوديتونه   هم لغوه کړه او لګېدلی سانسورونه يې هم ايسته يا  لږ کړل ، خو دا بيخي ناوخته وو او په شوروي اتحاد کي د سيسټم  دکلا بېخ لا د وخته   شوړېدلی وو . ددې بدلون په نتيجه کي نويو تازه رسنيو هم  په فعاليت پيل وکړ خو  د کمونسټ ګوند  څخه  د دغه  رسنيو   کنټرول د لاسه ووت  ، دغي دورې ته په شوروي اتحاد  کي د ډله ائزه رسنيو د يوې جنجالي دورې په نامه يادونه کيږي  . ددې راوروسته په  شوروي پوري تړلو جمهوريتونو او نورو سيمو هم  په خپل لومړني اقدام سره  د تاس  سره خپلي اړيکي وشلولې او د هغه څخه يې د  خپلواکه خپرونوپه حيث  خپله   پرېکړه  اعلان  کړه  ، دغه کار  د شوروې پر نظام باندي  بل سخت کاري ګزار وو .

تاس د خپل مسلکي صلاحيت په اوج  کي په دې کي پاتي راغلی وو چي د خپل رسالت پر اساس  داخبره پر خپل وخت  باندي روښانه کړي؛ چي په شوروي اتحاد کي دغه د اوياو کالو «نه ماتېدونکې مستحکمه» کلا ولي داسي د سترګو په رپ کي  ونړېدله ؟

د شوروي اتحاد د سقوط  اود سوسياليزم د پرشاتګ څخه  دادی څه ناڅه دوې لسيزي تيريږي . په دې موده کي  تر اوسه  پوري د سړې جګړې  خاطرې  او په دې هيواد کي د حالاتو د تشکل بهير  ندي زاړه  سوي .

د شوروي اتحاد د حاکميت په وروستيو د کال ۱۹۹۱ د اګست په دولتي کودتا کي د مستقلو خبري رسنيو او د تاس د خبري آژانس ترمينځ شديد کشمکش او جنجال را  پورته سو چي په هغه کي د تاس خبري آژانس تر زياته بريده په ولس کي  خپل  اعتماد د لاسه ورکړ . د هغه راوسته   د روسيې د خبري رسنيو په ساغري کي د بدلون يو نوي دور   را شروع سو .

د شوروي اتحاد تر سقوط وروسته په ۱۹۹۲ کي  د روسيې د جمهور رئيس بوريس يلتسین د فرمان په اساس د ايتارتاس خبري آژانس ITAR -TASS جوړ او د فدرالي روسيې ددولت تر نظارت لاندي يې په کار پيل وکړ . څرنګه چي  تاس  په  پخواني شوروي اتحاد کي  د خبري آژانس  نوم  او په نړۍکي  يې زيات شهرت   درلـــود نـــو د ايتـــار تــر څــــنــــګه   د تـــاس TASS نـــوم  هــــــم همــــداســـي مـــلګری  پـــاتې ســـو، (Information Telegraph Agency of Russia-TASS)     . د نړۍ په روان کړکېچن دوران کي چي د ګټو جګړې او په خپله خوا د عامه ذهنيت مهارول  د رسنيو لخوا پرمخ بېول کيږي، د ایتار تاس  خبري آژانس هم  په روسيه کي   د نړۍ د مطرحو او مهمو خبري آژانسو په کتار کي راځي چي  په شپږو ، روسی، انگلیسی، فرانسوی، آلمانی، هسپانیانوي او عربی ژبو  خبرونه او د ورځي  واقعيتونه د روسي ليد له نظره او د روسيې د ګټو پر بنياد خپروي  .

و واک ته  د ولاډيمير پوتين د رسېدو په ايره  کي بيا تر اوسه پوري داسي تلاښ کيږي  چي د روسيې تللی  عظمت او اتبار بیرته  د روسي نشنليزم د را ژوندي کېدو او پياوړي کېدو دلاري  اعاده  او رسنۍ هم پر هماغه لوري رهي  کړي .

نن د ايتارتاس دولتي  خبري آژانس د ورځي تر ۳۰۰ زياتي اخباري صفحې خبرونه مخابره کوي ، تر ۴۰ زيات خبري او معلوماتي بولټنونه  او  د عکسو تر ټولو بډايه  مجموعه او مغزن آرشيف لري . دغه  آژانس په بهر او دننه کي په ۱۳۰ دفترونو اوبيورګانو فعاله دی   او د ۸۰ بهرني خبري آژانسو  سره  د همکارۍ لوزنامې  لري .


مأخذونه :
ددې ليکني په تر تيب کي ما د خپلو ياد داښتو سربېره د دغه لاندي ويب پاڼو څخه هم کار اخيستی دئ :

http://www.tas.ru/eng

http://www.itar-tass.com/eng/

http://en.wikipedia.org/wiki/ITAR-TASS#History